
نورستانیان وايي وکیلانو کړي ژمني په سلو کي پنځه فیصده هم نه دي ترسره کړي
نورستان د هیواد په ختیځه برخه کي پروت ولایت دي ددي ولایت ډیري ولسي وګړي یادونه کوي چي لا تر اوسه د نورستان د ډیرو برخو اوسیدونکي د ژوند له لومړنیو اسانتیا بي برخي دي د نورستان کامدیش برګمټال منډول نورګرام او د دواب اوسیدونکي په ولسي او مشرانو جرګه کي د نورستان نماینده ګان په دي پړه بولي چي یوازي ددوي ټوله پاملرنه او توجه وایګل او وامه ولسوالۍ ته ده ولي چي د دواړو جرګو وکیلان ددي ولسوالیو څخه دي د کامدیش یوتن قومي مشر مولوي عبدالرحمن وايي چي د په ولسي جرګه کي احمدالله موحد ډاکټر پروین او همدارنګه په مشرانو جرګه کي د نورستان د خلکو استازي حافظ عبدالقیوم او حضرت شاه نورستاني تراوسه پوري داسي څه نه دي کړي چي دوي یي ورته د کار په سترګه وګوري
دده په وینا چی د یادو وکیلانو غوښتني یوازي خپلو ولسوالیو پوري محدودی دي
عبدالرحمن ټینګار کوي چي ددي ولایت د کامدیش اوسیدونکي له تیرو لسو کالو را په دیخوا قربانۍ ورکوي ولي تر اوسه یی وکیلانو لخوا نوم هم نه دي اخیستل شوي
د دواب یو تن قومي مشرا سراج الرحمن مدني وايي د نورستان هر وکیل ساختماني شرک لري او او ددي لاري ددي ولایت ډیري د بیارغوني پروژي تر لاسه کوي چي ډیري يي د وایګل په نوم ویستل شوي خو یوازي یی ترسره کیدل د کاغذ پرمخ شوي دي ولي عملي بڼه نه لري
د منډل یو تن اوسیدونکي نقیب وایي چی نورستاني وکیلان د بیارغوني په ټولو کارونو کی لاس وهنه کوي دده په وینا چی منډول ولسوالۍ کی د بیارغوني روغتیا امنیت او نورو برخو کارونو نیمګري دي نقیب زیاتوي چي منډول ولسوالۍ ته یو شمیر د بیارغوني پروژي منظور شوي وي خو د وزارتونو پر مشرانو د ولسي جرګي د وکیلانو زیات فشار ددي لامل شوي چی یادي پروژي د وکیلانو د ساختماني شرکتونو په نوم وویستل شي او پیسي دي د وزیر او وکیل ترمنځ وویشل شي
د نورګرام د ملیل یوتن اوسیدونکي بلال وايي چي په مشرانو او ولسي جرګه کي د دوي نماینده ګان اوس یوازي د پیسو په لالچ کي دي او د نورستانیانو سره کړي ژمني يي په سوچ کي هم نشته نوموړي وايي چي وکیلان په دي باور لري که پیسي ولري د پیسو په زور دوي ځان د بیا ځل لپاره بریالۍ کولۍ شي
د برګمټال یو تن اوسیدونکي بازمحمد وايي سره له دي چي د نورستان نمیانده ګان د خپلو شخصي موخو لپاره کار کوي بلکي دوي په نورستان کي ژبني او قومي تغصب ته لمن وهي
د مرکز پارون یو تن اوسیدونکي جلال وايي داسي شواهد په لاس کي لری چی د مرکز لپاره د عامي روعتیا وزارت لخوا منظور شوي روغتون د وکیلانو او سناتورانو د قومي او ژبني تعصب پر اساس یی کارونه بیرته ځنډیدلي دي
خو بیا یاد وکیلان وايي چي تر اوسه یی د نورستان په برخه کي ډیري کارونه ترسره کړي دي د دوي په وینا چی قومي او ژبني تعصب یا د یوي سیمي لپاره کار کول ددوي له دندو نه دي
دا بیا په داسي حال کي ده چی نورستان ولایتي مشران هم د وکیلانو د بي ځایه لاس وهنو څخه نور تر پوزي رسیدلي او ډیري ځل دوي د وکیلانو د لاس وهنو څخه شکایتونو هم کړي دي