نظــر

آیا طالبانو ملکیان وژلي که خلقیان ؟

زخمي افغان

د کمونیستي خاد اړوند د شش درک د اووم او لسم ریاست نومونه به مو ضرور له هغو افغانانو اوریدلي وي چې دجابر کمونیزم له ژرندې ژوندي راوتلي.

هوکې د کمونیستي خاد دغه ریاستونه اوس هم فعال دي،د طالبانو له سقوط وروسته د استخباراتو یوازې نوم له خاد څخه په ملي امنیت اوښتی ، نور یي تشکیلات، کدرونه، ریاستونه او عمودي او افقي جوړښت ټول هماغه دی چې په کمونیستي عصر کې فعال و او د افغانانو په هډوکو او غوښو یي د ظلم او قساوت میچنې چلولې.

د خاد په لسم، اولسم ، نوویم او نورو ریاستونو کې اوس هم هماغه پخواني قساوتګر کمونیستي مستنطقین، له هماغو نجسو څیرو، خرېیلو ږیرو، کجکو، او بیټلي بریتونو سره فعال دي،چې ددې اولس په متدینو زامنو د وحشت او دهشت تجربې کوي.

راځئ دلته درته د لوګر د برکي برک د یوه بي ګناه اوسیدونکي څو خبرې رانقل کړم چې د خاد د نوویم ریاست د وضعیت له حاله مو خبروي نوموړی وایي: په دې ریاست کې مستنطقین او شکنجه ورکوونکي ټول دپاخه عمر خاوندان وو ، چې ږيرې یې خریلې وې خو دسپینو ویښتانو سرونه به یې راوتلي وو ، او له خبرو او چلند څخه یې داسې معلومیده چې ټول پخواني کمونیستی خادیان دي ، چې اوس بیا په همدې ریاست کې په دنده ګومارل شوي دي په لومړی شپه دری کسان دتحقیق لپاره راغلل ، په داسې حال کې چې زما لاسونه او پښې تړلي وو ، دوی پوښتنې پیل کړې ، په پوښتنو کې یې رانه غوښتل ترڅو ورته ووایم چې زه له طالبانو سره کار کوم او دا یا هغه فعالیتونه مې کړي ، ما ورته وویل چې زه غریبکار سړی یم ، چې له هیچا سره هم تړاو نلرم ، ددوی خبرې ورورو توندیدلې تردې چې تروهلو خبره ورسیده ، څو ځله یې سخت سخت ووهلم ، او بیا به یې تحقیق رانه پیل کړ، په دې مابین کې دوی ته ډوډۍ راغله ، دوی سره له دې چې ډوډۍ خوړله هم یې تحقیق ته ادامه ورکوله او راته ویل یې چې که زموږ سوالونو ته سم ځواب ووایې ډوډۍ به هم درکړو .

ترڅو ساعتونو پورې ددوی پوښتنې او ورسره وهل ټکول او ښکنځلې روانې وې ، وروسته یې دشپې ناوخته یو صندوق غوندې شی راوړ چې خلاص یې کړ معلومه شوه چې دایوه برقي ماشین دی ، له دې ماشین څخه یو برقي لین او دوه چنګکونه راوتلي وو ، چې یو یې زما په ښي غوږ او بل یې په چپ غوږ کې رابند کړ او وروسته یې ماشین چالان کړ ، دماشین له چالانولو سره ماته سختې برقې جټکې راکړل شوې ، او پله پسې بې اختیاره له ځمکې نیغ نیغ پورته کیدلم او بیرته په ځمګه غورځیدلم ، په دې حالت کې سره له دې چې پوره په ځان نه پوهیدلم خو سخت درد او ناکراري مې حس کوله ، تقریبا ترڅلورو دقیقو پورې په همدې حالت کې په ځان پوهیدلم او وروسته بې هوښه شوی وم نه پوهیږم چې ترڅومره وخته به دغه دبرقي شارټ جریان روان وو ، کله چې بیرته راپه هوښ شوم ، جنګکونه مې هماغسې په غوږونوکې وو ، خو ماشین بند وو ، له دې وروسته یې بیا هم همداسې تحقیق ته دوام ورکاوو ، او غوښتل یې په دروغو اقرار رانه واخلي ، په راتلونوکو څلورو شپو کې پله پسې همدغه دبرقي شارټ شکنجه راکړل شوه ، چې ډيره سخته وه ، ترهغو به یې په برق کې پریښودلم چې بې هوښه به شوم او کله به چې په هوښ راغلم نو دپښو تلو به مې سخت درد کاوو او وینې به ترې روانې وې ، داسې معلومیده چې دوی دبې هوښۍ په حالات کې دبندي په پوندو او تلو کې ستنې ور چوخولې ، ترڅو معلومه کړي ، چې رښتیا بې هوښه دی که یې ځان په بې هوښي اچولی ، دستنو په دې چوخولو خو زه دبې هوښې په حالت کې نه خبریدلم خو وروسته به یې سخت درد کاوو .

دغه بي ګناه بندي زیاتوي: په لومړیو څلورو شپو کې دوی ماته دبرقي شارټونو سزا راکوله ، خوکله مې چې ددوی له خوښې سره سم اقرار ورته ونه کړ نو بیا یي څو شپې یوه بله سزا راکوله چې ډیره سخته وه ، دوی هلته دبندیانو دتعذیب لپاره داسې چپرکټونه جوړ کړي وو ، چې دلاندې په شان یې څلور پښې پورته هم درلودې ، په دې چپرکټ کې به یې ستوني ستغ څملولم ، په سینه ، نس او پښو به یې یو یو کلک مزی راوچاوه او په کټ پورې به یې ټینګ وتړلم ، وروسته به یې کټ په څوکسانو ونیو او سرچپه به یې په پورتنیو پښو کيښود، دلته به سړی له کټ څخه لاندې ځړېده اویوازې به په هماغو دریو مزیو باندې بند وو .

په دې حالت کې به یې تقریبا تر دری دری نیم ساعته پورې پریښودلم ، په دې وخت که به دسړي په بدن کې دوینې جریان ودریده ، دغه دری مزي به دسړي په بدن کې ننوتل ، او ترمنځ غوښه به یې غوټه غوټه راوپړسیده ، سړي به هره شیبه داسې فکر کاوه ، چې رګونه یې پري کیږي او ساه یې وزي ، زړه به سخت ټکانونه کول ، دغه سزا یې ماته څلور شپې راکړه ، او له هرځل سزا وروسته به یې راته ویل ، چې څنګه له طالبانو سره دتړاو خبره منې او که درباندې ویې منو !

په دې سزاګانو سربیره د ۹۰ ریاست استخباراتي کارمندانو بندیانو ته نور هم په مختلفو طریقو تعذیب او تحقیر ورکاوو ، مثلا ډیرې فاحشې ښکنځلې او بدرد یې ویل ، له بندیانو یې ږیرې شکولې ، او بدبد نسبتونه یې ورته کول ، زما دکوټې زابلي ملګري دنورو سزاګانو هم راته وویل لکه بندي په ساعتوساعتو په هوا کې راځړول ، دبندیانو په تناسلي آلو پورې درانه وزنونه ځوړندول او داسې نور ، په خپله دهمدې زابلي بندي دتعذیب په مهال دپښو او سر هډوکي مات شوي وو دغه راز یې په صورت دسختو زخمونو داغونه وو.

د بندي له قوله د استخباراتو دغه بې رحمه شکنجه ګر ټول پخواني خلقیان او پرچمیان و چې اوس یی له موقع څخه په استفاده د مسلمان اولس په زامنو خپلې سینې یخولې.mandagarد کابل چاپ ماندګار ورځپاڼې له قوله په پروني برید کې د استخباراتو شاوخوا څلور سوه کارمندان مړه او ټپیان شوي دي چې د ریاست د مرستیال فخري او بل لوړ رتبه غړي عباس دانش په شمول د سرکسان یي هم په کې شامل دي.

دا چې په دې برید کې طالبانو په ډیر دقت د مار سر په نښه کړی او دروند زیان ور اړولی دی، نو دولتي لوري د خلکو د خطا ایستلو او خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره دا خبره راپورته کړې چې ملکي خلکو ته درانه زیانونه اوښتي.

kabul blast map

تاسو دلته په نقشه کې ددغه ریاست موقعیت کتلی شئ چې له ملکي کورونو څومره لرې دی، په داسې حال کې چې برید وختي شوی او موسم هم باراني و، دا اټکل ډیر بعید دی چې ملکي خلکو ته دې دومره زیان رسیدلی وي.

په هرحال دا د اټکل وړ ده چې ځیني ملکی خلک د ښيښو په پارچو سطحي ټپي شوي وي، لکه تراوسه چې رسنیو یوازې د سطحي ملکي ټپیانو ځیني انځورونه خپاره کړي دي، مګر نورې رسنۍ هڅه کوي د پخوانیو چاودنو انځورونه خپاره او د خادي کمونیستانو د تلفاتو واقعیت پټ کړي.

په هر حال ، هیوادوال باید بیدار واوسي او د غرضي رسنیو په غلطو راپورونو خطا نه شي، د لاسپوڅه حکومت وروستي فریادونه چې د ملکي تلفاتو موضوع پورته پورته کوي په حقیقت کې ددوی په درنو ځاني تلفاتو ګواهي ورکوي چې په پروني برید کې ورته رسیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کریم

زه نه وایم چی د امنیت په ریاستونو کی به شکنجی نه وی . ولی طالبان نه شی کولای خپل برید توجه کری. پدی برید کی 70 فیصده تلفات ملکیانو ته رسیدلی دی او باران د پیشی نه وروسته پیل شو . دغه ساحه کی ملکی گنه گونه دیره زیاته وه .

انجیتر کریم

زه حیران یم ، چه د غلامانو او بادارانو ته عقل ، شرم ، زور ، انسانیت او منطق له کومه کړو ، چه دوی ته ورکړی شی ، دوی نه عقل لری ، نه شرم ، نه زور ، نه انسانیت ، نه افغاانیت او نه کوم ښه منطق لری د اسلامیت خو هډوله څه نه وایو، په دی ټولو سربیره ځینی یی د حق پلویانو د نومونو غلا کوی ، د دی دپاره چه د خپلو زړو او مغزو په شان د مظلوم اولس زړونه او مغزونه هم پریمنځی ، انجینر کریم زما نوم دی او زه څرنګه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x