fbpx

شان نزول او تفسیر پوهنه

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

ليکوال :حامد كمال الدين
ژباړن: عبدالمالک همت

د آيت د نزول لامل يا اسباب نزول چي په پښتو تفسيرونو کي شان نزول هم ورته وايي د قرآن پوهني يو ارزښتناک ډګر دى. د قرآن کريم د آيتونو په تفسير او څرګندونه کي دې ته زښته زياته اړتيا سته او د نزول د لامل پرته تفسير نيمګړى وي.

د قرآن کريم په مفاهيمو او معانيو باندي د بشپړ پوهېدو لپاره اړتيا ده چي د دې اورشو زده کوونکي د آيتونو په اسباب نزول پوه سي. ځکه نو اړينه ده چي په دې هکله هر زده کوونکى په يوڅه بنسټيزو چارو او د قرآن کريم په ځينو اصولو پوه سي.

په دې کي شک نسته چي قرآن کريم يو بشپړ او يو جامع کلام دى او په هغه کي د معناګانو ډول ډول عجايب نغښتي دي. خو دا خبره موږ ته له اسباب نزول څخه د صرف نظر کولو دليل نه سي کېدلاى. د قرآن کريم ټوليزوالى د اسباب نزول سره هيڅ ډول تعارض نه لري، که څه هم نن مهال د ځينو کسانو دا خيال دى او هغوى د قرآن د جامعيت او وسعت تر پرده لاندي له ماثورو تفسيرونو څخه د خلکو د بې پروا کولو، بلکي متنفر کولو کوښښ کوي.

د اسباب نزول تصور (CONCEPT) تر هغه ډېر زيات او پراخه دى چي زموږ  د روايتي او دوديزو علومو په ځينو درلودونکو کي په عامه توګه ليدل کيږي. د دوى له ليد څخه داسي ښکاري چي ”شان نزول“ د قرآن په ځينو ځانګړو واقعاتو(پېښو) پوري د محدودولو يا په ځينو ځانګړو حالاتو او اشخاصو پوري د مقيد کولو نوم دى. يا دا چي د قرآن د تل ترتله نړۍ وال پيغام د پوهېدو لپاره اړينه ده چي سړى د دغسي روايتونو څخه ځان په څنګ کړي چس ګواکي پلانى آيت دغه مهال نازل سو او پلانى آيت د دغه چا په اړه نازل سوى دى او پلانى آيت د دې پېښي له امله راغلى دى!

که څه هم لکه چي امام سيوطي د قرآن پوهني(علوم القرآن) د ځينو امامانو له خولې ليکي: د اسباب نزول په اړه قرآن مجيد پر دوو ډولو وېشل کيږي. يو د قرآن هغه برخه چي په معموله توګه خپل په خپله نازله سوې وي او بل د قرآن هغه برخه چي د کومي ځانګړي پېښي، يايوښتني په اړه نازله سوې وي.

له دې امله د ”سبب نزول“  يا ”شان نزول“ تعريف داسي سوى دى: ” يوه داسي پېښه چي په اړه يې د قرآن کريم کومه برخه نازله سوې وي. او پېښه د دغي برخي د نازلېدو په نژدې وختونو کي سوې وي. لکه چي کومه پېښه سوې وي يا  کومه پوښتنه سوې وي.(وګورئ: د مناع القطان، علوم القرآن، ٧٨ مخ).

سره د دې د اسباب نزول تصور ډېر عميق باله سي. دغه لامل دى چي د قرآن پوهني په کتابونو کي د اسباب نزول بحثونه د ”وحيو د حقيقت“، د ”وحيو د چاپېريال“، د  ” قرآن د نزول د څرنګوالي“ او ”د قرآن د مکي او مدني “ او داسي نورو بحثونو ترڅنګ موندل کيږي.

سيد قطب رحمة الله عليه چي د قرآني مطالبو په توضيح کي کومه خبره بيا بيا کوي، هغه داده چي دا کتاب خپلي زېرمي يوه داسي چا ته نه پرانيزي چي په ذهني او شعوري توګه هغي فضا ته نه ورننوزي  چي دغه قرآن پکښي نازل سوى دى. دا کتاب د فلسفيانو او د علمي نکتو د بيانوونکو لپاره د په زړه پورو بحثونو د موادو د راغونډولو لپاره نه دى نازل سوى، بلکي دا د انسان د سمون او تعمير لپاره او د انساني ټولنو په ډېره ښه توګه د پر مخ بيولو لپاره نازل سوى دى. بيا نو هغه ټول پړاوونه او کيفيتونه چي د اسلام دعوت ځني تېر سوى دى او هغه ټول مواقع او حالات چي په مناسبت يې دغه قرآن نازل سوى دى، ټول او ټول په دغه قرآن باندي د پوهېدو او له هغو څخه د هغو ټولو مطالبو د پلټلو لپاره چي د دغه قرآن  د نزول موخه ده ، ډېر مهم او ارزښتناک ګڼل ګيږي او د ذهن په وړاندي د هغو ايښوول بېخي ډېر اړين باله سي.

دا چي قرآن کريم په درويشتو کالو کي لږ لږ نازل سوى دى او د تورات او نورو غوندي ټول په يوه پلا نه دى نازل سوى، دا د قرآن پوهني د اورشو د عالمانو او ليکوالانو لپاره د بحث يوه مهمه موضوع ده او هغو په دې اړه د لوى څښتن هغه ډېر حکمتونه ذکر کړي دي چي د قرآن د دغه درويشت کلن تنزيل شاته پراته دي. په خپله قرآن هم دې خبري ته د هغه د مخالفينو د يوه اعتراض په جواب کي په داسي يوه ښکلي انداز کي اشاره کوي:

﴿ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذَلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلا ﴾[الفرقان:٢٥ : ٣٢]

ژباړه: او هغه کسان په الله سره يې کفر غوره کړى دى  وايي پردې سړي (حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ) باندي ټول قرآن په يو ه وخت كي ولي نازل نه كړل سو ؟ (او څله په بېله بېله توګه پر هغه باندي نازليږي؟) هو، موږ دغه قرآن همدغسي پرتا باندي په بېله بېله توګه نازل کړى دى، څو په پلاوو پلاوو نازلېدو سره ستا په زړه کي ځای ونيسي او تثبيت سي( داسي ځكه سويدي چي داپه ښه شان موږ ستا په ذهن كي كښېنوو) او (د همدې غرض لپاره ) موږ  هغه په يوه ځانګړي ترتيب  سره د بېلابېلو برخو په بڼه په كراره درته لوستى دى(څو د هغه فهم او ياديده آسانه سي).

او ( په دې كي دامصلحت  هم دى ) چي كله هغوى(مشرکان) تاته كومه بې سابقې خبره (يا حيرانوونكې پوښتنه ) در وړي د هغې سم (حق) جواب موږ په خپل  وخت  تاته  دركړو او په  ډېرښه ډول سره موخبره روښانه کړو .

د قرآن کريم له دې اړخ سره هم اسباب نزول ژوره اړيکه لري. ځکه نو قرآن کريم له دې (اسباب نوزل ) څخه بېلول، د هغه په فهم او پوهه کي نيمګړتيا پېښوي، که څخه هم د هغه په پوهاوي کي د نوي خوښوني او مفکرانه انداز څخه کار هم واخيستل سي.

بل داچي په دې پوهېده په کار دي چي هغه هستي چي دغه قرآن پر نازل سوى دى او هغه ته يې د رسولو او تبليغولو حق سپارل سوى دى، هغه له دې نړى څخه پاى تلونکى دى، نو د قرآن په خطاب باندي د پوهېدو لپاره تر زياته بريده په دې پوهېده اړين دي چي دغه هستي، يعني محمد صلى الله عليه وسلم د قرآن د کومي برخي د نازلېدو پر مهال د کومو حالاتو سره مخامخ وو؟  ځکه نو دا طبيعي خبره وه دغه حالات د وحيو د دغو نصوصو د معناوو د تعين لپاره زښته زياته ګټوره جوته سي او دا لامل دى چي علماى کرامو د اسباب نزول خبره په ټينګه منلې ده.

پردې سربېره د اسباب نزول علم د قرآن کريم د اعجاز يو ستر اړخ هم دى. دا يو داسي آسماني کتاب دى چي خپل آيتونه يې په سينو او مصحفونو دواړو کي خوندي کړي دي، البته د هغه عملي تطبيق يې چي د سنتوپه نامه ياديږي هم د راتلونکو توکمونو لپاره خوندي کړى دى. نه يوازي دا بلکي په کومو حالاتو او کيفياتو کي چي دغه قرآن نازل سوى دى د هغو حالاتو شاوخوا پېښي هم ثبت سوي دي او دغو حالاتو او وقايعو هم په دې امت کي د يوه بشپړ علم بڼه غوره کړې ده چي د قرآني علومو هر لوستونکي ته يې ترلاسه کول اړين باله سي او د قرآن يو عام زده کوونکى هم بايد له هغه څخه څه ناڅه اطلاع ولري.

نو آيا بل داسي کوم امت سته چي د هغه پر پيغمبر باندي د هغه د کتاب د هر آيت د بشپړ تاريخ په باب معلومات ولري؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د