نړۍ

 بارک اوباما سعودي عربستان ته رسېدلی

 

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غوايي لومړۍ، ۱۳۹۵ل):  د امريکا ولسمشر بارک اوباما د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی دی.

بارک اوباما به د خپل سفر پر مهال د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او نورو چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.

د امريکا ولسمشر په داسې حال کې سعودي عربستان ته تللی، چې د واشنګټن او رياض اړيکې سره ترينګلې دي، د سيمه‌ييزو بحرانونو په اړه د دواړو هېوادونو ستراتيژۍ يو بل سره په ټکر کې دي.

ويل کيږي، چې دواړه مشران به سيمه کې د ايران «د پرمختيايي فکر او عربي نړۍ کې د مداخلې» په اړه هم خبرې وکړي.

اوباما سره په دې سفر کې د دفاع وزير اشټون کارټر هم ملګری دی.

سعودي پاچا سره د ليدو سربېره به ښاغلی اوباما د خليجي هېوادونو د همکارۍ په غونډه کې هم ګډون وکړي.

له تېرو څو کالو راهيسې د امريکا او سعودي اړيکې د پخوا په پرتله ترينګلې شوي دي.

رياض ګيله من دی، چې واشنګټن سيمه کې ايران سره اتومي تړون لاسليک کړی، چې دا کار د عربي هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی.

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، له تېرو څو اوونيو راهيسې د ديموکراتانو او جمهوري پلوو استازي هڅه کوي، چې داسې يو قانون تصويب کړي، چې له مخې يې سعودي عربستان د يوولسم سپتمبر په پېښه کې ککړ وبلل شي، مګر د بهرنيو چارو او دفاع وزارت هڅه کوي، چې د دغه قانون د تصويب مخه ونيسي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې تېره مياشت د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د امريکا د سفر پر مهال د کانګريس غړو ته ګواښ کړی و، که کوم داسې قانون يې تصويب کړ، چې له مخې يې سعودي عربستان د يوولسم سپتمبر په پېښه کې ښکېل وباله، نو هېواد به يې اړ وي، چې امريکا کې خپل ملياردونه ډالر مخکې له دې وپلوري امريکا يې کنګل کړي. د امريکا ماليې وزارت سره د امنيتي ضمانت په توګه د سعودي عربستان ۷۵۰ مليارده ډالر پراته دي.

سپينه ماڼۍ په دې اند ده، چې د داسې قانون د جوړولو په صورت کې به امريکا له ګڼو ستونزو سره مخ شي، له همدې امريکا د اوباما نږدې پلويان او حکومتي چارواکي په دې لټه کې دي، چې د کانګريس غړي د سعودي عربستان پر ضد له هر ډول قانون جوړولو راوګرځوي. د اوباما له لوري د دې قانون د مخنيوي هڅې دومره ګړندۍ شوي، چې د سپتمبر يوولسمې پېښه کې د ګڼو وژل شوو کسانو کورنيو او د کانګريس غړو د اوباما پر ضد څرګندونې پيل کړي او دوی فکر کوي، چې ولسمشر تل د سعودي عربستان ملاتړ کوي.

ايا سعودي چارواکي به د کانګريس د نوي بحث او قانون جوړونې په اړه له اوباما سره خبرې وکړي؟

نيويارک ټايمز زياتوي، چې امريکا کې يې د سعودي عربستان له سفارتي چارواکو په دې اړه پوښتنه وکړه، نو هغوی يې له ځواب ويلو ډډه وکړه.

د څارونکو په اند بارک اوباما هڅه کوي، چې د سپينې ماڼۍ له پرېښودو وړاندې د رياض او واشنګټن اړيکې عادي حالت ته راولي او د دې لپاره يې پر يوه کړنلاره کار پيل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x