نړۍ

د اسرائیلو راډیو: د نتنیاهو لپاره د مصري کودتا ملاتړ د ایران تر اتومي پروګرام ډیر اهمیت لري

natanyaho
نتنیاهو د لنډمهال لپاره د ایران د اتومي پروګرام موضوع شا ته غورځولې او د مصر د کودتا کامیابولو ته یې د ټولو اولیتوبونو په سر کې ځای ورکړی.

دا خبر د جمعې په ورځ د اسرائیلو راډیو (ریشت بیت) نشر کړ.

د خبر په تفصیل کې راغلي چې د اسرائیلي حکومت مشر په تیرو دوه اونیو کې د اوباما، ډیویډ کامیرون، او فرنس هولانډ سره څو ځلې کتلي او هغوی یې هڅولي چې د کودتاچیانو د ملاتړ په برخه کې زړه نازړه نه شي.

راډیو زیاته کړې چې یو ځل نتنیاهو مجبور شو د الیزا ماڼۍ سره پنځه ځله ټلیفوني تماس ونیسي ځکه چې د فرانسې د ولسمشر، چې په نورو چارو کې بوخت وه، سره یې په بار بار د خبرو غوښتنه کوله.

د راډیو په حواله نتنیاهو د موساد او پوځي استخباراتو مشرانو ته هدایت کړی چې د خپلو غربي سیالانو سره په غونډه کې د کودتاچیانو د ملاتړ په موضوع ټینګار وکړي.

په عین حال کې نتنیاهو، چې د بهرنیو چارو د وزارت دنده هم په غاړه لري، په غربي هیوادو کې خپلو سفیرانو ته ویلي چې د ډیپلوماټیکو لارو نه په استفادې خپل کوربه هیوادونه د کودتا په اهمیت پوه او ورسره مرستې او ملاتړ ته قانع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x