fbpx

ماندګار: پرونۍ پېښه کې د ملي امنیت نږدې ۴۰۰ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱، ۱۳۹۵ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې – ماندګار – د نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي چې په پرونۍ پېښه کې د ملي امنیت نږدې ۴۰۰ تنو کارکوونکو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې.

تېره ورځ طالبانو د ارګ په دوه سوه مترۍ کې د ملي امنیت لسم ریاست په نښه کړ، چې درنه مرګ ـ ژوبله يې تر شا پرېښوده.

دغه ورځپاڼه وايي چې په بريد کې د ملي امنیت نږدې ۴۰۰ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې، چې دوی يې مسوولین ځينې دولتي کړۍ بولي.

د سرچينې په قول په دولت کې پرېمانه داسې کسان شته چې د وسله والو مخالفينو ملاتړي او دا ډول بريدونه د دوی په ملاتړ او وسیله ترسره کېږي.

ماندګار وايي چې پرونی بريد د افغان حکومت پر زړه برید و، چې د طالبانو د زور استازيتوب کوي، خو د دوی په خبره دا زور يې هم په دولت کې د نیکټايي پوښو طالبانو په وسیله ثابت کړی دی.

که څه هم د بريد په لومړیو کې د ولسي مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړل شو، خو یادې سرچينې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي بلکې د پېښې ټول قربانیان او زیانمن شوي يې د ملي امنیت مامورین بللي دي.

سرچینه له طالبانو سره د سولې خبرې د وخت ضایعه کول بولي او په وينا يې باید پر وړاندې يې جګړه تونده شي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح هم پرونۍ پېښه په دولت کې د موجودو خاصو کړیو له لاسه بولي او پر حکومت د جګړې د توندېدو غږ کوي.

د شنونکو په باور د جګړې توندېدل د دواړو لوریو د مرګ ـ ژوبلې د ډېرېدو په مانا دی، چې د بریا چانس به پکې کم وي، ځکه خو باید د بین الافغاني تفاهم له لارې د سولې هڅې وشي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف-ا
میلمه
ف-ا

دوزخ مو ځای شه ظالمانو ملی امنیت نه و په سلګونو بیګناه ماشومان او کسان مو شهیدان کړل. اوس د نو بیانزی استاد او د آی ایس آی د خپرندویه اداره ( نن ټکی آسیا) د ورته توجیه لټوی. د دی بیګناه وینو حساب به درسره په دواړو جهانو کی کیږی.