شعـــــرونه

اشرف المخلوقات «نظم»

نورګل شفق 

زه انسان یم؟
زه اشرف المخلوقات یم؟…

زه له خاورې نه پېدا، دنیا مې اور کړه
پريښته مې شرمنده د خدای په زور کړه
هره ټنډه مې دې ما په لور نسکور کړه
ما لمن د وږي خپل ځان لره شکور کړه
زه شیطان یم، زه نمرود، زه سومنات یم
زه انسان یم، زه اشرف المخلوقات یم…

زه اوبه یم خو ډبرې مې خوراک دي
زه مرمۍ یمه، ککرې مې خوراک دي
د یو بل انسان وزرې مې خوراک دي
لافې، دروغ، سپکې او غورې مې خوراک دي
له خپل ځان نه دومره، دومره ولې زیات یم؟
زه انسان یم؟ زه اشرف المخلوقات یم؟…

جوړومه جنتونه، دوزخونه
زه پیېمه پړو، تورو کې سرونه
زه کرمه په بارتو کې ګلونه
زما بېلې طریقې او سنتونه
بل ته جوړ یم، خو بس خپل نفس ته مات یم
زه انسان یم، زه اشرف المخلوقات یم…

اې آدمه! زما خټه شیطاني شوه
که حوا وه، که یې لور وه، قرباني شوه
که کتاب، که صحیفه وله، ټپي شوه
د انسان ساه هم بدله په لوګي شوه
اې آدمه! وایه، وایه زه دې ذات یم؟
زه انسان یم؟ زه اشرف المخلوقات یم؟…

بس د دین په نوم سودا ده، خرڅوم یې
د پښتو په نوم وبا ده، خرڅوم یې
دود، رواج، هره بلا ده، خرڅوم یې
د بل حق خو نو طِلا ده، خرڅوم یې
نه د ژرندې شوم او نه هم د جومات یم
زه انسان یم، زه اشرف المخلوقات یم…

که یو بل ابن آدم راته محتاج دی
کاروم یې د وجود غړي، رواج دی
چا پخپله زما په پښو کې ایښی تاج دی
خدایه! ستا په پاچاهۍ کې د بل راج دی
ویشل شوی نن پخپل ځان پسې سکات یم
زه انسان یم؟ زه اشرف المخلوقات یم؟…

ځان ته تیږه یم خو بل ته آیينه یم
پټ ابلیس یم خو په ویښه پرېښته یم
زه د هر ژوي قاتل او هدیره یم
خدایه! ستا د نُور زه څه ډول حصه یم؟
چې پیدا دې کړم، نو ولې دې میرات یم؟
زه انسان یم؟ زه اشرف المخلوقات یم؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x