په خوست کې دماین چاودنې 6 بهرني سرتیري وژلي
له خوست نه په رارسیدلو خبرونو کې ویل شوي تیره ورځ مازیګر دخوست ولایت په صبریو ولسوالي کې دبهرنیو عسکرو په ټانګ دمځکني ماین چاودنه ترسره چې له امله یې په ټانګ کې سپاره عسکر چې شمیر یې نه دي څرګند شوی ووژل شول.
خبر زیاتوي چاودنه دصبریو ولسوالي مربوط دلرګیو اډې سیمه کې رامنځ ته شوه ،عیني شاهدانو ویلي چاودنه دومره قوي وه چې له امله یې ټانګ په بشپړ ډول تخریب شو.
طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دپيښې مسولیت په غاړه اخیستي او رسنیو ته په خپله لیږل شوې خبرپاڼه کې یې ویلي چې په چاودنه کې دامریکايي ځواکونو غټ ټانګ لمنځه تللی او پکې سپاره ۶ امریکايي عسکر ځاي پرځای وژل شوي.
دایساف ځواکونو ویاند دپیښې رامنځ ته کیدل تاید کړي او دخپلو دوو عسکرو مړینه یې منلې ده .