نظــر

پر موږ څه تحميلوي او ځان ته څه خوښوي ؟

600142 250771418383391 213202071 nپدې کې هيڅ شک نشته چې فحشاء ديوه ملت دهويت مسخه کوي، د زوال او ابدي ذلت کندې ته يې ورټيل وهي، د آزادی روحيه يې وژني، ځکه يو څوک چې دنفس او هوا بنده شي دهغه لوی ارمان بيا يوازې او يوازې د جنسي خواهشاتو پوره کول وي او بس، هغه نه د آخرت په فکر کې او نه دنيا، له همدې امله اشغالګرو تل د مسلمانو ملتونو دتسخير لپاره فحشاء، سندرې، ډمتوب، دښځو عرياني ديوې مؤثرې وسلې په توګه کارولی

او له وسله وال يرغل څخه څو چنده زياته توجه يې داخلاقي فساد يرغل ته کړې.
په ګران هيواد د صليبي اشغال پر مهال موږ ګورو اشغالګرو څومره توجه د ښځو بې لاري، سندرو، ډمتوب، بې حيايې، دځوانانو اخلاقي فساد…………………… او داسې نورو ته کړې.
ځکه يو ملت چې پدغو مرداريو ککړ شي هغه بيا جهاد نشي کولای، يو وخت په نيټ کې يو مطلب له سترګو تير شوی وو چې دامريکا داستخباراتو کوم چارواکي ويلي وو چې دعربو ځوانانو ته موږ بايد د لبنان او ترکيې فحش فلمونه او سريالونه ورمخې ته کړو ځکه که دهغوی توجه د جهادي فلمونو په لوري شوه خامخا به هغوی توندلاري کيږي.
هغه بله ورځ مې په برطانيه کې د فحش فلمونو دفلټر کولو په اړه يو مطلب په انټرنيټ کې ولوست چې دا دی کټ مټ يې پښتو ژباړه تاسې ته وړاندې کوم.

دبرطانيې رئيس الوزارء ديوډ کاميرون اعلان کړی چې دانټرنيټي خدماتو تيارونکي شرکتونه به په برطانيا کې په اتومات شکل فحشاء خپروونکې پاڼې بندوي.
دبي بي سي راډيو د کاميرون له قوله وويل: هغو پاڼو ته به په ټوله برطانيا کې ورننوتل غير قانوني وګرځول شي چې سيکسي مواد خپروي، هغه زياته کړه سيکسي سايټونه کتل معصوميت له منځه وړي.
ډيوډ کاميرون غوښتنه وکړه چې ځينې جنسي هيجان پارونکي مفرد الفاظ بايد د انټرنيټ په تور ليست کې شامل کړل شي پدې مانا چې که په ګوګل يا بينګ کې د دغو تورو لټون وشي نو مطلوبه نتيجه به نه ورکوي.
کاميرون زياته کړه کيدای شي ځيني شرکتونه ددې ګام مخالفت وکړي خو بيا هم هغوی اخلاقا پدې مکلف دي، هغه دا اخطار هم ورکړ چې که کوم خلک د دې قانون مخالفت وکړي کيدای شي پرضد يې په جبري اقدام لاس پورې شي.
هغه زياته  کړه که شرکتونو ته پدې لارې کې څومره فني مشکلات رامخې ته کيږي بايد په لوړ عزم او مسخر کوونکو عقلونو يې مقابله وکړي.
کاميرون وويل: چې دانټرنيټ دنويو مشتريانو لپاره به په اتومات شکل داسې فلټر کوونکې پرزې نصب کړل شي چې کارول به يې آسان وي، په عين حال کې به داسې پاڼې هم وجود ولري چې پکې به داسې شميرې ليکلي وي چې د غير قانوني موادو دلټون په وخت کې به له هغې لارې يو څوک کولای شي اړوند چارواکو ته خبر ورکړي.
کاميرون زياته کړه زما دا وينا دا مانا نلري چې زه کوم اخلاقي واعظ يم خو ديوه سياسي مشر او پلار په صفت زه ددې پاڼو ناوړه پايلې احساسوم چې بايد په وړاندې يې جدي اجراءات ترسره شي، ځکه خبره زموږ دماشومانو دساتنې ده دهغوی دمعصوميت موضوع ده.
 په همدې مورد کې به انټرنيټي شبکې له هغو مليونونو کارکوونکو سره تماس نيسي او هغوی ته به د هغو فلټري پرزو دنصب وړانديز کوي چې په مټ يې په اسانه توګه سيکسي مواد فلټر کيدلای شي.
بلې خوا ته د کاميرون مشيرې کلير بيري هم ويلي دي: که د چا خوښه وي او که د چا نه وي خوښه دا فلټري نظام په اتوماتيکه توګه کار کوي.
هغې زياته کړه فلټري نظام به په ټولنه کې ډير فرق راولي، ځکه دجنسي تيري زياتره پيښې ښيي چې ترسره کوونکي يې په انټرنټ کې د سيکس موادو په ليدنه روږدي کسان وي، چې دغسې زياتره کسانو حتی په ماشومانو هم جنسي غريزې سړې کړي.
د برطانيې لويو انټرنيټي شبکو هم دفلټري پرزو نصبولو ته چمتو والی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x