fbpx
د وري پر یو دېرشمه، د ملي امنيت اړوند لسم ریاست د له بريد وروسته

کابل برید: د ولسي مرګ ژوبلې انځورونه جعلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲، ۱۳۹۵ل): وړمه ورځ طالبانو د پلازمېنې کابل په زړه کې د ملي امنیت په لسم ریاست سرتیري بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي چارواکو هغه ادعا په کلکه ردوي چې ګویا د پېښې مطلق اکثریت قربانیان عام ولسي وګړي دي.

نوموړی مني چې ښايي د چاودنې د دروندوالي له کبله د شاوخوا ودانیو ښیښې ماتې شوي وي او عام وګړي برسیرن ټپیان شوي وي، خو زیاتوي چې په برید کې یوازې امنیتي ودانۍ له مینځه تللې او پکې استوګن امنیتي کسان وژل شوي دي.

خو له بلې خوا د پیښې سره جوخت سمدستي په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شول چې عامو خلکو ته یې د درنو تلفاتو د اړولو ښکارندويي کوله.

په خواله رسنیو کې دغې پیښې ته داسې انځورونه منسوب شوي چې کلونه وړاندې په رسنیو کې خپاره شوي. همدا راز د شام او عراق د ملکي تلفاتو یو شمېر انځورونه هم د کابل د وړمې ورځې برید ته منسوب شوي دي.

سربېره پردې، ځینو قهریدلو افغانانو د انځور جوړونې له مشهور پروګرام (فوټو شاپ) څخه په استفادې په انځور کې د سیند خړو اوبو ته سور رنګ ورکړی، چې ګویا د ولسي قربانیانو د وینو ویالې بهېږي.

نن ټکی اسیا د دغو جعلي انځورونه څو بېلګې راغونډې کړي، چې تر هر انځور لاندې يې لنډ تفصیل لوستلی شئ.

دا انځور دوه میاشتې پخوانی دی. کله چې د تېرې فبروري په لومړۍ نیټه د کابل په دهمزنګ سیمه کې د عامه نظم پولیسو د مرکز مخې ته درنه چاودنه وشوه چې لسګونو پولیس افسرانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، دا انځور هغه مهال د اسوشیټډ پرس خبریال اخیستی. خو وړمه ورځ د ملي امنیت لسم ریاست په برید کې دا انځور د ملکي تلفاتو په سر کې خپور شو.

په ۲۰۱۱ کال په کابل کې د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو په مینځ کې د چاودنې انځور دی، چې په خواله رسنیو کې د وړمې ورځې برید ته منسوبیږي.

په ۲۰۱۱ کال په کابل کې د شیعه ګانو د مذهبي مراسمو په مینځ کې د چاودنې انځور دی، چې په خواله رسنیو کې د وړمې ورځې برید ته منسوبیږي.

دا د ۲۰۰۸ کال انځور دی، چې په کابل کې د هندوستان سفارت ته څېرمه چاودنه شوې وه. دا انځور هم په خواله رسنیو کې د نوموړي برید د ملکي تلفاتو د بیلګې په توګه وړاندې کیږي

دا د ۲۰۰۸ کال انځور دی، چې په کابل کې د هندوستان سفارت ته څېرمه چاودنه شوې وه. دا انځور هم په خواله رسنیو کې د نوموړي برید د ملکي تلفاتو د بیلګې په توګه وړاندې کیږي

دا سوریه ده، د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې د بشار الاسد هوايي ځواکونو په ملکي میشتځایونو درنه بمباري وکړه چې په پایله کې یې لارې او سړکونه په وینو سره شول. دې انځور هغه مهال په عربي نړۍ کې توند غبرګونونه راپارولي وه.

دا انځور په مصر کې د هغو لاریونو دی چې د عبد الفتاح سیسي په خلاف ترسره کیدل. یوه مصرۍ میرمن د خپل زوی د جسد سر ته ناسته ده چې په ۲۰۱۳ کال د عبد الفتاح سیسي ځواکونو په ډزو وژلی دی. دا انځور هم د ملي امنیت لسم ریاست په برید کې د ملکي تلفاتو په نامه خپور شو

د ۲۰۱۴ کال په ډیسمبر کې پاکستاني طالبانو په پیښور کې پوځي ښوونځي په نښه کړ او ګڼ شمېر خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله، دا انځور په هماغې پیښه کې د یو وژل شوي کس دی چې مور یې د تابوت سر ته ژاړي. دا انځور هم د نوموړي برید د ملکي تلفاتو په اسنادو کې تیریږي.

د انځور جوړونې پروګرام (فوټوشاپ) په مټ د خړو اوبو رنګ په سرو وینو بدل شوی.

د انځور جوړونې پروګرام (فوټوشاپ) په مټ د خړو اوبو رنګ په سرو وینو بدل شوی.

دا انځور د ۲۰۱۲ کال په ډیسمبر کې عربي رسنیو خپور کړی. په انځور کې یو سوریايي ماشوم لیدل کیږي چې د بشار الاسد ځواکونو لخوا په دمشق ښار کې د بمبار په نتیجه کې ژوبل شوی او سرې وینې پرې راماتې دي. وړمه ورځ په خواله رسنیو کې دا انځور هم د ملي امنیت ریاست برید ته منسوب شو او ورڅخه په استفادې طالبان د ماشومانو په وژلو وغندل شول.

عراق: د ۲۰۰۷ په اپریل میاشت کې دا دوه ماشومان وروسته له هغه ټپیان شول چې ښوونځي ته څېرمه یې موټربم وچاوېد. د عراقي نجونو دا انځور لیکوال او ژورنالیست «عصمت قانع» په خپلې فیسبوک پاڼې خپور کړی چې ګویا د ملي امنیت په ریاست د سرتیري برید ولسي تلفات دي.

د تېر کال (۲۰۱۵) د جنوري په ۳۱مه سلګونو مظاهره چیانو په پلازمېنه کابل کې د چارلي ایبدو مجلې د ګستاخانه کاریکاتورونو پر خلاف لاریون وکړ. مظاهره په تاوتریخوالي واوښته، د کابل پولیسو د جنايي جرمونو د څانګې مدیر فرید افضلي په وینا، په شخړه کې ۸ لاریون کوونکي د پولیسو لخوا ووژل شول. په انځور کې له وینو سره مخلوطې اوبه د وژل شوو مظاهره چیانو دي. پورتني انځور هم د کابل برید د تلفاتو په توګه په رسنیو کې راڅرګند شو.

د یادونې وړ ده چې ورته لسګونه نور انځورونه په رسنیو کې د وړمې ورځې برید د ولسي تلفاتو تر نامه لاندې خپریږي چې تراوسه یې کومې موثقې منبع د کره توب پخلی نه دی کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملکي تلفاتو د جعلي انځورونو خپرول په کلکه غندلي او دا کار یې د «دښمن ناکامي او وارخطایي» بللې. نوموړي د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي:

«له دا ډول پيښو څخه د انساني خواخوږۍ په مبنا نه، بلکې د سیاسي پروپاګند په ډول په لوړه سطحه سوء استفاده کيږي». د ښاغلي مجاهد په وینا، دوی دغو «تبلیغاتو» ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.

هېره دې نه وي چې د طالبانو فرهنګي کمیسون تېره ورځ په یوې جلا اعلامیه کې په رسنیو غږ کړی چې «په مجاهدینو پسې د جګړو په مهال بدناموونکي تهمتونه ونه تړي». اعلامیې له رسنیو او ژورنالیستانو غوښتي چې د یو لوریز پروپاګند څخه ډډه وکړي او بې طرفي وساتي.

د طالبانو فرهنګي کمیسون اعلامیې خبریالانو ته په خطاب کې ویلي چې رسنیزو اصولو ته ژمن پاتې شی او زیاته کړې يې ده چې د ناسمو معلوماتو په خپرولو سره دې دوی نه مجبوري چې د خپل حيثيت څخه دفاع وکړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د عمري عملیاتو په لړ کې د کندز ولایت په ټولو ولسوالیو کې یوځايي عملیات پیل کړي او ګڼې سیمې یې نیولي دي. خو دولتي سرچینو له لوري طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د ادعاوو ترڅنګ داسې انځورونه هم نشریږي چې کلونه وړاندې په رسنیو کې خپاره شوي دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
shirzad
میلمه
shirzad

که ځه هم دا یوه دردناکه او غمجنه پیښه ده خو مننه کوم چی دا جعلی انځورونه مو په ډاګه کړل. دا د ژونالیزم د اصولو یو مخالف کار دی.

خپلواک
میلمه
خپلواک

د هغو غلامانو وژل تر ژوندی پاتی کیدلو ډیر شرف لری یعنی هغه د کابل د لسمی حوزی پیښه د مظلوم هویاد د تر ټولو ویاړلی پیښه وه ، هغه پکی په سزا ورسیدل چه د مظلوم اولس د مقاومت د سرکوبلو د پاره یی د اشغالګرو د پاره جاسوسی کوله او په مقابل کی یی بی شمیره دالر تر لاسه کول دوی دومره ماده پرست او ډالرپرست شوی وو چه دغو غلامانو په دغو محفوظو خونو کی د مظلوم اولس د ازارولو او شکنجه کولو د پاره مصروف وو اشغالګرو یی د کورونو ساتنه کوله د دوی ناموس د… نور لوستل »