شعـــــرونه

غزل: عمران ظاهر

عمران ظاهر

ما لوستلې بلندي ده منارو کې
د پښتو قانون مې لوستى دې درو کې

تا د ژوند خوښۍ ليدلي خو زوال نه
مونږ رالوی شو له کمرونو نه لوېدو کې

دا چې هسک يمه او هسک به يم تر تله
ما لوستلې سر ټيټي ده سيپارو کې

ته د ژوند خوږو لمحو له لارې ورک کړې
زه به تلمه تر هدف تېرو اغزو کې

ديد د سترګو رڼاګانو درنه واخيست
سترګې خلاصې شوې زمونږ تورو تيار کې

دا چې سپک خويونه نه کړو عزتمند يو
موږ زده کړې سنګيني ده درندو غرو کې

ښکاري راشه او د ښکار مزه يې واخله
مستې زاڼې دي راټولې کنارو کې

دا چې ګرځمه تنها له هوس لرې
ما ليدلې تنها يي خړو قبرو کې

موږ که اوړو له درياب لامبو مو زده ده
ورګډ نه شې سيند دې وړي مستو څپو کې

ځان او زړه چې ملبس په عقيده وي
وي آذاد که وي تړلى زولنو کې

د عمران ماته قلمه ماتو کرښو
ژوند زموږ دى خو مو نه دى په لاسو کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x