پر لسم ریاست د بريد له امله به سبا د هېواد بیرغ نیم ځوړند وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۳مه، ۱۳۹۵ل): د ملي امنیت پر لسم ریاست د بريد له امله سبا د هېواد ملي بیرغ نیم ځوړند دی.

دا څرګندونې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن په یوه خبري کنفرانس کې وکړي.

د تېرې سه شنبې په ورځ طالبانو د ملي امنت اړوند د لسم ریاست پر ودانۍ بريد وکړ، چې له موټر بم حملې وروسته يې نږدې پنځه ساعته جګړه وغځوله.

په دې بريد کې د دوو طالب بریدګرو په ګډون د دې ادارې ۴۰۰ تنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

دواخان مینه پال وویل چې د ولسمشر له حکم سره سم د ملي امنیت د وژل شویو کسانو په ویر کې سبا ورځ د هېواد ملي بیرغ نیم ځوړند پورته کېږي.

مينه پال د طلوع تلویزون د هغه راپور په اړه چې بريدګر د نعیم کوچي په سرای کې د کمین په حال کې بللي او له هماغه ځای يې برید کړی، وویل چې د دوی څېړنې روانې دي.

هغه ومنله چې په دولت کې د ننه هم کړۍ شته چې له بريدګرو سره يې مرسته کړې ده، خو په وينا يې د دوی پلټڼې روانې دي.

ياده دې وي ګڼو بهرنیو او کورنیو رسنیو د طالبانو دا بريد د هغوی د زور او د دولت د کمزورۍ وروستی بريد بللی دی.

سې ان ان امریکايي تلویزون پر دولت غږ کړی چې نور باید د طالبانو پر وړاندې پخپله ماتې اعتراف وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د