افغانستان

کابل: د لومړۍ امنیتي حوزې د پنځو تنو مسوولینو دندې وځنډول شوې

نن ټکی اسیا (غويي ۲مه، ۱۳۹۵ل): په پلازمېنه کابل کې د تېرې ورځې د بريد په غبرګون کې د لومړۍ امنیتي حوزې د پنځو تنو مسوولینو دندې وځنډول شوې.

په دې بريد کې چې تېره سه شنبه د ملي امنیت د لسم ریاست پر ودانۍ وشو، پکې د دې ادارې شاوخوا ۴۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي وايي چې د دې بريد د مخنیوي په هڅو کې د پاتې راتلو په خاطر يې د لومړۍ امنیتي حوزې پنځه تنه مسوولین له دندو ګوښه کړي دي.

د دې حوزې د وظایفو امر، جنايي مدیر، له تروریزم سره د مبارزې مدیر، د ساحې د شدید کنترول امر او د ساحوي ټولۍ قومندان له دندو لرې کړل شوي دي.

په دې بريد کې چې د ماندګار ورځپاڼې له قوله پکې وژل شوي ټول د استخباراتو کارکوونکي و، ځينو دولتي سرچينو پکې پخواني تصویرونه هم د ملکي تلفاتو په توګه خپاره کړي دي.

چارواکو نه دي ويلي چې د یادو مسوولینو دندې به تر څه وخته وځنډول شي، خو ولسمشر ژمنه کړې چې د استخباراتو د کارکوونکي د هر وژل شوي غچ به واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صميم

هلته به خوند وکړي چې ټول دولتي لوړپوړي چارواکې له‌ دندو ګوښه شي. د فارسي ژبې متل دي چې (زور ام به خر نميرسه ميزنم به پالان اش)

افغان

هلته به خوند وکړی چه د ع او غ په شمول ټول لوړپوړی غلامان او کالی څټی د همدغه لسم ریاست په شان مردار کړی ډیره نزدی شوی ده انشالله ، میړمنی یی د اشغالګرو د یرغل او دغه بی ننګه او بیغیرته یی د مجاهدینو د یرغل لاندی راشی

خپلواک اولس

د هغو حوزی د کوچنیو غلامانو دندی ولی ځنډول کیږی باید د ع او غ لوړ پوړو چارواکو ډندی وځنډیږی باید له دندو لیری او محاکمه شی ، دوی بی له دی چه د ځان د ساتنو په هڅو او تدابیرو نیولو کی دی او بی له دی چه د غلامانو تبدیلی ارتبدیلی کوی نور یی څه په وسه پوره دی ، دا چه په نیم میل یا یو میل کی په داسی بریالی ډول یی مجاهدین عملیات کوی د دی معنی داده چه ډیر ژر به د ارګ دننه انشاالله بریالی عملیات پیل شی او لا به دوی خبلو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x