خدای دي د امن اوبه تويه کړي دجنګ په لمبو

واړه لمحې دژوندانه موغمځپلي ښکاري

په وچو شونډو کي خندا موغرېونيولي ښکاري

اختره مه رادرومه خدای خبر خوشحال شو درته

ها پخوانۍ مزې دستا هم تښتېدلي ښکاري

زمونږدکلي ښکلا لوټ کړله بدمرغه ورځو

دزلموسروي دبانډارله منځه تللي ښکاري

نه ماشومان کوي شوخي نه مرغکۍ چڼېږي

دکورفضاموڅه عجيبه غلي غلي ښکاري

هادنګ چنارموهم برغنډشودتابوت له پاره

هديره ګوره شناختي شناختي څلي څلي ښکاري

خدای دي دامن اوبه تويه کړي دجنګ په لمبو

چې داويراني کوټګۍ خوراته خپلي ښکاري

ريانه څه کوتاهي شته چې خدای يې نه قبلوي

نور خو مو ژبي په دعا باندي سوځلي ښکاري

احمد ګل ریان



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.