
د امریکايي مشاورینو قاتل وايي پخپلو کړنو هېڅ پښېمانه نه دی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی او د دوه امریکايي سلاکارانو قاتل عبدالصبور په خپلو کړنو اعتراف کړی او ویلي چې هېڅ د دوی په وژنه پښيمانه نه دی.
په ۱۳۹۰ لمریز کال کې عبدالصبور چې د کورنیو چارو وزارت کې کارکوونکی و، دوه امریکايي سلاکاران د دغه وزارت دننه په ډزو و وژل.
کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو چې د دوه امریکايي سلاکارانو قاتل یې له څلورو کلونو وروسته نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرایمو د څېړنې رییس لوی پاسوال ظاهر ظاهر په یوې خبري ناسته کې و ويل چې د امریکايي سلاکارانو قاتل یې د وري په ۳۰مه په پروان ولایت کې نیولی دی.
هغه زیاته کړه چې عبدالصبور د کورنیو چارو وزارت مامور و او هغه د امریکايي سلاکارانو په وژنې اعتراف کړی دی.
عبدالصبور هم دغې خبري ناستې ته وویل چې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د قریه اولنګ کلي اوسیدونکی دی او تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د اوپرایسیون مدیریت د دفتر غړی و.
صبور چې خورا زړور خبري کنفرانس ته غږیدلو، و وویل: « کله چې امریکايي ځواکونو د خدای کلام ته اور وکړ، نور مې خپل عادي حالت کنترول نه کړ، د هغې وسلې پر مټ چې زما په واک کې وه، له هغې سره کاري دفتر ته ولاړم، دواړه مې و وژل».
صبور د امریکايي سلاکارانو پر وژنه افتخار کوي او وايي چې څه یې کړی، ویاړي پرې او د الله شکر وباسي چې دغه ډول کار یې کړی دی.
«تر اوسه په خپل کار کې موفق یم، تر دې وروسته هم که مې سر هم ولاړ شي، هېڅ نه ویریږم، د الله شکر دی».
هغه همدا راز ویلي چې امریکایانو افغانستان ته هېڅ خدمت نه دی کړی او هېڅ لاسته راوړنې نه لري.
د دولتي عسکرو او پولیسو لخوا په امریکايي ځواکونو بریدونه وخت پر وخت خورا زیات شوي او په وروستیو کې ستونزه تر دې حده لوړه شوه چې د تمرین پر مهال به افغان ځواکونو ته د لرګیو څخه جوړ توپکې ورکول کېدلې.