mujadala

د بـــــلــنې قرآني کړنلاره

په فېسبوک کې د وروڼو تر منځ د بحثونو پر مهال موږ وینو چې ځینې وروڼه د خپل مخالف لوري په خبرو باندې خورا ژر احساساتي شي ، غوسه ورشي او داسې څه يې ترقلم ووزي چې وروسته پرې پښېمانه وي . پدې توګه هغه مجلس چي د وروڼو تر منځ په خورا ښه ډول پېل شوی وي، په خپګان او آن یوه بل ته په بد ویلواو ښکنځلو پای ته ورسیږي. یوه او بل ته غوږ ونه نیول شي، په آندونو او دلایلو ځان سره پوه نکړل شي، د دې څه پایله بیا دا شي چې د وروڼو تر منځ د نزدېکت پر ځای لري والی راشي، د مینې  ځای نفرت،کرکه او عناد  ونیسي، او  د تېرو بحثونو نه د ناسم پوهاوي له امله، په راتلونکي کې د يوه بل نظريات له ځانه ناسم توجيه کړي، خوراښو خیالاتو ته د بدو، اوښکلو تورو ته ناوړه ماناوي ور واغوستلي شي او په یوه او بل پسي پروپاګند او تبلیغات پېل کړي، چې له همدې ځایه د مسلمانانو تر منځ دښمني نوغي راوټوکيږي اودیوه او بل د راڅملولو لپاره له هرې ناروا لارې چارې ګټه اخیستل پیل کړي، په یوه او بل باندي د بې ځایه ټاپو وهلو لړئ پيل، او آن د یوه او بل وژل ځان ته روا وګڼي. 

له الهي لارښونو او نبوي کړنلارې ناخبري، د کج بحثۍ عامل:

ما چي هر څومره له ځانه سره فکر وکړ نو د دې څه لامل راته له قرآني لارښوونو ، او د بحث او مباحثې له نبوي کړنلارو څخه نابلدي ښکاره شوه. ومې پتیله چي د خېرغوښتنې او خواخوږۍ د جذبې له مخې خپلو وروڼو ته هغه څه ورپه یاد کړم، چې په قرآنکریم کې مونږ ته په خپل ژوند کې د پلي کولو لپاره راپه ګوته شوي دي.

رغنده او یوه بل ته په متقابل احترام ولاړ بحثونه تل ښې او ګټورې پایلي لري، نو راځئ هوډ وکړو چي په راتلونکي کې به د بحثونو پر مهال لاندي الهي لارښوونې په پام کي نیسو.

د څوارلسمي سپارې د النحل د سورة په ۱۲۵ آیت شریف کي الله تعالی فرمايي:

ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ .

ژباړه: ته دخپل پالونکي لارې (اسلام) لورې ته (خلک) د حکمت اوښه نصیحت له لارې رابوله او مجادله (بحث) وکړه له دوی سره په ښه ډول.

حکمت: له حکمت څخه د بلنې هغه لاره مراد ده چي په هغې کي د مخاطب د حالت  په پام کي نیولو سره داسې تدبیرونه غوره شي چې د مخاطب پر زړه باندي اغېزه وکړي .

نصیحت: او له نصیحت څخه مراد دا دی چې: د خېرغوښتنې او خواخوږئ د جذبې په درلودلوسره دي خبر ورته وشي. او له ښه نصیحت څخه مراد دا دی چې سرلیک او منځپانګه (محتوا) دې نرمه وي، له سپکاوي، توهین او استهزاء دې  لري وي.

مجادله (بحث) : یانې که له مخاطب سره د بحث او مباحثې نوبت راشي ، هغه دې هم له سختي، خشونته، د مخاطب له سپکاوي اوپر هغه باندې له بې ځایه تور لګولو، رټلو، ګواښلو، ښکنځلو او بې انصافي څخه خالي وي.

په بل ځای کې الله تعالی فرمايي:
وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ .

ژباړه: تاسي له اهل کتابو سره بحث مه کوئ مګر په ښه ډول. نو دا حکم خو الله تعالی د اهل کتابو په اړه فرمایلی نو له مسلمان ورور سره د بحث کولو په مهال خو ډېر پام کول په کار دي تر څو زړه يې مات نه شي ، اود بدو ردو، بې ځایه سختي او ښکنځلو له کبله ضد ته وتړل شي او له همدې امله بیخي له حقې لارې منکر نه شي.

په بحث او مجادله کې د انبياؤ کړنلارې:

 قرآنکریم د انبیاء کرامو د بلنې له کړنلارو، او له کفارو سره دهغوي د مجادلو پر مهال له  لارښوونو او تګلارو ډک پروت دی. په قرآنکریم کې چیرې هم داسې نه دي راغلي چې کوم نبي دي د حقي  لارې په مخالفانو پسې یو دروند یا ناوړه توری هم ویلی وي. د دې مثالونه خو بیخي ډېر دي موږ  دلته يواځې د یوڅو انبیاء کراموپر یادونه بسنه کوو:

د اعراف د سورة په اوومه رکوع کي له ۵۹ آیت څخه تر ۶۷ ایاتونو پورې د دوو پیغمبرانو حضرت نوح علیه السلام او حضرت هود علیه السلام سره د هغوي د قومونو د مجادلې ، او ددوي پرخلاف د ناوړه تورونو لګولو، افتراء، بهتان او تهمت ويلو په بدل کي د دغو نبیانوغبرګون او کړنلاره په ښکاره تورو روښانوي .

۱- حضرت نوح علیه السلام د الله تعالی هغه اولوالعزمه پیغمبروو چې د بې ساري اوږده عمر په لرلو سره په نړۍ کي وتلی دی. پوره نهه نیم سوه کاله شپه او ورځ خپل قوم ته په بلنې ،نصیحت، تبلیغ اود هغوي پر اصلاح  بوخت پاتې شو. مګر د ګوتو په شمېر له یوڅو کسانو پرته دې بد بخت قوم د حضرت نوح علیه السلام یوه خبر هم ونه منله ، نور خو لا پرېږده، خپل زوی او مېرمن يي هم د کفارو ملګري شول.

د بلنې له دې ټولي خېرخواهي او خواخوږي سر بېره قوم بیا هم ورته وویل :   

إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ .

ژباړه: مونږ تا په یوه ښکاره ګمراهي کې وینو. نو اوس که د نوح علیه السلام پر ځای بل څوک وا ځواب به يي څه وو…؟ او له قوم سره به يي لهجه څنګه وه…؟

مګر نوح علیه السلام د دې پرځای چې د سرکش قوم د ګمراهیو او بدکاریو پرده ورپورته کړي، په خورا نرمه او له زغمه په ډکه لهجه قوم ته فرمايي :
يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي ضَلَالَةٌ وَلَٰكِنِّي رَسُولٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ .

ژباړه : ای قومه:زه بې لارې نه یم بلکې د رب العالمین له لورې رسول (ټاکل شوی) یم.

۲- همداراز د حضرت هود علیه السلام قوم سره له دې چې د هود علیه السلام د نبوة معجزې يي د سر په سترګو ولیدې، بیا يي هم د خپل عناد له مخې حضرت هود علیه السلام ته وویل:  تا پخبله دعوا باندی کوم دلیل رانه وړ، ځکه نو مونږ خپل معبودان(بتان) نه پرېږدو بلکې موږ خو لا دا وایو چې تا زمونږ د معبودانو په شان کې بې ادبي کړیده ځکه ته په جنون (لېوتنوب) اخته شوی يي.
 حضرت هود علیه السلام پخپل شان کي د دې ټولو بدو ردو له اورېدو وروسته ورته وفرمایل:اني اشهدالله ، واشهدوا اني برئ مما تشرکون. یعنې زه خدای شاهد ګرځوم او تاسي هم ګواهان اوسئ چي زه له دې بتانو چې تاسې يې له خدای سره شريکان ګڼئ، بري اوبې زاره یم. (سورة هود)

د هود علیه السلام قوم ورته وویل:  إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ.
ژباړه: موږ وينو چې ته په سفاهت (بې عقلۍ) اخته يې او زموږ خیال دی چي ته له دروغژنانو څخه يې (سورة الاعراف)

د قوم د دې زړه ازاروونکي وینا په ځواب کي حضرت هود علیه السلام نه د هغوي سپکاوی وکړ، نه يي بد رد ورته وویل، نه يې د ناوړو ځواب په ناوړو ورکړ. نه يې د هغوي د بې لاري توب طعنه ورکړه، او نه يې په خدای جل جلاله باندې د هغوي د افتراء له امله هغوي ته څه وویل. بلکې په ځواب کې يې ورته یواځې دومره وویل چي: یا قوم لیس بي سفاهة، ولکني رسول من رب العالمین.
ای زماقومه: زه بې وقوفه یا کم عقله نه یم ،ب لکه زه رسول د رب العالمین یم.
۳- همداراز کله چې حضرت شعېب علیه السلام د انبیاؤ له کړنلارې سره سم خپل قوم په راکړه ورکړه، تللو اوخرڅولو کی له کمي کولو را وګرځاوه، نو قوم پر هغه ملنډي وهلې او له سپکاوي او توهینه ډک داسي خطاب يي ورته وکړ.
قَالُواْ يَا شُعَيْبُ أَصَلاَتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاء إِنَّكَ لَأَنتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ. (سورة هود)
ژباړه: ای  شعیبه ! آیا ستا لمونځونه تا ته د دې امر کوي چې موږ د خپل پلار نیکه معبودان پرېږدو او دا چي په هغو شتمنیو کې چې زمونږ په لاس کې دي له خپلې خوښي سره سم چي څه غواړو هغه ونکړو؟ په رښتیا چې ته ډېر هوښیار او په دین باندي عمل کؤنکی يي!!!.
قوم یو خو دا پيغور ورکړ چې ګوا کې ستا لمونځونه تا ته دا د بې عقلۍ لار در ښيي،ب له دا چې زموږشتمني زموږ ده . راکړه ورکړه يې هم په موږ پوري اړه لري ستا او ستا د خدای يي زموږ په شتمنۍ کې څه کار؟
دریم يې په حضرت شعیب علیه السلام باندي استهزا او ملنډه هم ووهله چي په مونږ کي نو یواځي ته ډېر هوښيار او په دین مین يې!!!.

مګر د دې ظالم قوم د سپکونکي او زړه ازارونکي وینا په بدل کې حضرت شعیب علیه السلام وفرمایل: قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىَ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاَحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ  (هود۸۸)
ژباړه: ای قومه: دا خو ووایاست که چیرې زه د خپل پالونکي له لوري په دلیل باندي ولاړ يم او هغه ماته له خپله لوري غوره شتمني(نبوة)راکړی وي نو بیا زه څنګه دهغه تبلیغ ونه کړم؟ او زه چي تاسي ته څه تبليغوم  پخپله هم د هغو پر خلاف چلن نه کوم، زه خو بس یواځې اصلاح غواړم څومره چي مي په توان کې وي اوماته چي د اصلاح او عمل څومره توفیق راپه برخه کیږي دا یواځي د الهي مرستې له امله دی، زه پر هغه ذات باندې وېسا کوم اوپه خپلو ټولو کړو وړو کې د هغه خواته رجوع کوم.

۴- حضرت موسی او حضرت هارون علیهماالسلام چې کله الله تعالی د فرعون خواته  د الهي دين د بلنې او له بغاوت او له خدای جل جلاله نه د سرکشۍ د نه کولو د تبليغ لپاره ور واستول نو يې ورته وفرمایل چي: وقولا له قولا لینا.

او تاسې وکړئ هغه ته نرمه خبره. حضرت موسی علیه السلام سره له دې چې دغه الهي فرمان يی پرخپل ځان عملي کړی هم وو او فرعون ته يې په ډيره پسته او خوږه ژبه د الله تعالی وحدانيت، صناعيت او خالقيت بيان کړ او نوموړی يې خپل بغاوت او سرکشي ته متوجه کړ او ترې ويې غوښتل چې د الله تعالی احکامو ته غاړه کيږدي، له بغاوت او شرخوښونې لاس واخلي، مګر بیا هم فرعون ورته سخت ځواب ورکړ، او احسانونه يي پرې وبلل چي ته خو موږ په خپل لاس  را لوی کړی يي، له تا سره مو ډيرې ښېګڼې کړيدي خو تا د دې پر ځای چې زموږ احسان ومنې، قبطي وژلی وو ….او حضرت موسی او هارون علیهماالسلام يې مایوسه کړل، خو پدې سربېره دوي فرعون ته کوم ناوړه توری ونه کاراوه، او د فرعون د خبرو ځوابونه يې په خورا ښه ډول ورکړل. د فرعون او حضرت موسی علیه السلام تر منځ دغه اوږدې خبري د شعراء سورة په دریو رکوعو کي بیان شوي دي چي له سره ترپایه د حضرت موسی علیه السلام په خبرو کي نه له احساساتو کار اخیستل شوی، نه يې دفرعون د بدو خبرو ځواب په بدوتورو ورکړی، نه يي د فرعون د سختو خبرو په ځواب کې کوم سخت توری تر خولې ایستلی، بلکې په پرله پسي ډول يې د الهي صفاتو بیان ورته کړی اود تبلیغ لړئ يي روانه ساتلي ده.

بحث، مجادله او زموږ دندې او رسالت:

الهي لاري ته بلنه په اصل کي د انبیاؤ کار دی، خو له انبیاؤ وروسته دا کار د هغوي وارثانو (علماؤ طالبانو) ته په میراث ورپاتې دی . نو اړینه ده چې د دې لارې چارې دې له انبیاؤ زده کړل شي. هر بلونکی او داعي ښايي بل ورور ته د بلنې  یا له هغه سره د بحث مباحثې پر مهال د بلني او بحث دغه نبوي بنسټونه په پام کې ونیسي . کله چي خدای پاک جل جلاله د فرعون په څېر له یوه کافر اوسرکشه سره چي مړینه يي له خدايي علم سره سم په کفر باندي کیدونکي ده د نرمي او تلطف سپارښتنه کوي، نو نن سبا چي موږ څوک رابولو هغه تر فرعون ډېر ګمراه نه دی، او نه موږ د موسی او هارون علیهما السلام په څېرلارښوونکي او بلونکي یو .نو کله چي الله تعالی پیغمبران له مخاطب سره له سختو خبرو، توهینولو او سپکولو راګرځولي دي، نو نن ما او تا دا حق له کومه کړ چې خپل مخاطب ته ستغې سپورې کوو، توهینوو يې او له سپکاوي يې هم نه یو تېر.

 کومه بلنه یا دعوت چي د انبیاء کرامو له پورتنيو سنتونو خالي وي هغه د دعوت پر ځای د عداوت، جنګ او جګړې لامل ګرځي.

دا د نبیانو د بحثونو یوه بېلګه وه چې د خپلو دښمنو او ضدي قومونو په مقابل کي يي کړي وو. ښکاره ده چي دا څه د قرآني لارښوونې جادلهم بالتي هی احسن  عملي تشریح ده .الله تعالی دې موږ ټولو مسلمانانو وروڼو او خويندو ته د ژوند په هر ډګر کې په نبوي سنتونو د عمل کولو توفیق راپه برخه کړي.آمین  ثم آمین .   

                                 پـــــــــــــــــــــــــای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د