نظــر

دساروان کلا جنګ

 Sangin

په شمالي هلمند کې دګرشک او کجکي ترمابین ، دسنګین له مانده نیولې بیا مخ په شمال تر ګرماو  پورې دهلمند درود په غاړه پرته ګڼ میشته سرسبزه ناوه ، چې اوږدوالی یې تر ۲۵ کیلومتره زیات دی ، ساروان کلا بلل کیږي ، دغه  ستره ناوه چې په شمالي هلمند کې مهمه مسکوني او زراعتي سیمه ده ، دسنګین ولسوالۍ مربوط ده ، چې ددې ولسوالۍ له  څلورو  څخه ۳ برخې تشکیلوي .

ساروان کلا دهلمند په شمال کې هغه سیمه ده چې په تیرو یوولسو کلونو کې دسختو جګړو شاهده پاته شوې دي ، او دنیولو لپاره یې بهرنیانو خورا ډیرې هڅې کړي دي ، دې سیمې  ته په لومړي ځل په ۲۰۰۵ م کال کې برتانوي یرغلګر داخل شول ، چې له سخت مقاومت سره مخامخ شول ، برتانویانو په  ۲۰۰۶ م کال کې په دې سیمه کې ترټولو درانه زیانونه ورکړل ، تردې چې دهمدې کال دجولای میاشت یې دیرغل په څوکلنه دوره کې ترټولو خونړۍ میاشت اعلان کړه ، برتانویان تر ۲۰۰۷ م پورې په دې سیمه کې په جګړو بوخت وو ، خو پرته له تلفاتو څه په لاس نه ورتلل ، په ۲۰۰۷ م کال کې دبرتانویانو ترشکست وروسته امریکایي ځواکونو دهلمند دنورو سیمو غوندې په ساوران کلا برید وکړ ، او په سختو جګړو کیښوتل .

له  ۲۰۰۷ م کال نیولې بیا تر ۲۰۱۱م کال پورې امریکایي ، برتانوي او نورو یرغلګرو  په دې سیمه کې پرلپسې عملیاتو ، بریدونو ، بمبارونو  او دقرارګاوو  تاسیس ته دوام ورکړ ، په دې موده کې یرغلګر په دې ګڼ میشته سیمه کې همیشه  له سخت مقاومت ، چاودنو  او بریدونو سره مخامخ وو چې هره ورځ یې درانه تلفات زغمل .

 

امریکایانو په پای کې په دې سیمه کې د کلي په کلي قرارګاه جوړولو په توسط داسیمه په خورا درنو تلفاتو لاندې کړه ، ساروان کلا چې دکجکي په خوا تلونکې لار یې له منځه تیره شوې ، دغه راز  دزمینداور ، موسی کلا ، بغران  ، بغني ، غورک ، او ښکته سنګین ترمابین پرته ترټولو مهمه  ستراټیژیکه سیمه ده ، امریکایان یې همدې اهمیت ته متوجه وو ، نوځکه یې دنیولولپاره  له هیڅ ډول تشدد ، مظالمو او تلفات ورکولو څخه دریغ ونه کړ .

یرغلګرو په ساروان کلا کې دڅلور کلن حضور په مهال ټوله هڅه کوله چې داسیمه  په تلپاتې توګه دځان کړي ، دهمدې لپاره یې کلي په کلي  دداخلي عسکرو لپاره پوستې او قرارګاوې جوړې کړې ، په اکثرو سیمو کې یې محلي اربکیان جوړ کړل ، د ناوې دواړو خواوو ته درود  او سرک په غاړو یې محکمې پوستې او قرارګاوې  جوړې کړې ، او په دغه سیمه یې دیوه دقیق پلان له مخې پوځي کمربند راوګرځاوو .

 دامریکایانو او داخلي ځواکونو دهمدې  پوځي ډیرښت له امله په تیرو څو کلونو کې ددې سیمې وضعیت تردې حده خراب شو چې مجاهدینو په کې حتی چریکي فعالیت نه شو کولای ، دهمدې وضعیت له امله او په داخلي عسکرو په اتکاء سره  نور بهرنیو اشغالګرو دې ته اړتیا نه لیده چې په دې سیمه کې پاته شي ، نوځکه یې په ۲۰۱۱  او  ۲۰۱۲ م کلونو کې له دې سیمې خپل ټول پوځیان وا ایستل او چارې یې محلي اربکیانو ، پولیسو او  داجیرې اردو سرتیرو ته وسپارلې .

په ۲۰۱۳ م کال کې دهلمند په سطحه دمجاهدینو په وړاندې ترټولو  مهم هدف ددغې سیمې یوځل بیا نیول ، یا لږترلږه دجهادي فعالیت په سیمه بدلول وو .

په همدې اساس دخالدبن ولید عملیاتو په ترڅ کې  دروان کال د دمی دمیاشتې په ۱۹ نیټه سلګونه مجاهدین دهلمند له رود  واوښتل او مخامخ یې  دامریکایانو دځایناستي ځواک اربکیانو په پوستو بریدونه پیل کړل .

اربکیان چې امریکایانو د ساروان کلا داصلي ساتونکو په توګه ترشا پریښي وو ، په لومړني برید کې یې دمجاهدینو دهجوم په وړاندې سخت شکست وخوړ ،  دساروان کلا دمجاهدینو یو مشر ( ملا مجاهد ) چې په دې جنګ کې برخوال وو ، وایي ( موږ ته د جنګ په لومړۍ ورځ معلومه شوه ، چې دساروان کلا دنیولو عملیات بریالي دي ، ځکه مجاهدین په جنګ کې په اربکیانو غښتلي او جرأتمن  وو ، او په څو ساعتونو کې یې داربکیانو کمربند مات کړ )

 دمجاهدینو په دې لومړني برید کې چې په حقیقت کې ساروان کلا ته دننوتلو  عملیات وو ،  د ۲۰ ساعته  جنګ په نتیجه کې مجاهدینو داربکیانو  ۴ پوستې فتحه کړې ، داربکیانو  ۱۷مړي دجګړې په ډګر پاته شول ،  چې په وژل شویو کې یې  ۳ تنه  جنګي قومندانان هم وو ، مجاهدینو دیوه ټانګ په شمول ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم غنیمت کړل ، په لومړني برید کې مجاهدینو  دتوغي او کلاوالو په نوم پراخې سیمې په بشپړ ډول ترخپلې ولکې لاندې راوستې ، او ورپسې یې د نورو سیمو دنیولو لپاره عملیات پیل کړل .

دساروان کلا مجاهدین وایي په لومړنيو عملیاتو کې دساروان کې  اربکیانو ته داسې ضربه ورکړل شوه ، چې بیا کله هم ټینګ نه شول ، په همدې جګړه او ورپسې عملیاتو کې داربکیانو زیات شمیر مشران  اوعام وسلوال ووژل شول ، او یوازې محدود شمیر یې په تیښته بریالي شول ، د عملیاتو په تسلسل کې  مجاهدین هره شیبه  دساروان د زیاتو سیمو د نیولو په حال کې وو تردې چې مجاهدینو یوځل بیا ددې سیمې په  مرکزیت  او اصلي سیمو باندې ولکه ټینګه کړه او حکومتي قواوې یې څنډو ته په شا کړې .

ساروان  کلا   چې امریکایانو په خورا درنو تلفاتو نیولې وه ، دداخلي عسکرو له خوا داسې اسانه بایلات یې تر هرچا خارجي یرغلګرو ته دروند تمام شو، نوځکه یې دکابل حکومت مجبور کړ ، چې په هره بیه کیږي ، باید ساروان کلا ته  پوځي ځواکونه ولیږي ، ترڅو په یومخیزه  توګه  ددې سیمې دسقوط مخه ونیول شي .

د ساروان کلا مجاهدین وایي امریکایان په دې پوهیږي چې که داسیمه  سقوط شي ، په هماغه ورځ دکجکي ولسوالي هم سقوط ده ، چې یوازینۍ اکمالاتي لار په  ساروان کلا ورتیریږي ، کجکی دبریښنا دبند او پخو امریکایي مراکزو له امله  دیرغلګرو لپاره  خورا اهمیت لري  ، دغه راز امریکایان پوهیږي چې دساروا ن به سقوط سره  په شمالي هلمند او کندهار کې دمجاهدینو مفتوحه سیمې سره وصلیږي ، چې دا به په دې سیمو کې دیرغلګرو څوکلنې ټولې خوارۍ په اوبو لاهو کړي .

له همدې امله خو داخلي اجیرانو دامریکایانو په مرسته او قومنده په خورا بیړه  دساروان کلا  جنګ ته زرګونه عسکر ولیږل ، چې ددې سیمې دبیرته نیولو لپاره له مجاهدینو سره په سختو جګړو واوښتل .

د ساروان کلا مجاهدین وایي ، په  تیرو ۲ میاشتو( جون – جولای ) کې دښمن  دساروان کلا دبیا نیولو لپاره  ۵ ځله  ستر عملیات ترسره کړي دي ، داسې عملیات چې په زرګونو داخلي عسکرو په کې شرکت درلود ، داعملیات هرځل دمختلفو قول اردوګانو لکه  هلمند ، کندهار ، کابل او هرات لخوا ترسره شوي دي ، په هرځل چې دیوې قول اردو پوځیان ستړي شوي ، پرځای یې بل لښکر راغلی او دلته یې عملیات پیل کړي ، مګر تراوسه یې له  شکست پرته هیڅ نتیجه هم نه ده ترلاسه کړې .

مجاهدین  اوس هم  دساروان کلا په مرکز او مهمو سیمو باندې ولکه لري او دښمن  په اطرافو  او په دښت او سرک باندې په خپلو مراکزو کې دیره دی ، او ددې سیمې په خورا محدوده سیمه باندې یې خپله ولکه ساتلې ده .

له پوځي بریدونو سربیره  دښمن ددې جنګ دګټلو لپاره تبلیغاتي جنګ هم پیل کړی دی ، او څه موده وړاندې یې دخپل شکست د توجیه او عامه اذهانو دغولولو لپاره  وویل چې ساروان کلا  ته په زرګونو  بهرني جنګیالي ، او دمخده موادو قاچاقبر راغلي دي ، چې غواړي داسیمه لاندې کړي ، خو دساروان کلا یو تن مجاهد وایي  چې هغه مهال ددښمن د ۴۰۰۰ سرتیرو په مقابل کې زموږ دمجاهدینو شمیر ۲۵۰ تنه وو ، چې ټول دهمدې سیمې مجاهدین وو او دښمن یې له سختې رسوایي سره مخ کړی وو .

د ساروان کلا  په جنګ کې تراوسه دښمن ته خورا درانه تلفات اوښتي دي ، خو دښمن یې په اړه هیڅ هم نه وایي ، دساروان کلا  دمجاهدینو یو مشر ملا مجاهد وایي ، ددوی دا ټکل له مخې تراوسه ددښمن  له ۳۵۰ څخه زیات پوځیان  له منځه تللي دي ، دغه راز داربکیانو زور یو مخ ختلی دی ، او اوس یوازې په نوم  څوکسان پاته دي .

ددښمن په وژل شویو کسانو کې یې څوتنه  جنګي قومندانان لکه  ګلالی ، اهل الله ، محب الله خان ، عبدالرحمن او دل اغا هم دي .

د ساروان کلا په جنګ کې دشکست او تلفاتو په اړه دښمن تراوسه  ډیرمعلومات مطبوعاتو ته نه دي  راایستلي خو څه موده وړاندې  په غیرارادي توګه  په مطبوعاتو کې ددښمن له خولې یوه داسې خبره راغله چې په دې جنګ کې یې ددوی  دناکامۍ ، شکست  او درنو تلفاتو راز افشاء کاوو .

څه موده وړاندې  په ساوران کلا کې داربکیانو مشر غلام جان  چې په دې جنګ کې یې لسګونه  وسلوال بایللي دي ، په مطبوعاتوکې شکایت وکړ ، چې  دحکومت داردو ځواکونه ورسره همکاري نه کوي ، له همدې امله یې  پوستې  له لاسه ورکړي دي ، خو کله چې په دې اړه په ساروان کلا  کې دپوځ له  مشر قومندان جنرال عبدالواسع نه پوښتنه وشوه ، نوموړي وویل ، له اربکیانو سره کومک کول نور زموږ په وس کې نه دي ، تراوسه  یوازې زما تر قومنده لاندې پوځیانو ۱۲۰ تنه  په جنګ کې له لاسه ورکړي نو په داسې حالت کې به زه څرنګه له دوی سره مرسته وکړم .

ملا مجاهد وایي  دساروان کلا په جنګ کې مجاهدینو خورا زیات مقدار  مهمات ،  ثقیل ماشیندار، راکټ لانچر ، کلاشینکوفونه او نورې وسلې نیولي دي ،  په جګړه کې تراوسه دشهیدو شویو مجاهدینو شمیر ۴۵ تنو ته رسیدلی دی ، دغه راز تر شلو زیات ملکي خلک هم په شهادت رسیدلي ، خو جګړه لا هم روانه ده ، چې په وروستي ځل ددښمن له جانبه دهرات دقول اردو  پوځیان خپل بخت ازمويي .

ملا مجاهد وایي دده ټینګ باور دی ، چې مجاهدین به دساروان کلا  پاته سیمې هم په واک کې راولي او ددښمن عسکروته به شکست ورکوي ، ځکه  مجاهدین  په دې سربیره چې په عقیدوي روحیه جنګیږي او په الهي نصرت ټینګ باور لري ، دسیمې په اراضي بلد دي ، ولسي ملاتړ ورسره دی ، له امریکایانو سره دجنګ تجربه لري ، او دانفجاري  کمربندو په توسط توانیدلي ددښمن دوړاندې تګ مخه  ډب کړي .

د ساروان  کلا جنګ لا هم روان دی  ، خو دا جنګ له امریکا وروسته  ددرست افغانستان  دوضعیت تشریح کوونکی یو سمبولیک جنګ دی ، امریکایانو  ساروان کلا په  سخت ظلم ، تشدد ، پوځي زور او تلفاتو داسې لاندې کړه لکه ټول افغانستان یې چې لاندې کړی وو ، خو وروسته چې مجاهدین یوځل بیا په دې سیمه په فاتحانه دریځ ورننوتل ، معنی یې داده چې مجاهدین دا توان لري ، چې یرغل ځپلی افغانستان یوځل بیا ازاد کړي ، اوس  داخلي دښمن هڅه کوي ، دمسلسلو عملیاتو په توسط داسیمه یوځل بیا قبضه کړي ، خو د ۲ میاشتو په موده کې یې یوازې  تلفات ګاللي ، مطلب داچې دامریکانیابتي جنګیالي ددې  وړ نه دي ، چې ددوی له باور سره سم ورسپارل شوي وظایف ترسره  او دجګړې میدان وپالي .

(همدا نن د جولای ۲۸ مه دبرتانیې ددفاع وزرات منلې چې د ساروان په وروستیو جګړو کې دحکومتي ځواکونو دملاتړ لپاره ګڼ شمیر برتانوي پوځیانو یوځل بیا په جګړه کې ګډون کړی دی ، دوی وایي دا عملیات تراوسه پټ ساتل شوي وو ، ځکه برتانویانوپه افغانستان کې خپل جنګ رول پای ته رسولی او د ساروان کلا ددفاع لپاره جنګ یوه استثناء بلل کیدای شي )

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x