ایا یواځي د پیښې غندنه ستونزه حل کولای شي؟!!

نن ټکی اسیا – سرليکنه: تیره ورځ کابل ښار یوځل بیا د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و.

داسې چاودنه چې د پیښې له ځایه یې ډیر لیرې د ولسي خلګو زړونه او کورونه هم ولړزول.

په ځاني او مالې لحاظ د دې درنې پیښې په وړاندې دچارواکو غبرګون بیاهم د معمول مطابق یواځې د پیښې غندل او په هغې کې د بهرنیواستخباراتي کړیو لاس لرل و.

د دغسي پیښو په وړاندې د چارواکو دا ډول بي معنا او بي ارزښته غبرګونونه له دې پرته چې د نورو دا ډول پیښو د تکرار لامل وګرځي بله هیڅ ستونزه نشي حل کولای.

دا چې په هیواد کې موعملا د جګړو موسم پیل شوی او وسله والو طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړي نو په کاردی چې د هیواد امنیتي او کشفي ارګانونه د فوق العاده پوځي او امنیتي احضاراتو په حال کې اووسي.

پرونۍ پیښه د کابل په زړه د دفاع وزارت او ارګ په څو میتري کې رامنځته اوهدف یې د استخباراتو لسم ریاست چې د مهمو دولتي چارواکو د امنیت ساتلو مسؤلیت لري و.

حقیقت خبره داده چې داسې مهمې ساحې او مهم مرکز ته له منفجره توکو ډک موټر او وسله والو کسانو رسیدل د مهموامنیتي کسانو له پوره مرستې پرته بلکل ناشونی کاردی.

د ګډ حکومت چارواکي وړاندې تر دې چې پیښه او دهغې عاملین وغندي لومړی باید له خپلو امنیتي او کشفي ارګانونو دا وپوښتي چې دا پیښه څرنګه رامنځته شوه ؟

هغوی باید دا معلومه کړي چې څرنګه له چاودیدونکو ډک موټراو متعدد وسله وال کسان وتوانیدل چې له لسګونو امنیتي پوستو او مراقبتي کامرو څخه په خوندي ډول تر خپل هدف پوري ځان ورسوي؟

دا لومړی ځل نه دی چې حساس امنیتي او دفاعي مراکز تر دغسي بریدونو لاندې نیول کیږي خو هیڅکله یې هم دولتي چارواکو د هغو په اړه د مسؤلیت احساس نه وکړ.

پرون په یوه ورځ کې د کابل ښارتر ټولو خوندې او مهمې سیمې د دو بریدونو شاهدې وي ، د دې هم هیڅ اطمنان نشته چې نن اوسبا دي بیا کوم نور دولتي مراکز تر دغسي خونړیو بریدونو لاندې را نشي.

دا چې زمونږ امنیتي ځواکونه دهیواد په پایتخت کې د مهمو دولتي ارګانونو اوخپل ځان امنیت نشي ساتلی په کندوز، هلمند، نورستان بدخشان او …کې به د عامو ولسي خلګو امنیت څرنګه وساتلی شي؟

د ګډ حکومت چارواکي باید ځان پوه کړي چې د هغوی دا ډول حکومت ولي چې د ارګ په خوله کې خپل ځان د ساتنې او خوندیتوب وړتیا نه لري هیڅکله د مشروعې اوسالمې حکومت ولۍ معنی نه لري؛ بلکې هغه یواځې په هیواد کې د جګړې د تداوم مسؤلیت دی چې د امریکایانو لخوا د دوی پرغاړه ور اچول شوی.

هغوی ته په کار دي چې نور له داسې فاسد ، بي کفایته او ناتوانه حکومت چې د نصب او تمدید واک یې هم بهرنیانو په لاس کې وي لاس په سر او پریږدي چې افغان ولس د پردیو له وصایت او حاکمیت پرته د خپل راتلونکي په اړه پریکړه تصمیم ونیسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د