افغانستان

تازه خبر: دماین په چاودنه کې دسمنګان والي سخت ټپی شو

77777له سمنګان ولایت نه په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي نن سهار دسمنګان ولایت د والي خیرالله انوش دسپرلي پرموټر باندي دریموټ کنترول بمي چاودنه ترسره شوه چې له امله یې دوالي په شمول څلور تنه نور ساتونکي عسکر سخت ژوبل شول . خبر زیاتوي پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې سهار نوموړی له کوره ددفتر په لور روان وو.

دحملې مسولیت طالبانو پرغاه اخیستي دی ، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې ویل دکابل ادارې اړوند دسمنګان ولایت پروالي باندي یې نن سهار اته بجې شاوخوا دقوش اسیا په سیمه کې چاودنه ترسره کړه دوالي په شمول  څلورتنه عسکر پکې ژوبل شول.

دیو بل خبر لمخې نن  سهار دبغلان ولایت دامنیه قومندان اسدالله پر موټر باندی هم  دماین چاودنه ترسره شوې چې له امله یې یوتن وژل شوی او دوه نور کاري ټپیان شوي. ددې خبر ترلیکلو پوري دامنیه قومندان  دمرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x