افغانستان

اسټرلیا هم د خپلو پوځیانو په ویستلو شروع وکړه

australia withrawl
اسټرلیا د افغانستان نه د خپلو پوځیانو په ویستلو پیل وکړ.

اسټرلیايي ځواکونو ویلي چې د راروان ډیسمبر تر ۳۱ پورې به یې په افغانستان کې خپله مرکزي اډه هم وتړل او ونړل شي.

دا اډه چې د ارزګان په ترینکوټ کې موقعیت لري تر اوسه پورې يې په څلورو کې درې برخې نړول شوي.

خو استرلیايي ځواکونه وايي چې د اډې د سپورټ صالون (جیم) به افغان ملي اردو ته د ښه نیت له مخې روغ پریږدي.

دغه راز ویل شوي چې هیڅ قسم اسلحه او پوځي مهمات به افغان ځواکونو ته ورنکړل شي، یا به له مینځه یووړل شي او یا به اسټرلیا ته ولیږدول شي.

د اسټرلیا پوځونه د افغانستان نه په داسې حال کې وځي چې هیڅ لاسته راوړنه یې نه ده درلودلې او افغانستان ته د خپل راتګ په هدف کې د ناکامۍ سره مخ شوي.

د اسټرلیا د لومړي وزیر او د دفاع وزارت پخواني مشاور او د اسټرلیا په ملي پوهنتون کې د ستراتیژیکو چارو متخصص پروفیسر (هوګ وایټ) افغانستان ته د اسټرلیايي ځواکونو استول یوه ناکامي او بیرته ویستل یې بله ناکامي ګڼي.

نوموړي په یوه مقاله کې ويلي: “د حکومت، اپوزیسیون او د دفاع وزارت په خبرو باور مه کوئ، دوی به همدا وایي چې پوځیان یې ځکه راوویستل چې خپل اهداف یې په بریالیتوب سره ترلاسه کړل. دا خبره په مکمل ډول غلطه ده او دوی ټول په دې ښه پوهیږي چې غلطه ده.. مونږ نه یوازې په خپلو اهدافو کې ناکام شوو، په افغانستان کې مو یوه فاسده، کم ظرفه او بې واکه اداره ترشا پریښوده په داسې حال کې چې هیڅ داسې نښې نښانې هم نه شته چې ښايي په آینده کې بهتره شي. له بلې خوا طالبان لکه د همیش په څیر ډیر پیاوړي دي، مجرد چې زمونږ پوځونه د افغانستان نه ووځي طالبان به ډیر ژر د کابل حکومت واګي ترلاسه کړي، هغه حکومت چې آن د ۲۰۰۱ په اولنیو اونیو کې له مینځه تللی وه”.

اسټرلیايي پروفیسر دا ناکامي تنها خپله ناکامي نه بولي، او وايي چې زمونږ ځواکونه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې افغانستان ته راغلي وه، او ټول په دې پوهیږو چې زمونږ مقصد د خپلو ایتلافیانو حمایت او ملاتړ وه، “نو زمونږ د پوځونو د ویستلو اصلي سبب هم دا دی چې امریکایان خپل پوځونه باسي”.

هوګ وایټ زیاتوي چې امریکایان په آسیا کې نوي ستراتیژیک اهداف لري، او دا هغه څه دي چې افغانستان ته زمونږ د راتګ ناکامي نوره هم په ثبوت رسوي. نوموړی د امریکا سره د اسټرلیا په همکارۍ پښیمانه ښکاري او وايي چې امریکا د اسټرلیا خدمت او قربانیو ته چې په افغانستان کې یې ورکړي هیڅ اهمیت ورنکړ او همدا د اسټرلیا د ناکامۍ راز دی.

د یادونې وړ ده چې د اسټرلیا لومړي وزیر (کیون روډ) پرون په ټرینکوټ کې د خپلو پوځیانو سره ناڅاپي ملاقات درلود او د هغوی نه یې د ښه کارکردګۍ مننه وکړه. دا د (روډ) شپږم ناڅاپي سفر دی چې افغانستان ته یې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x