شعـــــرونه

ژوند: نظم

مولونیک محمد ادیب
`
ژوندڅه دی څه ته وایی
ژونددکوم مزل مسیردی
ژوندله کوموتوروجوړدی
ژونددکوم لفظ تعبیردی
`
ژوندجواب کوی سل رنګه
ژوند په سل ژبو لګیا شی
ژوند د حال په ژبه وایی
ژوند دحال رنګه ګویاشی
`
ژوندنعمت دی هم رحمت دی
ژوند د دی نړی ښکلا ده
ژوند مزرع د آخرت دی
ژونددښکلی رب عطاءده
`
ژوند دژوندسخته معما ده
ژوندپه ژوندکی غنیمت دی
ژوندله ژونده ترکیب شوی
ژوند په ژوندکی امانت دی
`
ژوند یوعجیبه فلسفه ده
ژوند محل دی د خوښیو
ژوندپه رنګارنګ بڼو وی
ژوند منزل دی د ژوندیو
`
ژوندارمان لری دونیاکی
ژوند احسان دبیلتانه دی
ژوند دژونددلاری مل دی
ژوندپه شان دمیلمانه دی
`
ژوند رواج نه دی عاقله
ژوند معراج دی دنیکانو
ژوند مزاج د ژوندانه دی
ژوندسرتاج دی دشاهانو
`
ژونددموردمینی کوردی
ژونددپلاردمحنت پوردی
ژوندأولفت ژوندمحبت دی
ژونددعشق دآهنګ شوردی
`
ژوند دأوښکوسمندردی
ژوند د درد مبارزه ده
ژونددغم سره همرازدی
ژوند د ویر یوه ټوټه ده
`
ژوند معلم د زمانی دی
ژوندقرضداره دی له وخته
ژوند د مینی نمونه ده
ژوندحقداره دی نیکبخته

ژوند اړتیا د ژوندانه ده
ژوند محتاج دی د خبرو
ژوند رفتار د زمانی دی
ژوند مرغه دی بی وزرو
`
ژوندتعبیردوحشت نه دی
ژوندسکون اوژوندقراردی
ژوند نشه غوندی تیریږی
ژوندخمار،خمار،خماردی
`
ژوندنفرت نه دی هوشمنده
ژوند د مینی سرمایه ده
ژوند د ستری سخا کوردی
ژوند خیرات او صدقه ده
`
ژوند تیاره نه ده رڼا ده
ژوند مثال دژورخوب دی
ژوند محل د فساد نه دی
ژوند محل د سړیتوب دی
`
ژوند متاع دی دڅوورځو
ژوند دحال تنګه کړی ده
ژوند وارث دی د اسلافو
ژوند د غم ډکه بیړی ده
`
ژوند : أدیب ، أدیب ، کړی
ژوند أدیب ته لکه لمر دی
ژوند : د أدیب ، ژوند دی
ژوند أدیب لره ګوهر دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x