افغانستان

طالبان: رسنۍ بايد په خپل کار کې بې پرې واوسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويی ۲، ۱۳۹۵ل): طالبانو له رسنيو او د هغو له مدافعو ټولنو غوښتي، چې د خپلو راپورونو او کار پر مهال دې خپل مسلک او بې طرفي په نظر کې ونيسي.

د طالبانو له رسمي ويپاڼې به خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دوی د هېواد د ازادۍ لپاره له خپل سر او ماله تېر دي او د دوی په وينا دغه مقاومت د يوې ډلې کار نه دی او نه هم تر يو جهته محدود دی.

طالبان وايي، چې په دغسې يو دروند حالت بايد رسنۍ د خلکو ذهنونو «د خرابولو» پر ځای خلکو ته رښتيني حقايق ورسوي.

په اعلاميه کې راغلي، چې د امريکا پر خلاف روانه جګړه «مقدسه ديني فريضه ده» او دوی غواړي، چې رسنيو ته يو ځل بيا ور ياده کړي، چې د روانې جګړې په اړه يو اړخيز قضاوت ونه کړي او د «مجاهدينو پر ضد بې ځايه تورونه ونه تړي.»

طالبان وايي، که رسنۍ د «روان مقدس جهاد» ملاتړ نه شي کولای، نو په مقابل کې دې يې نه ودريږي او د دوی پر ضد دې له پروپاګنده لاس واخلي.

طالبانو ګواښ کړی، که رسنۍ د دوی پر ضد له پروپاګنده لاس وانخلي، نو دوی اړ دي، چې د خپل ځان او حيثيت څخه د دفاع لپاره کار وکړي.

د طالبانو فرهنګي کميسيون له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د هېواد په شمال کې وروستيو جګړو او نا امنيو ته په اشاره ويل شوي، چې بغلان، کندوز، بدخشان، سرپل او نورو ولايتونو کې دوی په ډېرو جګړو کې مخکې روان دي او د دوی په وينا رسنۍ د ځکمنيو حقايقو پر ځای ولس ته «سرچپه» خبرونه رسوي.

طالبانو په رسنيو غږ کړی، چې کوم خبر کې د دوی د مخالف نظر اخيستل کيږي، نو بايد د طالب وياند خبر هم واخيستل شي، له ناسمو او بې بنسټه خپرونو څخه ډډه وکړي او د طالبانو په اړه له هر ډول خبرونو وړاندې بايد دوی سره اړيکه ونيول شي.

د اعلاميې په پای کې د رسنيو له مدافعو ټولنو هم غوښتنه شوې، چې رسنۍ بايد د ژورناليزم اصولو او بې طرفۍ ته راوبولي او بايد د خپل کار پر وړاندې د حساسيتونو پيدا کولو زمينه مساعده نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x