ترکیې اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیولی مارغه خوشې کړ
ترکي ورځپاڼو لیکلي چې ددې هیواد چارواکو هغه مارغه خوشی کړی چې دوه میاشتې مخکې يې اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیولی وه.
دا کیسه هغه وخت پیل شوه چې کله د سوریې حدودو ته نږدې د ترکیې په یوه سیمه کې یو ترکي بزګر یو مارغه ولید چې په پښه کې یې اوسپنیزه کړۍ پرته وه، او د (۲۴۳۱۱ تل ابیب- اسرائیل) عبارت پرې لیکل شوی وه.
د سیمې اوسیدونکو تر نیولو وروسته ځايي چارواکو ته وسپاره.
ویل شوي چې دا مارغه د “باز” له نسله وه.
دې مارغه په ترکیه کې خپل دوه میاشتنی بند تر سختو طبي پلټنو لاندې تیر کړ، ترڅو معلومه شي چې ایا د بدن په کومه برخه کې یې بې اندازې کوچنۍ عکس اخیستونکي کامرې یا اواز ثبتوونکي آلات نصب دي او که نه.
خو د جمعې په ورځ ترکي چارواکو اعلان وکړ چې د X-Ray ماشینونو په واسطه د پرلپسې پلټنو نه وروسته په مارغه کې د څارګرۍ وسائل ونه موندل شول، او پرېښودل شو.
د یادونې وړ ده چې ورته پیښه د روان کال د جنوري په میاشت کې په مصر کې هم رامینځ ته شوې وه.
د مصر امنیتي کسانو یوه مرغۍ چې د کوترو له نسله ګڼل شوې نیولې وه. د مرغۍ په یوه پښه یو لیک تړل شوی وه او په بله پښه کې یې د انځور اخیستلو یوه ډیره کوچنۍ کاسیټ پرته وه.
د مصر امنیتي کسانو یاده مرغۍ او ورسره نیول شوي اسناد جنايي لابراتوار ته واستول خو د نتیجې په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.