افغانستان

په پرونۍ پېښه کې مهم استخباراتي معلومات له منځه تللي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱، ۱۳۹۵ل): د پلازمېنې کابل په پرونۍ پېښه کې د ملي امنیت اړوند مهم استخباراتي اسناد هم له منځه تللي دي.

تېره ورځ سهار مهال طالب بريدګرو د ملي امنیت اړوند لسم ریاست ودانۍ په نښه کړه چې جګړه تر ماسپښينه وغځوله.

په یاده پېښه کې د سلګونو تنو پر مرګ ـ ژوبلې سربېره د دې ریاست د معلوماتو ذخیره هم په موټربم حمله کې له منځه تللې ده.

لسم ریاست چې د زندانیانو او دولت د مخالفینو اړوند معلومات، له زندانیانو اخیستل شوي اعترافونه او ګڼ استخباراتي اسناد پکې ساتل کېدل ټول ډیټابیس يې په پېښه له منځه تللی دی.

تر اوسه کومې رسمي سرچينې نه ده تایید کړې چې د له منځه تللو اسنادو ارزښت به څومره و، خو دا په ډاګه ده چې د نږدې ټولو زندانیانو د تحقیقاتو او پر جرمونو د اعتراف ځای لسم ریاست دی.

ياده پېښه چې د طالبانو د نویو عملیاتو په اوږدو کې د خپل ډول لومړۍ پېښه ګڼل کېږي، د ګډ حکومت مشرانو يې هم په اړه توندې څرګندونې کړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې پېښه یوه ورځ وړاندې ملي شورا د حکومت له مشرانو او امنیتي مسوولینو سره په ارګ کې پر دې هوکړه وکړه چې د سولې پر ځای باید د خپلو مخالفينو پر ضد جګړه تونده شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

که دا خبره سمه وی چه په نامه امنیت ملی باندی له چاودنی مخکی کودتا شوی او ټول یی ویشتلی ، بیا خو کیدی شی په عبدالله او غنی دواړو کی هم یو کس د اسلامی امارت سره اړیکی لری . که دا خبره سمه وی ، نو بیا خو داخلی کودتا شوی د لوی چاودنی څه اړه وه ؟ که دا خبره سمه وی ، یو کس ملکی تلفات نه شته ځکه دننه کودتا شوی او دننه خلک تول غلامان وو ، هغوی ته دملکو خلکو نوم ورکول دملکی خلکو نوم ته توهین دی . وایی دروغچن حافظه نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x