څومره بزرګـه مياشــت روژه وه دخـــالق لـــه لـوري

دنجات ذريعه

کورته راغلې مــي وړانـګـــه وه دخالـق له لــــوري

دستررحمـت لــووســيــلــــه وه دخــالـق له لــــــوري

چي هـــرې خواته مـي کتــل رااورېـــدل پرې انـوار

دمـغـفــرت خــــوږه شـېـبـــه وه دخــالـق لــــه لـــوري

بلا ښــکلا وه پـــه ليـــدوبه مـــي زړګــي تکــيــه وو

دنجــــات ښــــکلـې ذريعـــه وه دخـــــالق لـه لـــوري

ورســره ورځ په عــبـــــادت او بنـــدګۍ تــېــرېــــده

شپه يـــې والله دقــدرشـــپــه وه دخـــالق لــه لــوري

نه داچـــي زنګ دګـــنـــاهـــونه يــې انـسـان پاکاوه

بلــکـــه ناروغـــوتــه خـــورده وه دخــالق لــه لــوري

دروزي ټولي دروازي وې زماپه وړاندي خلاصي

چي راســـره په زړه اوخوله وه دخــالــق لـه لـــــــوري

شيطــان اسيرووددوزخ اورونه مـړه غـــونــدي وو

دجنـــــت خــلاصـــه دروازه وه دخـــالق لـــــه لـــوري

داخترشــپــه وه اورخصـت مي کــړه په مــينـه مـينه

بـرکـتـــمـنـه مـېــلمـــنـــه وه دخـــالــق لــــــه لـــــــوري

څـوچـي ژونـدى يــمـه الهـــــام :اثربـــې يـــادلـــرمــه

څومره بزرګـه مياشــت روژه وه دخـــالق لـــه لـوري

سيداحسان الله الهام

رمضان المبارک  29 / 08 / 2011



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.