افغانستان

مسعود: زنداني طالبان باید د سه شنبې د بريد په غچ کې ووژل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲مه، ۱۳۹۵ل): په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار وايي چې د ملي امنیت د وژل شویو کسانو په بدل کې باید زنداني طالبان ووژل شي.

احمد ضیا مسعود د سه شنبې د ورځې د هغه بريد په غبرګون کې خبرې کولې، چې پکې د ملي امنیت د لوړ پوړو مسوولینو په ګډون د دې ادارې ۴۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

مسعود پر حکومت ولسمشر غږ وکړ، چې د زنداني طالبانو د اعدام حکم ژر تر ژره لاسلیک او په وينا يې د وژل شويو دولتي کسانو غچ واخلي.

تېره سه شنبه طالبانو د ملي امنیت اړوند د لسم ریاست پر ودانۍ بريد وکړ، چې د دې ادارې غړو ته يې درنه مرګ ـ ژوبله واړوله.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم ورته څرګندونې کړې او پر دولت يې غږ کړی چې زنداني طالبان باید ووژل شي.

تر اوسه طالبانو د دوی د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي، خو سیاسي شنونکي وايي چې دا ډول چارې به جګړې لا توندې کړي.

د دوی په وينا که دولت ورته ګام واخلي، ښايي د طالبانو غبرګون تر دې هم خونړی وي، چې پایله به يې یوازې د جګړې دوام وي.

دوی د هېواد د وضعیت د کنټرول لپاره سوله یوازينۍ لاره بولي، خو ولسمشر بیا ټینګار کړی چې د څاڅکي ویني بدل به اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
shirzad

دا ټولی ستونځی او تروریستی حملی د ستا او د ستا د نظار شورا له امله دی. ستا کثیف ورور پنجشیری و چی د ملګرو ملتو د فیصله نامی په خلاف د خپلو بادارانو په امر کابل ته ننوت او دا بدبختی یی را مینځ ته کړی. لعنت دی ستا په نظار شورا وی.

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط نه پوهيږم چي ضيا مسعود او رحمت الله نبيل په رښتياداڅګندوني کړي دي . او که په رښتيايې دا څرګندوني کړي وي. دا پوښتنه پيدا کيږي ، چپ دادوه د حکومت لوړپوړي چارواکي د خودی په حالت کي وه او که د بيخودی په حالت کي وه. که چيري د خودی په حالت کي وه ، داد دې دواړو په بي عقلي او سفاکي باندي دلالت کوي . او الله جل جلاله خبر دی چي دې سفاکانو به څومره مظلوم انسانان وژولي وي.او بايد د نړيوالو قوانينو په اساس ددوی ددې څرګندونو په بنياد تر… نور لوستل »

انجیتر کریم

مسلمانو افغانانو ورونو ! دا لمړی ځل نه دی چه زمونږ هیواد کی د اخری کچو ذلیلو غلامانو غلامه اداره رامنځته شوی په نړی او زمونږ هیواد کی شاه شچاع د انګریزانو په ( ===) او ببرک د روسانو په (===) سپور راوړل شول ، دا ځل خرزی او غویی هم د روسانو او هم د انګریزانو په ( ++++ ) سپاره راوستل شول . غلامی تر ټولو ښکته ( اسفل سافلین ) ذلت دی یوه نښه یی هم دا چه د دغو غلامانو کورونو کی چه کوم ماشومان زیږول کیږی شنی سترګی او زیړ ویښتان لری حتی دیر یی… نور لوستل »

مجاهد

زه بی ننګه او نر ښځۍ ضیاع مسعود ته یی د هغه ورور مرداریدل ورپه یادوم چه له امله یی د بی سوادۍ په حال کی کله د جمهوری ریاست لمړی او کله دوهم معاون جوړیږی ، په څو میلونو ډالرو دی خپل ورور وپلورلو ستا د ورور قاتلان فهیم ، عبدالله او سیاف دی که خبر نه یی زه به دی خبر کړم ، کله چه فهیم ناڅابه مردار شو مشر زوی یی ویلی چه زما پلار ته چا په نشه کی زهر ورکړی ، مطلب یی د احمدشاه مسعود د زامنو څخه وو ، د احمدشاه زامنو ته… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x