شعـــــرونه

اوښکې مه تویوه: نصيب رحماني

نصيب رحماني

ته دې مکاره اوښکې مه تویوه
ماته په لاره اوښکې مه تویوه

ته میخانې ته ځې ساقي ته ګورې
نورې خماره اوښکې مه تویوه

زه دې نفرت له داسې څه نه کوم
بس منت باره اوښکې مه تویوه

چې مې ټاټوبي ته ښکلا ورکوي
له دنګ چیناره اوښکې مه تویوه

رحماني وایي په سلګو،سلګو کې
زما لپاره اوښکې مه تویوه
ـــــــــ
رحماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x