
اپل خپل نوی مک بوک وړاندې کړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲، ۱۳۹۵ل): د اپل کمپنۍ تیره ورځ اعلان وکړ چې د مک بک د لړۍ نوی لیپ ټاپ به نژدې راتلوونکي کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.
د اپل کمپنۍ په وینا دغه راتلوونکی مک بک به ۱۲ انچه ډسپلې ولري. د اینټل کمپنۍ اسکای لیک نومې پروسېسر په کې ځای پر ځای شوی او د پخوانیو لیپ ټاپونو په پرتله به ګرافیک يي هم ډیر پیاوړی وي.
اپل کمپنۍ همداراز وویل چې دغه نوی مک بک کې پیاوړې بیټرۍ کارول شوی چې کولی شي د اوږدې مودې لپاره چارج وساتي.
د راپورونو پر بنسټ د اپل کمپنۍ دغه مک بک په څلورو مختلفو رنګونو کې وړاندې شوی چې د فورس ټچ (Force Touch) او USB-C وړتیا هم په کې ځای پر ځای شوی.
د دغه مک بک وزن تقریبا ۹۰۰ ګرامه ښودل شوی او پنډوالی يي یوازې ۱۳.۱ ملي متره ده. دغه مک بک کې د اینټل کمپنۍ تر ټولو نوی پروسېسر کور ایم ۳ (Core M3) کارول شي.
د دغه مک بک پروسېسر ۱.۱ ګیګاهرتز، ریم يي ۸ ګیګابایټ او د فایل ثبتونې وړتیا يي ۲۵۶ ګیګابایټ دی. د دغې مک بک د تر ټولو ساده ماډل بیه ۱۲۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې.
د دغې مک بک په بل ماډل کې د اینټل کمپنۍ شپږم نسل دوه هستې لروونکې اینټل کور ایم (Intel Core M) نومې پروسېسر ځای پر ځای شوی. د پروسېسر سرعت يي ۱.۳ ګیګاهرتز دی چې ۳.۲ ګیګاهرتز ته لوړیدلی شي. دغه مک بک کولی شي ۱۰-۱۱ ساعته چارج وساتي.