ادبي لیکني

مار بايد څنګه ولیکل شي؟

ژباړه: محمد علي عمري

په یوه لرې کلي کښي ډیرساده اوبې سواده خلګوژوند کاوو، یوه چالاک سړي ددوي دسادګۍ په وجه پردوي په یوډول حکومت کاوو.

یوه ورځ داسي پېښه وشوه چي یومعلم پردې کلي باندې تیریدلو معلم همدې کلي ته راغلو اوپه کلي کښي ددې چالاک اودوکه باز سړي دوکو ته متوجه شو.هغه ته یې نصیحت وکړو چي ددې خلګو له غفلت څخه لاس واخله کنه نو رسوا به دې کړم.

لیکن دې چالاک سړي  دمعلم خبره ونه منله. وروسته له پوره کېدو دحجته معلم  دکلي خلګو ددې فریبکار سړي له فریبونو خبرکړو. فریبکارسړي او معلم له له خپلو سختو خبرو وروسته فیصله پردې وکړه چي سبا به دکلي په مینځ کښي مقابله کوي، چي دامعلومه کړي په دوي دوو کي کوم یو باسواده اوکوم یو بې سواده دئ.

په معلومه ورځ دټول کلي خلګ دکلي په مینځ کښي  راجمع شوي وو.چي وګوري آخیرکاربه څه کیږي.فریب کاره سړی معلم ته وویل چي ولیکه مار معلم ولیکلو: مار

دفریب کارسړي وارچي راغلو پرزمکه یې دمارشکل جوړ کړو.اوخلګوته یې وویل : تاسو  قضاوت وکړئ  له دې دوو څخه کوم یو ماردئ؟ خلګوچي سیواد نه درلودلو دمار لیکلو ته متوجه نه شولو.لیکن دمار شکل ټولو وپيژاندو . اوپرمعلم راوغورځېدو ترڅو په وهلووهلویې له کلي وباسي.

ـــــــــــ
هدف

که غواړئ چي پرنوروخپل تاثیرواچوئ  اویاهغوي له خپل ځان سره ملګري کړئ  باید دهغوي په ژبه له هغوي سره خبري وکړو.همېشه نه توانیږو چي دفکر داصولو او فکر له چارچوبه نورتربیه کړو

محمد علي عمري

مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x