دعمر بن عبید الله او د یو حبشي غلام دعبرت نه ډکه کیسه

قاري احسان

یو ورځ عمر بن عبید الله پر لار روان و، که ګوري یو غلام ناست دی. ورته نیږدي یو سپی هم پروت دی، غلام د خورما سره ګوله خولي ته کړه، بیرته يي را واېستله وسپي ته يي وروغورزوله.
عمر ورته وویل: دا سپی ستا دی؟

حبشي ځواب ورکړ چي نه.


ده ورته وویل: نو بیا دي ولي د خپلي خولي نه ګوله را واېستله او سپي ته دي ورکړه.

غلام ځواب ورکړ: چي د ده د دې غبرګو سترګو نه حیا راته دریږي چي زه يي خورم او دی را ته ګوري.


عمر بن عبید الله ورته ویل: چي ته ازاد يي او که غلام؟


ده ورته کړه چي زه دبني غاضرة غلام یم.


عمر هغوی ته ورغلی او سوال يي وکړ چي دا غلام دچا دی؟


د غلام خاوند ورته ویل: چي دا زما دی. ده ورته کړه: چي دا پر ما خرڅ کړه، هغه ورته وویل: چي بس دا ستاشو.


عمر ځواب وکړ: چي نه په خدای مي دي قسم وي چي یا به يي پیسي اخلي او یا نو غلام بیرته ستادی. بیا يي غلام واخیست او ويې ویل: چي تاسو شاهدان ګرزوم چي دی د الله د رضا لپاره ازاد دی.


عمر غلام ته راغلی او زیری يي ورکړ چي مبارک دي شه الله پاک ازادي در نصیب کړه، او دا باغیچه هم ستا ملکیت شوه.


حبشی غلام ډیر خوشحاله شو، او ويې ویل: چي بس نو ددې باغیچي ټوله میوه دمدیني دفقیرانو لپاره خیرات ګرزوم.


عمر ډیر حیران شو، او غلام ته يي وویل: چي درته حیران یم ټوله دي خیرات کړه، سره له دې چي ته په خپله هم فقیر او ورته محتاج يي؟؟


غلام په ډیر قوي ایمان سره ځواب ورکړ، چي د الله نه شرمیږم چي هغه پر ما سخا کوي، او زه بیا په هغه کي بخل کوم.
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د