fbpx

ولسي جرګه: د لسم ریاست کارکوونکي تر چاودنې وړاندې په ډزو وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګه وايي چې د ملي امنیت د لسم ریاست په پرونۍ پېښه کې وژل شوي کسان تر چاودنې وړاندې په ډزو وژل شوي دي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ملي امنیت پر لسم ریاست د شوي بريد اړوند بحثونه وشول، چې د دې ادارې ۴۰۰ تنو ته پکې مرګ ـ ژوبله واوښته.

په ولسي جرګه کې د پنچشير د خلکو استازی زهیر سعادت وايي چې د ملي امنیت «شهیدان» تر چاودنې وړاندې پر بې غږه وسله په ډزو وژل شوي دي.

هغه وايي چې له بريدګرو سره د ریاست له د ننه کلکه همکاري موجوده وه، چې باید پوښتنه او جدي پلټنه يې وشي.

د ولسي جرګې بل غړي میردادخان نجرابي وايي چې له چاودېدونکو توکو ډک ټانکر له ریاست سره څېرمه په یوه ریاست کې شپه تېره کړې، خو مسوولیت يې هیچا په غاړه نه دی اخیستی.

د هغه په خبره ولسمشر د کندوز په پېښه کې جدي اقدامات وکړل خو پر دې پېښه غلی دی او په سیمه کې د مسوولو چارواکو په اړه هیڅ ګام نه پورته کوي.

تېره ورځ طالبانو د ملي امنیت اړوند لسم ریاست تر بريد لاندې ونیو چې د ماندګار ورځپانې له قوله د دې ادارې ۴۰۰ تنو په کې مرګ ژوبله واوښته.

د ولسي جرګې ګڼو غړو له یاد بريد وروسته دولت ناکام بللی او د حکومت پر مشرانو يې غږ وکړ، چې استعفاوې دې ورکړي.

ولسمشر غني د پېښې په غبرګون کې ويلي چې د هر څاڅکي وينې انتقام به واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د