fbpx
جبران خليل جبران

د سرو زرو كمربند

د خلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې

 ژباړه او راټولونه : میوند محمد جمال

يو ځل دوه مسافر په لاره سره يوځاى شول دوى همداسې روان ول چې يوه نهر ته ورسېدل دوى دواړو وليدل چې د نهر څخه د تېرېدلو په خاطر هلته خو نه كوم پُل شته او نه كومه كشتۍ. دوى دوه لارې درلودلې يا خو به تلل او بله لار به يې كتله او يا به يې په لامبو وهلو سره د نهر څخه اوښتل.

آخر يو مسافر بل ته وويل:

«نهر خو دومره لوى نه دى راځه چې لامبو ووهو او نهر څخه واوړو»

دواړه په دې رضا شول او نهر ته يې د لامبو وهلو لپاره ور ټوب كړل په دې دواړو كې چې هغه يو ډېر ښه لامبوزن و او د نهر د لارو سره ښه بلد و په نيمايي لار كې د نهر اوبو پسې واخيست او د نهر د غاړې نه په كلار كلار ليرې كيده او دابل چې لا تر ننه يې نه نهر ليدلى و او نه لامبو ورتله په اسانۍ د نهر څخه واوښت، خو چې كله يې خپل لامبوزن ملګرى وليده چی اوبو ويوړ، نو يو ځل بيا يې اوبو ته ور ټوب كړ او خپل ملګرى يې له اوبو څخه راوويست.

د سمندر څپو د هغه ډېر بدحال كړى و، كله چې يې ساه په ځاى شوه خپل ملګري ته يې وويل:

«وروره! تا خو ويل چې  ته په لامبو نه پوهېږې نو بيا دې څنګه دومره په اسانۍد نهر نه په لامبو سره تېر شوې»

دويم ورته وويل:

«وروره! تا لكه چې زما د ملا نه تاو كمبربند نه دى ليدلى په دې كمربند كې هغه پيسې دي چې ما شپه او ورځ خولې توې كړي او بيا مې دا پيسې ګټلي تر څو خپل اولاد ته  د خوراك او څښاك شيان واخلم»

زه چې د نهر نه په كومه اسانۍ تېر شوم هغه د دغه كمربند زور و، كله به چې زه د سمندر څپو و وهلم نو ما ته به زما بچي مخې ته ودرېدل او زه به يې ديته مجبور کړم  چې كوښښ وكړم تر څو د اوبو څخه واوځم .

التائه ۴۰۵ مخ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د