افغانستان

زابل : دماین په چاودنه کې داربکیانو مهم قومندان له ۶ ساتونکو سره ووژل شو

1016963 543214412392416 1670846090 nله زابل نه ورکړل شوی خبر کې راغلي نن مازیګر مهال دشاه جوي ولسوالۍ دبازار اړوند دکلاخیلو کلي سیمه کې د اربکیانو دمهم قومندان (مجاهد) دسپرلۍ پرموټر دماین چاودنه ترسره شوه چې له امله یې قومندان دشپږو ساتونکو اربکیانو سره ووژل شول. خبر زیاتوي  له پیښې وروسته دحادثې محل ته نور اربکیان راغلل او دکلي په دفاع ولسي خلګو یې ډزې پیل کړي او یوشمیر کسان یې له کورونو راویستل او په ډیر وحشت یې  دټوپکو په کنداغونو سخت ووهل.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي داربکیانو دډزو او وهلو سختو وهلو له امله  شپږ تنه شهیدان او زیات شمیر ټپيان شول ،په شهیدانو کې درې هلکان چې عمرونه یې تر۱۲ کلونو کم ووهم شامل دي  او همداراز  دوې نجونې هم په ډزو شهیدانې شوې .

له سیمې نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي .درې سره شهیدان شوي هلکان دسیمیز قومي مشر شاباران  د ورور زامن  دي او شهیدانې شوې نجونې دسدوزي اکا دکور وې چې داربکیانو په مخامخ ډزو کې لګیدلې.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي وژل شوي قومندان په  سیمه کې داربکیانو دمشر محمدالله  نومي قومندان مرستیال وو چې دبې کچې ظلم او وحشت له امله یې په خلګو کې شهرت موندلی وو.

دا پیښه څو ورځې وروسته له هغه رامنځته کیږي چې دیادې سیمې له یوې امنیتي پوستې نه طالبانو دیوې حملې په ترځ کې ۱۲ تنه اربکیان لومړي تړلي او بیا یې له ځان سره ژوندي بولي وو.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x