د سمنګان پوهنتون د استادانو اعتصاب څلورمې ورځې ته اوږد شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱، ۱۳۹۵ل): د سمنګان پوهنتون د استادانو درسي اعتصاب څلورمې ورځې ته وغځيد.

د دې پوهنتون استادانو څلور ورځې وړاندې له دې امله درسي اعتصاب پیل کړ چې د دې پوهنتون ستونزې يې له ادارې سره يې شریکې کړي خو هغوی کوم اقدام نه دی کړی.

د دې پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد محمد قاسم نبي زاده وايي چې دوی د څښاک اوبه نه لري، کتابتون نه لري، لابراتوار نه لري، درسي صنفونه يې پوره نه دي او ان ۱۹ استادان له کمښت سره مخ دي.

دی وايي چې دغه ستونزې يې د پوهنتون له ادارې سره هم شریکې کړې دي هغوی له وزارت ته مکتوبونو لېږلي خو هیڅ اقدام نه دی شوی.

د پوهنتون سرپرست سید جعفر وايي دوی هڅه کوي چې استادان د اعتصاب پای ته کړي او د ستونزو د حل لپاره يې هڅې روانې کړې دي.

یاده دې وي د استادانو د اعتصاب له امله ۳۷۰۰ تنه محصلین له څلورو ورځو راهیسې بې درسه پاتې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د