fbpx

د دویم خلیفه -عمر- (رضي الله عنه) له کفن سره څه شی خښ شول؟

ژباړه: حـمد الله (دانشمــــند)

یوه ورځ عمر(رضي الله عنه) په خلکو تېرېدی په داسي حال کې، چې ځان یې په چا نه پېژانده تر څو د رعیت(اولس) په کامله توګه څارنه وکړي، په یوه زړه بوډۍ ور پېښ شو، ورته کړه یې: د عمر تګلاره څنګه ارزوې؟

بوډۍ ورته وویل: زما له لوري دې الله پاک ثواب نه ورکوي.

یاد خلیفه (رضي الله عنه) ورته وویل: ولي!

هغې ور غبرګه کړه: قسم په الله پاک چې هغه ته د خلافت دنده سپارل شوې له هغه مهاله د هغه له ورکړو نه ماته نه یو دینار، نه یو درهم لاس ته راغلی.

هغه (رضي الله عنه) ورته وویل: عمر ستا په حال څه خبر وو ته په داسې سیمه کې او سېږې؟

هغې ورته وویل: سبحان الله! په الله پاک قسم زما په آند یو څوک د اولس چارې تر هغه په غاړه نشي اخیستی تر څو یې چې د هغوی ختیځې او لوېدیځې څنډې په څار کې نه وي نیولې.

هغه (رضي الله عنه) و ژړل بیا یې وویل: اې عمره! د هر چا د پوهي کچه تر تا لوړه ده آن زړې بوډۍ لا هم له تانه د پوهي په ډګر کې ځواکمنې دي.

نوموړي خلیفه (رضي الله عنه) ورته ویل: اې د الله پاک منځې! د عمر له لور ي ستا پر حق تېری په څو پلورې؟ زه یې په مټ عمر ته له اوره د خلاصون لار لټوم.

هغيې ویلې: په ما ټوکي مه کوه- دالله له رحمت نه برخمن شې.

هغه (رضي الله عنه) ورته ویل: زه مسخره کونکی نه یم…

تر هغه ترې بېل نشو تر څو یې چې یاد “تېری” په (25) دیناره ترې و پېرود.

په دې مینځ کې ناڅاپه “علي بن أبي طالب اوعبدالله بن مسعود”( رضي الله عنهما) را څرګند شول، ویې ویل: السلام علیک اې امير المؤمنینه!

زړې بوډۍ خپل لاس په سر کېښودل، ویې ویل: اې زما شرمه! ایا تا و امیر المؤمنین ته د هغه په وړاندې سپکې سپورې ویلې!

هغه مبارک ورته کړه: باک نشته- الله پاک دي رحم درباندي وکړي. بیا هغه(رضي الله عنه) یوه کاغذ ټوټه و غوښته، ویې نه مونده، یوه ټوټه یې له خپلې جامې را پري کړه، پرې ویې لیکل: بسم الله الرحمن الرحيم هذا ما اشترى عمر من فلانة ظلامتها منذ ولي إلى يوم كذا وكذا بخمسة وعشرين دينارا ، فما تدعى عند وقوفه في المحشر بين يدي الله تعالى فعمر منه بريء ”

ژباړه: بسم الله الرحمن الرحیم دا عمر (رضي الله عنه) له پلانکۍ نه د هغې په حق شوی تېری و پېرود له هغه مهال نه، چې واک ورته سپارل شوی وو بیا تر دې ورځې په (۲۵) دیناره، په ورځ د محشر(قیامت) کله چې عمر د الله پاک په وړاندې ولاړ وي، نوموړې پرې دعوه نشې کولای، “علي بن أبي طالب اوعبدالله بن مسعود”( رضي الله عنهما) یې په لیکل شوي مضمون شاهدان کړل.

زوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې یاد لیک کله چې زه وفات شم زما په کفن کې یې کېږده، چې له لوی الله (جل جلا له) سره مې پرې ملاقات وشي!

[المصدر: سمط النجوم العوالي للامام العصامي، الرياض النضرة للمحب الطبري، الموارد الظمآن لدروس الزمان ۳/۵۷۰].
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عبرت: د عدل او انصاف په میدان کې عمري تګلاره باید خپله کړو. واکمن اشخاص باید د زیردستانو احوال و څاري. که د چا حق دي تلف کړی وي دلته یې بدله ور کړه. که ځواکمن یې هم د کمزوري له حق نه کرکه وکړه. چې د چا حق دي ادا کړ سند ترې واخله. باید یو څوک خپله غلطي و مني.

رضي الله عنه و عنهم اجمعین.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د