سي ان ان: افغانستان بايد دا ومني، چې طالبان ګټونکي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲، ۱۳۹۵ل): سي ان ان امريکايي تلويزون د افغان وروستيو پېښو په اړه وايي، چې د افغانستان د روانې جګړې څارونکي په دې اند دي، چې دغه جګړه د ګټلو نه ده، بلکې برعکس طالبان يې د ګټلو په درشل کې دي.

د سي ان ان په وينا د دې خبرې لپاره يو شمېر هغه دلايل هم شته، چې دحکومتي چارواکو له خولې اورېدل شوي دي.

د کابل چارواکي وايي، چې په دې وروستيو کې د هېواد ګڼې برخې د طالبانو لاسته لوېدلي او دې سره د خلکو په ذهن کې دا شعارونه ګرځي، چې د ځکمنيو حقايقو له مخې طالبان د دې جګړې ګټونکي دي.

سي ان ان زياتوي، چې طالبان وخت پر وخت په لرې پرتو سيمو کې د جګړو او ښارونو کې د غلچکي بريدونو له لارې حکومت او بهرنيو ځواکونو ته خپل زور ښيي، حتا د ولسمشرۍ ماڼۍ په دوه سوه مترۍ کې يې داسې بريد وکړ، چې تمه يې هم نه کېده.

طالبانو وړمه ورځ د ملي امنيت لسم رياست پر دفتر بريد وکړ، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

سي ان ان د کابل امنيتي چارواکو له قوله وايي، چې په دغه پېښه کې تر ۶۴ کسان وژل شوي او له درې سوو زيات ټپيان دي، چې د ۲۰۰۱م راهيسې دا تر ټولو خونړی بريد بلل کيږي.

د غربي ادارو سروې ګانې ښيې، چې يوازې تېر ۲۰۱۵ کال کې طالبانو له ۵،۵۰۰ زيات امنيتي سرتيري وژلي دي.

سي ان ان د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې  دافغانستان ډېره برخه خاوره د طالبانو په لاسو کې ده.

د طالبانو دغه پرمختګ د امريکا او ناټو لپاره اندېښمنوونکی دی؛ ځکه چې د ۲۰۱۴م په پای کې امريکا او ناټو خپل پوځي ماموريت په دې موخه افغانستان کې پای ته ورساو، چې د افغان امنيتي ځواکونو په وړتيا يې باور وکړ، مګر په عملي ډګر کې دغه ځواکونه د طالبانو د بريدونو او جګړو پر وړاندې پاتې راغلل او د امريکايي چارواکو «خوشبيني بې ځايه وخته. »

سي ان ان وايي، چې د ستونزې اصلي لامل د اشرف غني او عبدالله ګډ حکومت دی، چې دواړو په ولسمشريزو ټاکنو کې د يو بل پر ضد د دښمنۍ تر بریده ورسېدل او دوه ځل ټاکنې وشوې، مګر بيا يې هم په ګډه حکومت جوړ کړ، ستونزه له هماغه ځايه پيل شوه، د ناټو له وتلو سره اقتصاد له اټکله زيات خراب شو او که ناټو په مکمله توګه له افغانستانه ووځي، نو «د ملي يووالي حکومت نړېدل هم ورسره تړلي دي.»

د افغانستان اوسنی امنيتي او اقتصادي همداسې اټکل شوی و؛ ځکه چې غربي ځواکونو دلته په جګړې ټينګار درلود او اوس يې افغانستا يو دم پرېښود، چې افغان حکومت بايد هر څه بايد په خپله کنټرول کړي.

د سي ان ان له قوله امريکا د افغانستان په اوسني حالت ډېره اندېښمنه ده. امريکايي چارواکي وايي، چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو بې ساري پرمختګ د دې لامل دی، چې د سولې بهير کې ګډون ورته بې کاره او د وخت ضياع ښکاري.

د وړمې ورځې له بريد وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر غني او امريکايي چارواکو بېړنۍ ناسته وکړه او په همدې ورځ ناوخته ولسمشر رسنيو ته وويل، چې «طالبان د جګړې په ډګر کې له افغان امنيتي ځواکونو سره مقابله نه شي کولای، نو ځکه هڅه کوي، په ښارونو کې دغه ډول بريدونه وکړي.»

د سي ان ان په وينا دا خبرې پخوا هم کېدې، چې طالبان ځکه په ښاري سيمو کې بريدونه او چاودنې کوي، چې د جګړې په ډګر کې د امريکايي الوتکو د بمبار له امله کمزوري دي، مګر «اوس وخت کې دومره بدولن راغلی، چې په عملي جګړو کې هم طالبانو ډېرې سيمې نيولي او غلچکي بريدونه يې هم په بې ساري توګه زيات شوي دي.»

د سي ان ان خبريال نيک پيټن والش د راپور په پای کې وايي، چې افغان حکومت ورځ تر بلې بايلونکی او طالبان ګټونکي دي، مګر چارواکي دا خبره نه مني، چې دوی بايلونکي دي، چې دا تر ټولو ستره تېروتنه ده.

تبصرې (2)

  • هموطنان محترم من منحیث یک ریش سفید از اردو و پولیس می خواهم که از صف منافقین فاسدین غلام بچه های کولابی، رافضی ها یعنی (از دین دور شده گان) اداره دست نشانده (ع ، غ) صلیبی جدا شده مانند نیاکان خود با آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین ملت طالبان مردم قریجات که باشندگان اصلی افغانستان هستند یکجا شده افتخار ابدی را کمائی نمائید و زنجیر بردگی غلامی مزدوری صلیبی و طوق لعنت ابلیس را از گردن خود دور نمائید.
    الله سبحانه تعالی حال و وضع هیچ قوم و ملّتی را تغییر نمی‌دهد و آنها را از بدبختی به خوشبختی، از نادانی به دانائی، از ذلّت به عزّت، از نوکری به سروری، و ... و بالعکس نمی‌کشاند مگر این که آنان احوال خود را تغییر دهند، و هنگامی که الله سبحانه تعالی بخواهد بلائی به قومی برساند هیچ کس و هیچ‌ چیزی نمی‌تواند آن را از ایشان برگرداند، و هیچ کس غیر از خالق نمی‌تواند یاور و مددکار آنان شود.

  • الله ج فرمایی ، انتم الاعلون ان کنتم مومنین تاسی بریالی یاست که تاسی مومنان یاست
    مجاهدین کامیاب دی که دوی پوره ایمان ولری ایمان د دوی جنګی مورال تر اسمانو هم پورته کړی ، روسانو به ویل مونږ ته د تکبیر ضد وسله راولیږی کله چه مجاهدین دغه وسله وکاروی زمونږ ټولی وسلی بیکاره او خنثی کیږی انګریزان بیا عین خبره د اشتشهادی وسلو په ضد وسله غواړی ( چه نشته ) چه نشته دامعنی چه دوی د اخری او شرمیدلو ماتو سره مخ دی دوی ناکام شوی مګر څوک نشته چه دغه ناکامی ورله اعلان کړی له سی ان ان څخه مننه کوم چه یوه امریکایی غلامه مګر مشهوره شیطانی میدیا ده له ناچاری یی بلاخره اقرار او اعتراف وکړو چه غلامان او باداران دواړه ناکام او طالبان کامیاب دی . د کامیابی علت د دوی ټینګ ایمان او د خپل اولس سره مینه ده دی کار هغوی ته د قربانی اخری چذبی ورپخښلی مرګ ته په لیوالتیا ورمنډی وهی ، دوی له مرګ نه ډاریږی مرګ له دوی دآریږی دغو ته رښتینی سرتیری وایی ، هغوی چه په مقابل کی یی جنګ کوی که دمادیانو له مخی هر څه لری مګر سرپلورنکی دی د سر بلورونکو او سرتیرو مقابله د زمریانو او ګیدړانو تر منځ مقابله دی طالبان زمریان او غلامان او باداران ګیدړان دی .
    که سی ان ان داله مجبوریته ویلی یا یی له شرمه ویلی ، او یا پوه شوی چه نن صبا به یی اشغلګر خپله هم ووایی په غیر مستقیم ډول په انفرادی ډول ډیر ویل شوی هم دی ، بیا هم مونږ ورڅخه مننه کوو د حق ویل خواږه دی ، په هر منظور چه ویل شوی او مظلوم اولس او میړنو بچو ته یی مبارکی وایم بریالیتوب مو مبارک شه هغه بریالیتوب چه د نړیوال کفر او د هغوی د غلامانو په مقابل کی مو تر لاسه کړو او تر لاسه کوی مننه