ibn khaldoon

د امیر تیمور سره د ابن خلدون ملاقات (۴)

کله، چې ما د تیمور سره لیدل، په دې وخت کې زما یوه ملګري، چې د هغه خلکو د رسم او رواج نه خبر وه، ماته مشوره راکړه، چې زه باید امیر ته یوه قیمتي تحفه واخلم، ما هم د کتابخانې څخه د قران شریف یوه ښکلې نسخه، یو ښکلی جای نماز او یوه د ابوبصیري ښکلي قصیده، چې د حضر محمد صلی الله علیه وسلم په اړه یې ویلې وه، د ځانه سره واخیستل او د مصر د مټایانو یو ډبه مې هم د ځانه سره واخیسته او د تیمور خدمت ته حاضر شوم، په دې وخت کې هغه د قصرالابلق په دربار کې وه.

    کله، چې هغه زه ولیدم؛ نو، ودریده او راسته طرف ته یې د کیناستو اشاره وکړه، زه کیناستم، دواړو خواوو ته د چغتایې د قبیلې مشران هم ناست وه، خادمانو تحفې واخیستې او تیمور زما په طرف متوجه شو، کله، چې یې د قران شریف نسخه ولیده؛ نو، ودریده او نسخه یې په خپل سر باندې کیښوده، بیا مې د هغې مخې ته قصیده وړاندې کړه، هغه د قران شریف او قصیدې په اړه زما څخه څه پوښتنې وکړې او ما هغه څه ورته وویل، چې ماته مالوم وه، بیا مې د هغه مخې ته جای نماز وړاندې کړ، هغه واخیست او ښکل یې کړ، د مټایانو ډبی مې هم ورکړ، هغه د رسم مطابق یو څو مټایې واخیستل او نور یې په خلکو باندې تقسیم کړل، هغه ټولې تحفې قبولې کړې او د خوښی اظهار یې وکړ.

    ما د خپل ځان او هلته د موجودو دوستانو په اړه څه ویل غوښتل، ورته کړه مې، الله دې ستا مرسته وکړي، زه ستا حضور ته څه ویل غواړم، هغه وویل، ووایه او ما داسې وویل:

    زه په دې ملک کې دوه ډوله مهاجر (اجنبي) یم، لومړی دا چې زه د خپل هیواد مغرب نه لیرې یم، دویم دا چې زه د قاهرې نه هم لیرې یم، زما کورنۍ او قوم هلته په قاهره کې دي.

    هغه راته وویل، ووایه، څه چې ته غواړې هماغسې به وکړم، ما ورته کړه، دې وطن نه لیرې والي زما د زړه ټول خواهشات د یاده ویستي دي، خدای دې تاته بریا درکړي، تاسو ماته ویلای شۍ، چې زه څه غواړم؟.

    هغه راته وویل، د ښار نه بهر لښکرګاه ته زما خواته راشه، زه به ستا لوی لوی خواهشات پوره کړم.

    ما ورته وویل، تاسو د خپل نائب شاه ملک په نوم زما په اړه حکم صادر کړئ، هغه اشاره وکړه، چې امر دې اجراء کړای شي، ما د هغه مننه وکړه، دعا مې ورته وکړه او ورته کړه مې، زما یوه بله غوښتنه هم ده.

    هغه وپوښتم، هغه څه؟

    ما ځواب ورکړ، د قران شریف معلمین، دا معتمدین، دا دفتري خلک او نوره عمله، چې د مصر سلطان پرې ایښي دي، دا ټول ستا د لاس لاندې دي او پاچا به د هغوی نه، نه بې پروا کیږي.

    هغه ماته وویل، ته د هغوی په اړه څه غواړې؟.

    ما ورته کړه، د امن لیک (امان نامه).

   هغه خپل کاتب ته وویل، چې امان نامه دې ولیکي.

    ما د هغه مننه وکړه، دعا مې ورته وکړه، د کاتب سره بیرون راغلم، تر دې چې کاتب امان نامه ولیکله، شاه ملک د سلطان نه پرې مهر ولګوه، بیا زه خپلې خونې ته راغلم.

    کله، چې د تیمور د تګ وخت راغی او د دمشق د پریښودو اراده یې وکړه؛ نو، زه یې یوه ورځ خدمت ته حاضر شوم، هغه راته وویل، چې ایا ستا سره دلته کومه کچر شته؟.

    ورته کړه مې، هو!

    هغه راته وویل، ایا هغه ښه ده!

    ورته ومې ویل، هو!

    هغه راته وویل، ایا ته به هغه ونه پلورې؟ زه غواړم ستا نه یې واخلم؟‎.

    ما ورته وویل، الله دې تا ته بریا درکړي، زما غوندې شخص، ستا غوندې شخص سره کله معامله کولای شي؛ خو، زه به یې هڅې ستا خدمت ته وړاندې کړم او که چیرته نور داسې ځناور هم زما سره وي، ستاسو خدمت ته به یې وړاندې کړم.
    په دربار کې زما په موجودیت کې، کچر راوړل شو او بیا مې ونه لیده.

        یو ورځ بیا زه د هغه په خدمت کې حاضر شوم، هغه راته وویل، ایا ته قاهرې ته ځې؟.

    ما ورته وویل، الله دې تاته بریا درکړي، زما غواړم، چې ستا خدمت وکړم؛ ځکه، تا ما ته پناه راکړې او زما کفالت دې کړی دی، که د قاهرې سفر ستا د خدمت لپاره وي، ښه خبره ده، زه به ستاسو لپاره لاړ شم، زما په زړه کې د قاهرې د تګ اراده نشته.

    هغه راته وویل، نه! ته به خپلې کورنۍ او خلکو ته ولاړ شې.

   ما د تیمور سره خدای پاماني وکړه او رخصت مې ترې واخیست.

    زما او د قاصد تر منځ د لارې پر سر اختلاف رامنځته شو، د یو بل نه جلا شو، هغه د خپلې او زه د خپلې ډلې سره روان شو، د قبائلو یوې ډلې زموږ لاره ونیوله او هغه څه، چې زموږ سره وه، ټول یې راڅخه واخیستل، ځان مو ترې خلاص کړ او یو کلي ته ورسیدو، په داسې حال کې، چې تقریبا بربنډ وو، دوه، درې ورځې وروسته الصبیبه ته ورسیدو، هلته مو نوې جامې واغوستې، بیا صفدر ته روان شو او هلته هم څو ورځې تم شو.

    بیا کوچنی اسیا ته ورسیدو، هلته مو یوه بیړۍ ولیده، چې د سلطان بن عثمان وه، د مصر طرف ته روانه وه او یو سفیر هم په کې وه، چې پیغام یې د ځان سره اخیستی وه او بیرته روان وه، د هغوی سره سپاره شو او غزې ته ولاړو، هلته کوز شوم، بیا د هغه ځایه قاهرې ولاړم، زه د ۸۰۲ هـ کال د شعبان په میاشت کې هلته ورسیدم.

ما د مغرب واکمن ته یو لیک ولیکه، هغه څه چې زما او د تیمور تر منځ تیر شوي وه، هغه مې ورته ولیکل.

    د لیک یوه برخه به یې دلته رانقل کړو:

    زما سره د هغه د ملاقات پرته بله کومه لاره نه وه، زه د هغه سره ۳۵ ورځې وم، هر سهار او ماښام به د هغه خدمت ته حاضریدم، بیا یې زه رخصت کړم او په ډیر خوښ حالت کې یې ماته رخصت راکړ او زه بیرته قاهرې ته راغلم.

    هغه ما نه کچر وغوښت، ما ورکړ، هغه، هغه اخیستل غوښتل؛ خو، ما مناسبه ونه ګڼله او همداسې مې ورکړه. هلته د سلطان فرج یو قاصد موجود وه، بیا یې د هغه په لاس ماته د کچر قیمت راولیږه او ما د الله تعالی شکر اداء کړ، چې د دنیاوې غمونو نه یې نجات راکړ.

        دغه تاتاري خلک د جیحون د صحرا څخه راوتي دي، دغه علاقه د جیحون او چین تر منځ پرته ده، د دوی مشهور مشر چنګیز خان وه، سلجوقیان یې مات کړل او عراق پورې سیمې یې فتحه کړې او خپل سلطنت یې په خپلو درې ځامنو چغتايې، طولي او دوشي خان باندې تقسیم کړ.

    چغتايي په ټولو کې مشر وه، هغه ته یې ترکستان، کاشغر، الصاغون، الشاش، فرغانه او جیحون ورکړل، طولي ته خراسان، عراق، فارس، سجستان او سند ورکړل شول، د هغه ځوی هلاکو وه او دوشي ته بلاد او د خوارزم ترکستاني حصه ور په برخه شوه.

    د هغوی یو بل ورور هم وه، د هغه نوم اوقدائي وه، دی د ټولو مشر(سردار) وه، هغه ته به یې خان وایه، دا نوم په اسلامي هیوادونو کې د خلیفه د لفظ مترادف دی، د هغه کوم اولاد نه وه او مړ شو.

    هلاکو بغداد، عراق، فرات او دیار بکر ونیول، شام یې هم فتحه کړ، هغه شام پریښود او ولاړ؛ مګر، اولادې یې څو ځلې لښکر کشۍ پرې وکړې؛ خو، د مصر سلطانانو هغوی په شاه کړل، د هلاکو د اولادې حکومت د ۷۴۰ او ۷۴۹ هـ کلونو تر منځ ختم شو.

    بیا د اتمې پیړۍ په اوومه یا اتمه لسیزه کې، د چغتایې کورنۍ یو بل امیر راپورته شو، چې امیر تیمور ورته ویل کیږي، په عوامو کې د تمر په نوم مشهور دی.

    امیرتیمور د ډیرو قوي پاچاهانو څخه دی، ځینې خلک علم د هغه پورې تړي، دوی د علي (رض) کورنۍ ته ډیر احترام لري، ځینې خلک د دوی پورې جادوګري هم تړي؛ خو، ما په کې هیڅ ونه لیدل او دا خبره درسته نه ده، حقیقت دادی، چې هغه (تیمور) ډیر ذهین او د بصیرت خاوند دی.

    د هغه عمر د ۶۰ یا ۷۰ کلونو تر منځ دی، په یو جګړه کې یې راسته پښه لګیدلې ده، ګوډ دی، کله، چې نږدې ځي؛ نو، پښه یې ورپسې ځنګیږي؛ خو، کله، چې لیرې ځي؛ نو، خلک یې اوچتوي او بیا یې بوځي.

     په هر حال، د خدای فضل دی، ملک د خدای دی او هغه یې، چې هر چاته وغواړي ورکوي یې.

        پای

    ژباړن: زاهدخلیلي

    مأخذ: ابن خلدون، حیات، نظریات اور فلسفه، لیکوال: ملک اشفاق

 

————————-


ددې لیکني نوري برخي:

 

د امیر تیمور سره د ابن خلدون ملاقات (۱)

د امیر تیمور سره د ابن خلدون ملاقات (۲)

د امیر تیمور سره د ابن خلدون ملاقات (۳)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د