د کابل پروني برید په اړه عادلانه قضاوت

فیصل افغان

تېره ورځ نهه بجې د کابل پل محمود خان سیمه کې د استخباراتو په لسم ریاست طالبانو یو دروند برید ترسره کړ چې درنه مرګ ژوبله یې ترشا درلوده.

طالبانو لومړی د متوسط باربري موټر په مټ د استخباراتو د ودانۍ سره جوخت دروند انفجار رامنځته کړ چې ورپسې دوه تنه سرتیري طالبان د ریاست انګړ ته دننه شول او په استخبارتی کارمندانو یي ډزې پیل کړې، جګړې تر ماسپښینه جریان درلود چې په نتیجه کې د استخباراتو د ریاست ګڼ کارکوونکي په ډزو هم ووژل شول.

دغه برید چې د دولت په تر ټولو حساس ځای یعني د ملي امنیت په هغه برخه ترسره شو چې د لوړ رتبه افرادو د ساتنې مسؤلیت لري، له همدې امله د اشرف غني د حکومت لپاره یوه لویه ناکامي بلل کیده او له امله یي حکومت ځکه پړ او ناکام بلل کېده چې د پلازمینه په تر ټولو حساس ځای هغه چې د ارګ او دفاع وزارت په څو مترۍ کې قرار لري طالبان یو داسې بریالی تهاجم ترسره کوي.

شاید د همدې ناکامۍ د پټولو هڅه به وه چې حکومتي چارواکو د موضوع د تبلیغاتي رخ بدلولو هڅه پیل کړه او په داسې حال کې چې لا د انفجار له ځایه دودونه پورته کیدل حکومتي ویاندانو د ملکي تلفاتو درنې او دقیقې شمیرې د رسنیو په خوله ورکړې.

دولتي ویاندانو له یوې خوا ویل چې زخمیان تر ودانۍ لاندې دي او یا دا چې بیلابیلو روغتونونو ته وړل شوي دي، مګر بله خوا یي دقیقې شمیرې اعلانولې چې ۳۲۷ تنه ملکي خلک ټپیان شوي دي خو ددومره لوی شمیر ملکي تلفاتو د ثبوت لپاره یي هیڅ راز تصویري شواهد وړاندې نه کړای شول بلکې لکه ظاهرا چې معلومیده دغه موضوع یوازې د خپلې ناکامۍ د پټولو او د پیښې د تبلیغاتي رُخ بدلولو لپاره استفاده شوه.

د برید تلفات

د برید له پیل راهیسې زما هڅه دا وه چې د پيښې واقعي تلفات ځان ته معلوم کړم، تر څو د یوه عادلانه قضاوت په برخه کې راسره همکار شي.لومړی مې د ګوګل نقشې په توسط د برید د هدف موقعیت دقیق مطالعه کړ، د برید هدف داسې ځای نه دی چې هلته دې د ملکي خلکو ګشت وګذار ډیر وي، د استخباراتو دغه ریاست چې د پراخې محوطې دننه د څلورو بلاکونو په بڼه جوړ شوی دی، جنوب، شمال او شرق پلو یي حتی تر لرې فاصلې هم کورنه یا دوکانونه نشته، بلکې په لرې فاصلې ترې شمال ته د کابل رود، جنوب ته یي د عیدګاه مسجد او ختیځ ته یي یو پراخ سرک او بیا خلاصه ساحه ده، د استخباراتو د ریاست یوازې غرب پلو ته په یو څه ګوښه فاصله کې کورونه شتون لري خو دا چې انفجار د استخباراتو د ریاست په منځ باندې په ډیر دقت شوی دی، په دې کورونو کې د ښیښو د ماتیدو امکان نه شي رد کیدلی اما د درنو ځاني تلفاتو خبره زړه ته نه لویږي.

بله دا چې برید سهار له نهه بجې نه وړاندې شوی دی، په داسې حال کې چې د اوړي په دې لنډو شپو او اوږدو ورځو کې ښاریان ډیر ناوخته واټونو ته راوځي او د پرون غوندې په باراني ورځ خو د عامه وګړو ګشت و ګذار په واټونو یو مخ کم وي چې دا نکته هم د ملکي تلفاتو احتمال تر ډیره حده کموي.

ما چې رسنۍ وپلټلې دوی د ملکي تلفاتو تصویري صحنې او شواهد تر هغه په مراتبو کم نندارې ته وړاندې کړل څومره یي چې لوړ ارقام ګردانول، د څو ټیلویزوني رسنیو په راپورونو کې د ملکي تخریباتو یوازینۍ مثال هماغه د اریانا حمام ښودل کیده چې ښيښې یي له انفجار سره راتویې شوې وې.

خو برعکس د استخباراتي کارمندانو د تلفاتو خبره د ځینو رسنیو له قوله خورا درنه وه، د کابل چاپ ماندګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ولیکل چې د برید ټول تلف شوي کسان د ملي امنیت کارمندان دي د ماندګار سرمقاله په دې ټکو پیلیږي: حمله به ریاست دهم امنیت ملی که مسوولیت تامین امنیت رجال برجسته کشور را به عهده دارد و کشته و زخمی‌شدن نزدیک به چهارصد تن از منسوبان این اداره، روایت‌گر آن است که طالبان توانسته‌اند به هر دلیلی قلب دولت را صدمه بزنند و وارد یکی از مهم‌ترین ارگان‌های امنیتی کشور شوند.

پرون چې دولتي ویاندویانو په پيښه کې د سلګونو ملکي وګړو د ټپي کیدو اوازه په رسنیو کې خپره کړه، د کابل یو زیات شمیر ښاریان د وینې ورکولو لپاره روغتونونو ته روان شول تر څو له ملکي ټپیانو سره د وینې مرسته وکړي،مګر د بي بي سي په یوه ویډیويي راپور کې مې ولیدل چې یوه وینه ورکوونکی ځوان شکایت کوي چې دی غواړي وینه ورکړي مګر د روغتونو مسؤلان یي له یوه روغتون څخه بل ته لیږي او ورته وایي چې دلته وینې ته ضرورت نشته،چې له دې هم معلومیږي چې د حکومتي ویاندویانو لخوا خپاره شوي د ملکي تلفاتو لوړ ارقام تر ډیره حده بې ځایه او دروغ وو.

ارقام ولې تر واقعي حد لوړ اعلانیږي؟

د افغانستان جګړه چې اوږده شوې او په اولس هم تر ډیره حده درنه شوې ده نو اوس یي یوه عاطفي بڼه غوره کړې، خلک ددې په ځای چې د جګړې په دیني او حقوقي اړخ فکر وکړي تر ډیره ورته له عاطفي اړخه ګوري.

د عامو خلکو د همدې نظر له مخې د جګړې هغه خوا ناحقه ده چې ملکي خلکو ته ډیر زیان اړوي او هغه خوا پر حق ده چې له لاسه یي لږ ملکي خلک مري، له همدې امله خو د ملکي تلفاتو له هرې پیښې وروسته د عام اولس اعتراض راپورته کیږي او د دا ډول پیښو ملامت اړخ د عامه افکارو تر درانه فشار لاندې راځي.

دې واقعیت که له یوې خوا دا فایده کړې چې د جګړې ښکیل اړخونه یي د ملکي تلفاتو موضوع ته په ډیره توجه مجبور کړي او اوس هره ډله کوښښ کوي چې له لاسه یي ملکي خلک تلف نه شي چې په پایله کې یې د افغانستان روانه څوارلس کلنه جګړه د ملکي تلفاتو د کموالي له اړخه د نړۍ په سطحه بیسارې ده چې د ټولو ملکي زیانونو شمیر یي تر سل زره نه رسیږي.

مګر بله خوا یي زیان دا کړی چې ښکیل اړخونه غواړي دغه حساسه موضوع د یوه بل پر ضد د یوې تبلیغاتي حربې په حیث وکاروي، چې په دې برخه کې دولت چې پراخ رسنیز او تبلیغاتي ابزار په لاس کې لري ډیر مخکښ دی او همیشه یي د ملکي تلفاتو له موضوع څخه ناروا استفاده کړې ده.

دولتي اړخ ته چې کله په کومه چاودنه کې ډیر زیان رسیږي، نو ددې لپاره چې خپل زیان پټ اود خلکو نظرونه په بله کړي قصدا هم دملکي تلفاتو پيښې رامنځته کوي. او په ولسي خلکو ناترسه ډزې کوي.

که تاسو په زیاتره انفجاراتو کې د وژل شویو ملکي خلکو اجساد وګورئ نو وبه وینئ چې په ګولیو ویشتل شوي وي، څو کاله وړاندې د نیمروز په زرنج کې دملکي تلفاتو درنه پیښه رامنځته شوه، رسنیو وویل چې د طالبانو په سرتیري برید کې لسګونه کسان ووژل شول، د طالبانو مشرتابه هم دا د خپلو کسانو جدي تخلف وباله او دنیمروز ولایت لپاره خپل والي او نور مسؤلین یي له دندو ګوښه کړل،مګر عجیه دا وه چې څه موده وروسته حامد کرزي هم خپل د نیمروز والي له دندې ایسته کړ، علت یي دا و چې د پيښې پلټونکي هیئت ثابته کړه چې زیاتره ملکي کسان د دولتي عسکرو په ګولیو ویشتل شوي وو ترڅو د پيښې تلفات لوړ شي او د طالبانو په خلاف د تبلیغاتي حربې په حیث کار ترې واخیستل شي.

دولتي استخباراتو خو ډیر ځله داسې هڅې هم کړي دي چې دملکي تلفاتو مصنوعي پيښې رامنځته او بیا لاس په طالبانو پاک کړي مګر دا چې رسنۍ ټولې ددولت په محور څرخي طالبان نه شي کولای دداسې پیښو سپیناوی وکړي.

په هر حال د کابل دتیرې ورځې په حمله کې د ملکي تلفاتو ددرنو زیانونو خبره ګردانول، بې اساسه ارقام خپرول او د مقابل جهت په خلاف ترې د تبلیغاتي حربې په حیث استفاده هغه څه دي چې تر شا یې همدا جنګي اغراض شتون لري او د جګړې دولتي لوری غواړي په یوه ډز دوه مرغۍ ښکار کړي، هم خپل درانه تلفات او ناکامي پټه کړي او هم مخالف جهت په ملکي زیانونو پړ ثابت کړي.

وروستۍ توصیه

که پرون ورځ په کابل کې باران نه وای او سرکونه له خلکو ډک وای یا د طالبانو حمله ددې ګوښه هدف په ځای په یوه داسې هدف وای چې په شاوخوا یي نږدې دوکانونه او کورونه وای او یا دا چې د هدف محوطه لنډه او تنګه وای، نو بې له شکه به یوه انساني فاجعه رامنځته او طالب برید کوونکو به د استخباراتي چارواکو په نسبت ولسي افغانانو ته ډیر زیان رسولی وای.

ځکه چې طالبانو په دې برید کې د مازدا موټر له انفجار څخه کار اخیستی، طالبانو په پیل کې له کوچنیوموټربمونواو موټرسایکلونو څخه استفاده کوله، مګر وروسته یي په اطرافي او صحرایي سیمو کې د امریکایانو د پخو قرارګاوو د نړولو لپاره له ډیرو سترو موټر بمونو کار اخیستل پیل کړل، چې حتی تر لس ټنه زیات انفجاري مواد یي هم ورباندې وچاودول.

دغه درنو موټر بمونو په اطرافو کې ځکه ښه نتیجه درلوده چې په دښتي سیمو کې یي ټول زور امریکایي قرارګاه ته رسیده او په شاوخوا ملکي خلک او کورونه نه ول چې ملکی تلفات رامنځته کړي.

مګر اوس چې له اطرافو امریکایي مراکز ټول شوي او طالبان غواړي په ښارونو کې خپل اهداف وځپي، باید دطالبانو مشرتابه په دې برخه کې له ډیر احتیاط او دقت څخه کار واخلي.

زه یوه بیلګه وړاندې کوم، هغه دا چې تیر کال د غزني په ښار کې طالبانو په دولتي تاسیساتو د موټر بم حمله وکړه، د موټر بم حمله دومره درنه اوځواکمنه وه چې د غزني د ټول ښار ددوکانونو او ودانیو هندارې یي ماتې کړې او په دې ډول یي د غزني ښار د هر اوسیدونکي زړه ته زخم ورساوو.

هغه غریب افغان چې د ټول کور هندارې یي ماتې شي فکر نه کوم چې بله ورځ دې طالب ته ښه هیله او ښه نیت په زړه کې وپالي، بله دا چې د طالبانو جهاد په دارالحرب یا د کفارو په وطن کې نه دی، بلکې د مسلمانانو په کور راغلي اشغالګر په نښه کوي، او دمسلمانانو په منځ کې جهاد کوي په داسې حال کې لکه په دوی چې څومره د کفارو وژل فرض عین دي د مسلمانانو دوینو حرمت ساتل هم ورباندې همدومره فرض عین دي.

نو ځکه دوی نه شي کولای تر اړتیا زیات ځواکمن انفجاري مواد پرته له دقت او احتیاط څخه وکاروي، طالبان باید لومړی په ښارونو او ګڼ میشته سیمو کې کیدونکي انفجارات په دقت سره کنټرول او اصولو ته واچوي، یو مخ بربادوونکي انفجاري مواد هغه چې اولسي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه په کې متصور وي باید د ښاري بریدونو له ګټه ګورۍ څخه وباسي، په ښاري سیمو کې د انفجاراتو د قوت او انفجاري موادو د اندازې لپاره باید یو معلوم حد وټاکي چې هیڅکله تر هغه زیاتوالی په کې ونه شي.

د طالبانو لپاره روانه جګړه د یوې ورځې یا لنډمهاله جګړه نه ده بلکې اوږده جګړه ده چې ددوی د بریا یوازینۍ عامل اولسي ملاتړ ثابتیدلی شي، دې ته په پام سره د ولسي خلکو رعایت باید د طالبانو ستر جنګي اولویت وي، هغوی لکه څومره چې د خپل دشمن وژل لوی موفقیت بولي د ولسي خلکو ساتنه او د وینو حرمت ساتل یي هم باید همدومره ستر هدف او موفقیت وبولي او که داسې ونه کړي جګړه یي سر له اوسه بایللې ده.

په هرحال، دا چې طالبانو دملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې مستقله او باصلاحیته اداره ټاکلې چې تر ډیره حده یي ملکي تلفات کم او کنترول کړي دي، ورسره دا کار هم باید وکړي چې خپلو بریدکوونکو ته په ښاري سیمو کې د درنو انفجاراتو یو حد او اندازه ورمعلومه کړي، تر څو خدای مکړه تر اندازې زیات درانه بریدونه ونه شي هغه چې د ملکي او ځوریدلي اولس وینې به په ناحقه وبهوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د