نظــر

د کلاخیلو پېښه، داربکیانو دستور

شیبه مخکې مو روژه ماته کړه، تراویحو ته انتظار وم چې تلیفون وګړنجېد… د یوملګري یو دردونکی پیغام راغی چې پکې لیکل شوي وو: ( په کلاخیلو کې اربکیانو دخپل قومندان دوژل کیدو په بدل کې ۱۹ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله)

خبر خورا ګونګ وو،  سمدستي مې انټرنیټ خلاص کړ او ومې غوښتل چې دپېښې تفصیلي ماهیت ځان ته معلوم کړم نو مې (نن ټکی اسیا) ویبپاڼه کلیک کړه چې پکې راغلي وو:

((له زابل نه ورکړل شوی خبر کې راغلي نن مازیګر مهال دشاه جوي ولسوالۍ دبازار اړوند دکلاخیلو کلي سیمه کې د اربکیانو دمهم قومندان (مجاهد) دسپرلۍ پرموټر دماین چاودنه ترسره شوه چې له امله یې قومندان دشپږو ساتونکو اربکیانو سره ووژل شول. خبر زیاتوي  له پیښې وروسته دحادثې محل ته نور اربکیان راغلل او دکلي په دفاع ولسي خلګو یې ډزې پیل کړي او یوشمیر کسان یې له کورونو راویستل او په ډیر وحشت یې  دټوپکو په کنداغونو سخت ووهل.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي داربکیانو دډزو او وهلو سختو وهلو له امله  شپږ تنه شهیدان او زیات شمیر ټپيان شول ،په شهیدانو کې درې هلکان چې عمرونه یې تر۱۲ کلونو کم ووهم شامل دي  او همداراز  دوې نجونې هم په ډزو شهیدانې شوې .

له سیمې نه په ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي .درې سره شهیدان شوي هلکان دسیمیز قومي مشر شاباران  د ورور زامن  دي او شهیدانې شوې نجونې دسدوزي اکا دکور وې چې داربکیانو په مخامخ ډزو کې لګیدلې.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي وژل شوي قومندان په  سیمه کې داربکیانو دمشر محمدالله  نومي قومندان مرستیال وو چې دبې کچې ظلم او وحشت له امله یې په خلګو کې شهرت موندلی وو.)

دا پېښه د خپل ډول یوازینۍ بېلګه نه ده بلکې له ډيرې مودې راهیسې په شاجوی کې میشتو اربکیانو حملې کیږي او دوی یې په بدل کې بې ګناه وګړي تر تیغ تیروي  چې په تیرو څو ورځو کې په سیمه کې یې یوشمیر بې ګناه انسانانو وینې توی کړېدي.

د شاجوي بازار شمالي سیمه چینو کې او په شرقي برخه  شبارو کې د اربکیانو پوستو او پاټکونو  یو ځل بیا دخلکو په اذهانو کې د ملوک الطوائفې ترخه یادونه راتازه کړيدي. او د پخوا  په څیر د ټولنې یو منفور قشر ته چې ټول دسیمې مشهور لنډه غر او لوطي مزاجه کسان دي وسله په لاس ورکول شوې ده او په لارو کې یې پاټکونه اچولي دي چې خلک یې له رنګارنګ ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان کړیدي. په نننۍ پېښه کې وژل شوی قومندان هم ددې ډلې  یو خورا په اخلاقي فساد ککړ یو فعال شخص وو.

نننۍ پېښه په داسې مهال کې رامنځ ته شوې چې څو ورځې وړاندي مجاهدینو په یو بریالي تاکتیک کې د همدې پوستې نه ۱۲ تنه اربکیان په خپله پوسته کې دننه وتړل او ګوري موري  یې له خپلو وسلو سره په ټونس ډوله موټر کې له سیمې تري تم کړل چې تراوسه یې درک نه دي معلوم شوي.  ورسته د زابل د امنیه قومندان روغ لیونی سیمې ته راغي ددې په ځای چې دپېښې تحقیقات وکړي او عوامل یې درک کړي سمدستې یې  دکلاخیلو د پوستې ۲۲ تنه اربکیان یې په دې وجه په پوسته کې تر وهلو لاندې ونیول او بیا یې د قلات په لورې یووړل چې ولي او څنګه  طالبانو ورڅخه ملګري اربکیان تښتولي؟

اوس دا یو دستور ګرځیدلی چې پولیس او اربکیان چې کله ترحملې لاندې راشي او یاهم کومه چاودنه پرې وشې نو دپېښې په ځای کې خو یې څه په وس پوره نه وي او شنوز یې وهلي وي  خو ورسته چې سیمه د مجاهدینو نه خالي شي بیا خپل د ماشیندار ججوري په ولسي وګړو خالي کوی او په شهادت یې رسوي.

د کلاخیلو نننۍ پېښه هم د ورته پېښو له ډلې نه ده چې  دوه اړخه لري  یو اړخ یې خورا خواشینونکی دي هغه دا چې له  پېښې ورسته د اربکي قمندان ملګرو د کلاخیلو د کلي ولسي وګړي له خپلو کورونو راوایستل او په خورا قساوت یې په وهلو وهلو شهیدان کړل او یوشمیر کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولې . او ۱۳ تنه یې په ډزو کې ټپیان کړل . انالله واناالیه راجعون

خو دوهم اړخ یې  خورا خوشالونکي بلل کیدای شې ځکه چې دا برید په یو داسې کس شوی چې د ټولې سیمې لپاره د سردرد وو او ټوله سیمې یې دهغه او ملګرو له غمه خلاصه کړه او  یوګورم اربکیان یې هغې دنیا ته ولیږل ، هغه کسان چې د ټولنې یو خورا بوین بوټی دي، او د افغاني کلتور، غیرت  او میړانې تاریخ یې داغجن کړ ، او  د ټولنې ترټولو ذلیل  او لوفر کسانو یو ګډوله ده چې هیڅ ملي او افغاني نورمونو او کلتورنو، عقایدو او افکارو ته درناوي نلري، نو مجاهدینو یې هم په نابودولو کې ستړې نه ده حس کړې او څومره چې یې وس رسیږي هومره ژر یې د خپلو اعمالو په سزا رسوي .  دا بې عزته ډله همیشه  دمجاهدینو د تندریزو ګذارنو ښکار ګرځېدلې او تل یې دسر په کاسه کې اوبه ورکړې دي، او بیا به هم د مجاهدینو ورته کاري بریدونه دوام لري او د خپل مظلوم ملت غچ به له دې تالۍ څټو نه اخلي . ان شاءالله

حنیف حماد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x