د عبدالصبور شجاعانه اعتراف!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (پنجشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۵ل): د وري د میاشتې په دیرشمه نیټه دکورنیو چارو وزارت د عبدالصبورد نیولو خبر ورکړ.

ښاغلي عبدالصبور څلورکاله وړاندې د کورنیو چاورو وزارت دوه تنه امریکايي سلاکاران د دغه وزارت په انګړکې هغه مهال وویشتل چې دبګرام په پوځي اډه کې امریکایي ځواکونود قرآن کریم سپکاوي وکړ.

تیره ورځ عبدالصبور په داسې حال کې چې دواړه لاسونه یې شاته ولچک شوي ول د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو د چارواکو په مخ کې په یوه بي ساري شجاعانه اعتراف کې وویل: ” کله چې امریکايي ځواکونو د خدای کلام ته اور ورکړ، ما ځان کنټرول نه کړای شو په وزارت کې د امریکايي سلاکارانو دفترته ورننوتم اود هغې وسلې په مټ چې زما په واک کې وه دوه امریکایي سلاكاران مي ووژل.

نوموړي دا هم وویل چې دا کار يې له امریکایانو څخه د قرآن کریم د بي حرمتي د انتقام په غرض کړي ، په هغه ویاړي او له الله تعالی څخه یې د تر سره کولو په مقابل کې د اجراو قبولیت غوښتنه کوي.

د مقدساتو توهین اوسپکاوى د اسلام د مبارک دین په شمول په ټولو آسماني اديانوكې ناروا عمل دی، مسلمانان د خپلو مقدساتو په درناوي کې د نورو ادیانو د پلویانو په نسبت ډیر وړاندې اودهغوی په اړه ډیر حساس دي.

امریکایانو د خپل وحشي طبیعت له مخې پرنورو جنایاتو سر بیره په افغانستان کې د مسلمانو افغانانو د مقدساتو په توهین او سپکاوي هم صرفه ونه کړه .

هغوی د مسلمانانو د ترټولو مقدس آسماني کتاب بي حرمتي وکړه ، د هیواد په مختلفو برخو کې یې په خپلو پوځي اډوکې د بندي افغانانو په مخ کې د قران كريم توهین کړی ، د هغه نسخي یې په کثافت دانیو کې غور ځولي او یایې هم سوځولې.
له دې کاره څخه د یرغلګرو امریکایانو موخه داوه چې د افغانانو مشاعر زخمي او هغوي په روحي لحاظ وځوروي.

خو د غیرتي عبدالصبور په څیر ډیرداسې اتلان وو چې دیرغلګرود دغه تیري په مقابل کې یې هغوی ته نه هیریدونکی درس ورکړ.

ډیرو هغو افغان پوځیانو چې د همدي امریکایانو په پوځي اډوکې د دوی په وسلو او امکاناتو مجهز شوي او روزل شوي وو د قرآن کریم د بي حرمتي په انتقام کې د وسلو د زده کړې لومړی تمرین د امریکايي یرغلګرو په ککریو عملي کړ.

غیرتي عبد الصبور د کورنیو چارو په وزارت ، رفیق الله نومي سرښندونکي د قرغي په پوځي اکاډمۍ او ډیرو نورو شازلمیانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې خپلې وسلې پر تیري کوونکو امریکایانو را واړولې او په دې ډول یې له هغوي څخه د قرآن کریم د سپکاوي غچ واخیست.

اوس چې اتل عبدالصبور د کورنیو چارو وزارت له لوري د قرآن کریم د دفاع په خاطر له څلور کلن تعقیب وروسته نیول شوی او هغه په اصطلاح د جنايي مجرمینو په لیست کې د خپلې جزا ( د قرآن کریم دفاع ) په جرم د محاکمي انتظار باسي دا نه ده معلومه چې دهیواد قضايي چارواکي به نوموړي ته د کوم قانون له مخې څه ډول جزاء ورکوي؟

که ريښتیاهم د ملي یووالي حکومت اسلامي حکومت او رسمي دین یې اسلام وي نو د هغه له مخې خو عبدالصبوراتل غازي او د قرآن د دفاع له وجې د ستر مکافات مستحق دی.

او که قهرمان عبد الصبور ته د حکومت د وضعي قوانینو له مخې د مکافات په ځای مجازات ورکول کیږي، د امریکايي سلاکارانو د قتل په جُرم !!! په اعدام او یاهم په حبس محکومیږي دا به د ملي یووالي حکومت د پیژندنې لپاره يو بل محک وي چې افغان مسلمان ولس به د هغه په وسیله د یاد حکومت اصلي ماهیت ښه و پیژني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د