ادبي لیکني

دوستي«لنډه کيسه»

ژباړه: محمدعلي عمري

دوه دوستان دسړک له څنګه په بیابان کښي پلي روان وو. دلارې په مینځ کښي یې پر یوه موضوع اختلاف پیدا شو. مشاجره .سختي .خبري یې سره وکړې.

یوه له ډيرې غصې څخه دابل دوست پر دې مخ په څپېره وواهو.هغه دوست چي څپېره یې خوړلې وه سخت زهیر شو. بې له دې چي څه ووایي. دبیابان پرشګلنه خاوره یې ولیکلو چي.نن یوه بهترین دوست پرمخ په څپیړه ووهلم.

دوي دواړه څنګ پرڅنګ روان شوو. ترڅو یوې ابادۍ ته ورسيدو.اراده یې وکړه چي هلته یوڅه وخت پاته شي او داوبو پرغاړه  استراحت وکړي ناببره هغه دوست چي څپيړه یې  پرمخ خوړلې وه. وښويېد  او په اوبو کښي ولويدو.

نژدې وو چي غرق شي. دوست یې ومرستې ته رامنډه کړه. او هغه ته یې  نجات. ژغورنه .  ورکړه. کله چي یې له غرق کېدو څخه نجات وموندلو. پریوه لوي کاڼي یې داجمله ولیکله.

«نن یوه بهترین دوست وماته نجات راکړلو»

دوست یې په تعجب سره ورته وویل.وروسته له دې  چي ته مې په څپيړه زهیر کړې . نو تا هغه جمله دبیابان پر شګلنه زمکه ولیکله. لیکن اوس بیا دا جمله پر ډبره لیکې؟

هغه وخندل او ویې ویل.کوم وخت چي څوک  آزار راکوي باید دصحرا پر شګلنه زمکه یې ولیکم  چي دبخښنې بادونه یې پاک کړي. لیکن که څوک زما په حق کښي محبت وکړي باید هغه د ډبرې پرمخ ولیکم چي هیڅ باد یې له یاده ونه باسي….

………..

محمدعلي عمري

مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x