شعـــــرونه

غزل: غنم رنګ کوچی

غنم رنګ کوچی

زړه مې په دې لوېږي مخه ښه راسره مه کوه

ځه کوچیه لار دې وهه شپه راسره مه کوه

هسې نه غصه مې کړې دا سر به درته مات کړمه

پرېده لیونی یمه لانجه راسره مه کوه

زه هغه مین نه یم چې تش په وعدې وپایم

خله چې را کوی نشې وعده راسره مه کوه

نه به یار راواوړي نه به زه ورته ورپورې شم

زړه تر منځه سیند دی ته جكړه راسره مه کوه

خلک خو په هر څه کښې بلها بلها شکونه کړي

دومره چې ویرېږې یارانه راسره مه کوه

هغه یو کوچی و چې مین شو او شاعر شولو

پوی شوم په هر څه باندې کیسه راسره مه کوه

غنم رنګ کوچی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x