افغانستان

چارواکي: د کندوز د قلعه‌زال ولسوالۍ د بازار ځېنې برخې طالبانو نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱، ۱۳۹۵ل): د کندوز ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د قلعه زال ولسوالۍ د بازار ځېنې برخې طالبانو نیولي خو امنیتي ځواکونه یې د بېرته نیولو لپاره جګړې ته زور ورکړی.

د قلعه زال ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال صفي الله تایید کړې چې د قلعه زال ولسوالۍ بازار طالبانو نیولی خو امنیتي ځواکونه کوښښ کوي چې د لاسه وتلې سیمې بېرته ژر ونیسي.

هغه زیاته کړې چې د قلعه‌زال ولسوالۍ د ودانۍ سره نېږدې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه لا هم روانه ده.

طالبانو د وري په ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قلعه‌زال ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ. دولتي ځواکونو د طالبانو خبر لومړی رد خو وروسته یې وویل چې تکتیکي شاتګ یې کړی و او ولسوالۍ یې بېرته نېولې ده.

د قلعه‌زال ولسوال محبوب الله سعیدي ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ طالبانو د دغې ولسوالۍ په مرکز برید وکړ او د بازار یو شمېر سیمې یې ونېولې.

پر دې سربېره د کندوز امنیه قومندان محمدقسیم جنګل باغ ویلي چې نن سهار طالبانو د دشت ارچي په ولسوالۍ هم برید کړی دي.

هغه ادعا کړې چې طالبانو په جګړه کې ماتې خوړلې، لس کسان یې وژل شوي، ۱۵ یې ټپیان دي او دشت ارچي ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي چې په تېرو ۲۴
ساعتونو کې یې د «تندر۱» تصفیوي عملیاتو کې په دشت ارچي، خان اباد، چاردره او امام صاحب ولسوالیو کې یې ۲۱ طالبان وژلي او ۲۵ نور يې ټپیان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x