شعـــــرونه

پاڼې: سيد منتظر هاشمي

سيد منتظر هاشمي

د خپل ځان یو حکایت لرمه پاڼې

عجیبه شانې فطرت لرمه پاڼې

پرون مه را یادوه زړه مې نازک دی

هغه ورځي لا عظمت لرمه پاڼې

پام چې مړاوې نه شي ستا نازکه شونډې

زه ناجوړه غوندې بخت لرمه پاڼې

هر یو کاڼی چې له پاسه را خطا شي

خپور تندی مې ورته تخت لرمه پاڼې

خپلې مټې پرې کومه خپل لاسونه

له پیړیو هسې عادت لرمه پاڼې

خپله لور یم خپله لو خپله لوګری

تنکی لو د خپل قسمت لرمه پاڼې

نور مې هیڅ پر نړۍ نه زده ، بې نفاقه

ددې چارې مهارت لرمه پاڼې

د دې بلې لارې توند یو لاروی یم

د خّپل ورور د مرګ نوښت لرمه پاڼې

که يې مړ کړم بیا پرې اوښکې تویومه

پر مزار یې توري ثبت لرمه پاڼې

که مې مړ کړي بیا یادګار را باندې لیکي

هه نیمګړی شان صفت لرمه پاڼې

لکه ونه چې د تبر لاستی جوړ کړي

له خپل کامه شکایت لرمه پاڼې

د ځنګله ژوي مې بولي چې انسان یم

له خپل نوم ځینې نفرت لرمه پاڼې

۲۰۱۶-۱-۲۷

زوړ ښار- کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x