د هانګ کانګ په عرفان احمد دوه نیم کاله بندیز ولګول شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۵ل): د کرکټ نړیواله اداره د هانګ کانګ د ملي لوبډلې په چټک توپ اچوونکی عرفان احمد د فساد د قوانینو ماتولو له امله دوه نیم کاله بندیز لګولو پریکړه وکړه.

په دغې پریکړې کې په رسمي ډول په عرفان احمد کوم جرم نه دی ثابت شوی خو بیا هم عرفان احمد وویل چې د دغې پریکړې په خلاف خپل غږ پورته کولو له حق څخه تیریږي.

د کرکټ نړیوالې ادارې د فساد ضد واحد وویل چې نوموړی د هغو کسانو په اړه چې له جنوري ۲۰۱۲ څخه تر جنوري ۲۰۱۴ پورې نوموړي د رشوت وړاندې کړی و په اړه په بشپړه توګه معلوماتو وړاندې کولو کې پاتې راغی. نوموړی له همدې امله د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا مجرم پیژندل شوی.

د فساد ضد واحد له څیړنو وروسته نوموړی د ۲۰۱۵ز کال په نومبر میاشت کې د لنډې مودې لپاره له بندیز سره مخ شو او د نوموړی د بندیز نیټه د ۲۰۱۵ز کال د نومبر له څلورمې څخه پیل او د ۲۰۱۸ز کال د مې د میاشتې په اتمه پای ته رسیږي.

د هانګ کانګ د کرکټ ټولنې مشر مایک والش وویل چې مونږ د فساد پر ضد د کرکټ نړیوالې ادارې جاري جګړې څخه ملاتړ کوو او په دغې برخې کې به ورسره پوره مرسته کوو.

عرفان احمد چې اوسمهال ۲۶ کاله عمر لري په ۲۰۰۸ز کال کې د هانګ کانګ لپاره لومړۍ لوبه ترسره کړه. نوموړی تر دې مهاله د هانګ کانګ لپاره شپږو یوه ورځنیو او اتو شل اوریزو سیالیو کې ګډون کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د