fbpx
حامد کرزی، پخوانی ولسمشر

کرزي ولې خپل اوږد سکوت په دروغو مات کړ ؟؟!

موسی فرهاد

که ستاسو یاد وي ، کال و دوه مخکي په کابل ښار کې عام انتخابات ترسره شول ، ډاکټرصیب اشرف غني هم د ۳۵ میلیونه افغانانو رایی خپلي کړي او ډاکټرصیب عبدالله هم په کابل ښار کې د ټول افغانستاني ولس د ۳۵میلیونه وګړو رایی د ځان کړي . له همدې ځایه وه چې حالات ترینګلي شول ، او د ټولټاکنو ګټونکی چا نشوای مالومولای ، یوازي ښاغلی جانکیري وو چې د شطرنج دا لوبه یې پخپل کابلي سفارت کې په څو ساعتونو کې حل کړه ، چې په امر یې دواړه ډاکټرصاحبان د کابل بادشاهان سول.

دوی هم فوراً په ارګ کې غونډه جوړه کړه او له پخواني بادشاه سلامت ښاغلی حامد کرزي څخه یې د قدرت د څوکۍ مراندي په خپل واک کې ونیولي .

حامدکرزی پرخپله مخه ولاړ ، غلي کښیناست ، تر دوو کالو پوري یې د سکوت روژه په خوله کړه ، یوه نیمه خبره که به یې کوله ، د پردې ترشا به یې نورو ته کوله ، هغوی به بیرون را ایستله ، اما کرزي پخپله هغه پخوانۍ مدارې ډوله ویناوي نه کولي چې د خپلي واکمنۍ پرمهال به یې خلک ورباندي تیر ایستل ، خصوصاً د طالبانو په اړه خو یې ډېر وخت څه نه وو ویلي .

ولي ، وړمه ورځ ناڅاپه یوې غونډي ته لګیا شو ، دوې درې عجیبه خبري یې وکړي : یوه خبره یې دا وکړه چې د جانکیري دا وروستۍ پریکړه ما ته د منلو نه ده ، چې د کابل دوه واکمن ډاکټران یې تقاعد نکړل ، بلکي د درو نورو کالو لپاره یې د هغوی له دښمنۍ او فساد ډکه انډیوالي لا پسي وغزوله.

کرزي ښاغلي زیاته کړه چې دا خو په څرګنده د امریکایانو مداخله ګڼم چې زموږ په چارو کې یې کوي ، زموږ خپلواکي او استقلال ترپوښتني لاندي راولي .

دویمه خبره یې دا وفرمایله چې : ( طالبان ډېر ښه خلک وو ، بیخي ښه خلک وو ، ډېر پاک خلک وو ، د دوی یو مشر حاجی ماوین صاحب ملامحمدرباني مرحوم چې اوس نسته ، اوس مړ دی ، هغه وخت ما ته راغی چې طالبان به میدان ښار ته رسیدلي وو ، ۷ یا ۸ میاشتې به د تحریک سوي وي ؛ په کوټه کې زما کور ؤ دوې کوچنۍ کوټي مو وي په هغه کې راسره کښینستی ما ته یی وویل کرزیه ! را ولاړ سه د افغانستان دفاع وکړه ، خارجیان خصوصاً پاکستان افغانستان نه پریږدي ، نیسي یی . نو له هغه وخته مې د افغانستان دفاع ته ملا وتړله .

ده ویل: ملامحمدرباني اوس نسته ، اوس مړ دی ، که وای بیا می نه ویل ، دا خبره یی ماته وکړه . )

اوس به د ښاغلي کرزي اولي خبري ته لږ ځیر شو چې ویلي یې ، جانکیري د افغانستان په امورو کې مداخله وکړه ، ماته د منلو نه ده .

زه غواړم ښاغلي کرزي ته د رواني یوه نیمي لسیزي د لومړیو شیبو یوه داسي خاطره وریاده کړم چې د ده او د ده د همفکرانو لپاره خورا په زړه پوري خوږه خاطره ده ، اما د افغان مؤمن ولس لپاره ډېره ځوروونکي ده . دا داسی یوه خاطره ده چې افغان ولس خو به یې یو نیم زر پیړۍ وروسته هم هیره نکړي ، اما ښاغلي کرزي ښایی اوس لا د هغه د هیریدلو کوشش کړی وي ، ځکه چې د تاریخ د ریکارډ له مخي ، د ګوډاګیانو شیوه تل همداسي راښودل شوي ده .

په هر صورت …!

ښاغلی کرزیه ! د ۲۰۰۱م کال په وروستیو ورځو کې چې امریکایی مامورانو او جنرالانو د المان په بُن ښار کې پرخپل سر ، ته د افغانستان لپاره بادشاه سلامت وټاکلي او بیا یې پخپلو الوتکو کې د روزګان په غرونو کې را دیسانت کړي ، ترهغو یې هملته په څرخکو ساتلي چې ترڅو یې د کابل ارګ ته وردننه کړي ، آیا هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې د جانکیري د انډیوالانو مداخله نه وه ..؟!

آیا هغه مهال ته د شفافو ټولټاکنو له لاري ګلخاني ته دننه شوي ..؟!

ورپسي چې یې بیا لویی جرګې ، آساسي قوانین ، پارلماني جرګګۍ ، تبلیغاتی رسنۍ ، پټ زندانونه ، د یرغلګرو لپاره استثنائي قوانین ، د امریکایانو پخپل اعتراف د دوی له لاسه د ۹۱زره بي ګناه افغانانو شهادت ، دا مسلسل پنځلس کاله د امریکایي الوتکو بمبارونه ، د ټول هیواد پر ځمکه او هوا امریکایی راج چلیدل ، د کابل په هره وزارتخانه کې د با اختیاره امریکایی جنرال مشاور موجودیت ، د شپې او د ورځي خپل سري عملیات او د افغانانو په کورونو بې دریغه چاپی وهل ، معصوم ماشومان په ځانګوګانو کې په شهادت رسول ، د افغانانو د ملي او عقیدوي نوامیسو علني تحقیرول او داسی نور … او داسي په سلهاوو او په زرهاوو نور او نور… فجائع چې ستا او ستا په څیر ګوډاګیانو په سرپرستي کې امریکایی یرغلګرو ترسره کړل او لا یې دوام ورکړی ترسره کوي یې ،

آیا دا هرڅه د هیواد په چارو کې د پردیو مداخله نه بلله کیږي ، بلکي د جانکیري غریب آبله ورځنۍ پریکړه چې ستا سیالو ډاکټرصایبانو ته یې په قهر او غصي سره وویل چې د درې کالو لپاره به نور هم پریوه چوکۍ سره کښینئ ، دعوه به نه سره کوئ ، کرزي ته به موقع نه ورکوئ ، آیا همدا یوه خبره یې ستا ناخوښه شوه ، او دا دې د امریکا ښکاره مداخله وګڼله …؟!!

ښاغلی کرزیه ! ته په کوم مخ د جانکیري پریکړه ناسمه او په افغانستان کې لاسوهنه ګڼي . تا خو دا دوه کاله هغه سهامي شرکت ، چې د جانکیري په خوښه او ابتکار له اوله سره جوړ و ؛ مکمل تائیداوه ، هغه دې د امریکایی جانکیري احسان باله او هغه پریکړه دي پردۍ مداخله نه ګڼله ،! په داسی حال کې چې هغه مهال خو لا د خلکو د رایو صندوقونه هم په مخکي ډک پراته وو ، خو جانکیري هغوی ته هیڅ اعتناء ونکړه ، بادشاهان یې پخپل سر وټاکل، تاسو جناب یې هغه پریکړه د استقلال خلاف نه بلله ، مګر کله چې جانکیري دوه کاله پس راغی او خپل جوړ کړی حکومت یې تجدید یا له سره تمدید او د دوو کالو پرځای یې هغه د پنخو کالو لپاره درته اعلان کړ ، نو تا او ستا په شان نورو مداریانو خوله خلاصه کړه چې دا زموږ په کورنیو چارو کې د امریکایانو مداخله ده …؟!

بل دا چې جناب کرزی ! د جانکیري تر راتګ فقط څلور ورځي وړاندي چې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې امریکایي الوتکو ۱۸ قومي مخور بمبار او په شهادت ورسول ، آیا تاسو جناب هغه هم د امریکا مداخله وګڼله ..؟! او د هغه عمل د غندنې لپاره مو کوم مایک ته د دریدلو جرأت ورکړ..؟!

په پښتو کې یو متل دی : وایی پز پریکړي که شرم لرلای د چاړي نوم به یی نه اخیستی. جناب کرزي که څه ناڅه احساس خجالت لرلای نو هیڅکله به یې پرخپلو محسنینو امریکایانو باندي د اعتراض کولو جسارت نه وای کړی .

په دروغو سکوت ماتول

عجیبه ده . جنابي کرزی …!!

نو دا پنځلس کاله چې تا د خپلو امریکایي دوستانو لپاره کوم خدمتونه انجام کړل او بیا هغوی (امریکایانو) ستا د فرینډشیپ په بدل کې زموږ په هیواد کې د ټانګ او جهاز په مټ څه نادودي ترسره کړي ؛ آیا دا هرڅه د طالبانو د یو مرحوم مشر حاجي معاون صیب په حکم تا ترسره کړل ..؟!

آیا هغه مرحوم تا ته رښتیا دغه امر کړی وو چې کرزیه ! را ولاړ شه د وطن دفاع وکړه ، ولاړ شه امریکایان را وله ، لومړی هغه نظام ورباندي بمبار کړه چې حاجی معاون صاحب یې ترپایه پوري رئیس الوزراء ؤ او د هغه لپاره یې په قومنده په زرهاوو مجاهدین شهیدان سوي وو ، ښاغلی کرزی ! آیا تا پر هغو خلکو چې تا ته په غونډه کې ناست دي ؛ ته ورته خطاب کوي ، آیا پر هغوی دې د احمقانو خیال دی ؛ که په خپله دومره بیوقوف یې چې په داسي ماشومانه خبرو او صریحو دروغو سره غواړي خپل دوه کلن طویل سکوت مات کړي ؟!

آیا دا ممکنه ده چې د مرحوم ملامحمدرباني صیب په څیر یوڅوک ، چې په تمامه معني متعهد ریښتینی مجاهد مسلمان افغان وي، او هم دي د داسي یو اسلامی غورځنګ له بنسټ ایښودونکو مشرانو څخه وي ، چې هغه د هیواد د خپلواکۍ ساتلو او له تجزیې څخه د ژغورلو او د انارشیزم ، فساد او وحشت د له منځه وړلو په موخه راپورته شوی وي او د ده په قومنده د همدې پاک مقصد لپاره په زرګونو مجاهدینو بې ساري قربانۍ ورکړي وي ؛ نو هغه بیا را ولاړیږي په کوټه کې کرزي ته ورځي ورته وایی چې کرزیه ! را ولاړشه ، زما د نظام پرخلاف ودریږه ، یعني امریکایانو ته ورشه هغوی ته دعوت ورکړه چې راشی زموږ وطن اشغال کړي . او اسلامي نظام مو له منځه یوسي . د دې لپاره چې بیا یې پاکستان ونه نیسي …!!

حاجی معاون صیب پخپله نشوای کولای چې ولاړ شي امریکا ته ووایی چې راشئ زموږ پر هیواد برید وکړئ ، زه مو ملګری یم ، زموږ ملک د پاکستان له نیولو وژغورئ ، هغه ته د دې څه اړتیا وه چې ولاړ شي کرزی په کوټه کې خبر کړي چې راسه د وطن د دفاع لپاره را پاڅه امریکایان را وله ؟!

آیا په دا ډول سازج دروغو سره به یو ادنی او پست وګړی هم خوله چوله کړي . او آیا داسی یو احمق به هم وي چې دا ورته معقوله او د منلو وړ ښکاره شي ..!؟

بل دا چې په دا پنځلس کاله کې کرزي ولي دا خبره نه کوله ؟ چې نن ورپه یاد شوه ، او په دلیل کې یې هم وویل چې ملامحمدرباني که ژوندی وای ما بیا دا خبره نه کوله ، نو هغه مرحوم خو له نن څخه ۱۶کاله مخکي وفات شوی ، د ده له خبري خو داسی ښکاري چې په دا پنځلس کاله کې یې ځکه نه کوله چې هغه ژوندی ؤ .

زه فکر کوم چې ښاغلي کرزي ته اوس نور هرڅه مداریتوب ورختم شوی دی ، اوس غواړي په دا ډول دروغو سره چې حواله یې متوفی خلکو ته ورکوي ؛ له ځانه داسی سړی جوړ کړي چې ګویا هیڅ یې نه دي کړي ، ګویا دی هم د هغو سپیڅلو افغانانو په څیر پاک سپیڅلی انسان دی چې د ملي خیانت او وطن پلورني هیڅ یوه بدنامه دوسیه یې د اوسني او راتلونکي افغان نسل په حافظه کې ، ورپسي ثبت نه وي …!؟

پای!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
څارنوال علیزی
میلمه
څارنوال علیزی

په مړو حواله ورکول ددرواغجنو کاردی