نظــر

عصمت قانع ته د شاباران اکا سرخلاصی لیک

غمجن سپین ږیری

عیسی محمده ! نه پوهیږم چې خبر به یې کنه ، خو ستا انډیوالانو او ډالري وروڼو ( اربکیانو ) لکه چې پرون مازدیګر یوځل بیا دلړم نشه کړې وه ، چې دګلم جمو غوندې یې   دشاجوی بازار ته نږدې دکلاخېلو په کلي برید وکړ ، ۳ تنه زما کمکي او معصوم وریرونه  او ۲ تنه  دسدوزي  کاکو لمسیانې   یې په خپلو تورخولو هنګري کلاشینکوفونو وویشتې ، چې ۵ واړه یې په شهادت ورسول ، له دې ورآخوا یې دکلي په سپین ږیرو کنداغونه راسم کړل ، او ترلسو زیاتو سپین ږیرو باندې  یې وینې وبهولې !

 

زه دا خط په داسې مهال درته لیکم ، چې داربکیانو په کونداغو مې غبرګې پښتۍ ماتې دي ، خو د درد په څړیکو یې ځکه نه پوهیږم ، چې دری تنه په وینو سره مؤمینان راته  په تونګاچه پراته دي ، جامې مې په وینو سرې لړلي دي ، دکور په نورو  نارینه وو مې حال نشته ، چې په هغوی به  څه تیر وي ، حال ورسره ځکه نه شم اخیستلای چې مبایل مې له واسکټ سره اربکیانو  چور کړی  دی ، زابلۍ لنګوټه مې چې درست عمر په خپل سر ساتلې وه ، داربکیانو تر کونداغو  لاندې ونړیده ، او ول ول  یې  ترسپیرو پښو لاندې لګدمال شوه ، اربکیانو دنورو کلیوالو سپین ږیرو غوندې نه یوازې په مرګ ووهلم ، بلکې په پای کې یې داسې لوټ کړم چې یوازې یې کمیس او پرتوګ  راپریښول ، همدا اوس په خپلو سرو جامو کې د شهیدو وریرونو  ځنازو ته ولاړیم  او نه پوهیږم چې څه وکړم ، ستا هغه شاباران چې دشاجوی عزت او ابرو دې  باله ، اوس په خپله دبې عزتۍ له آزمون سره مخامخ دی  ، عزت او منزلت یې د چرسي اربکیانو تر خیرنو پښو لاندې  پایمال شوي ، او سپین ویښته  یې په توربخونو وینو  لړلي دي .

عیسی محمده !

آبله ورځ مې په کوم اخبار کې وکتل ، چې خپل ځان دې اربکی بللی وو ، او ددې وحشي ځناورانو له  کړنو دې په ټینګه دفاع کړې وه ، زما زړه ته نه لویږي  چې تا دې داسې غلطي کړي وي او یا به شاید په غلط فهمۍ کې لویدلی وې .

تا به شاید دافکر کړی وي ، چې په دې ځناورانو  باندې  ډیویډ پیټراییس  داربکیانو نوم ایښی دی ، نو دا به رښتیا  دولس دشریفو او غیرتي خلکو هغه لښکر وي ، چې ددین  ، وطن  او اولس  دعزت ساتنې لپاره به تشکیل کیده ، او په خپلو وینو به یې له اسلام  او وطن څخه ننګه کوله  .

دې ته د ګوره  پام وي ، چې اسم  او مسمی دوه بیل شیان دی ، یوازې د چاپه نوم باندې باید څوک خطا نه شي ، له همدې امله خو پښتنو ویلي دي چې :

سړی په نوم په نه  سړی کیږي

سړی هغه دی چې یې خوی دسړي وینه

که ته راولاړ شي ، او زموږ دکلي د پادې په ترټولو ناړامه خره باندې  ( آدمزاد ) نوم کیږدې ، نو آیا یوازې په دې نامه سره به  هغه خر له خپلې خرتوبۍ واوړي ، او نیک کارونه به پیل کړي ؟  معلومه خبره ده چې ځواب منفي دی ، دې ته باید متوجه واوسي  چې ددغو  محلي چرسیانو ، لوطیانو او بدنامو عناصرو  دمسلح کولو ترڅنګ دامریکایانو بل ظلم دا وو ، چې په دغو لوچکو وسلوالو یې داربکیانو نوم کیښود ، او په دې توګه یې داربکي نوم هم  دلویې جرګې ، دیموکراسۍ ، پارلمان  ، ملي پاڅون  او نورو عنوانونو غوندې داسې مسخره او بدنام کړ ، چې بیا به دافغانستان په تاریخ کې هیڅوک هم  ځان اربکی ونه بولي .

ددغو بدنامو ټوپکیانو د فاسد کردار له امله  اوس دغه  نوم دبدنامۍ داسې مرحلې ته رسیدلی ، چې خپله  اربکیان یې هم ځان ته  عار او شرم بولي ، دحکومت دکورنیو چارو وزارت  چې دغه کسان یې مسلح کړي او اوس یې ترینه روزانه شکایتونه کیږي ، دمحلي پولیسو مشر  جنرال علي شاه پکتیاوال آبله ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې اربکیان په سختو ټکو وغندل ، او ترټولو مجرم او بدکاره عناصر یې وبلل ، نوموړي له حکومت سره داربکیانو له تړاو نه انکار وکړ ، او وې ویل چې موږ اربکیان په رسمیت نه پیژنو ، بلکې دا خودسره ټوپکیان دې چې یوازې  غلاوې کوي او ولسي خلک ځوروي .

په هرحال ، داچې په دې ټولو حقائقو سربیره لاهم تاسو خپل ځان اربکی بولئ او عملا مو قلمي اربکیتوب ته  ملا تړلې ده ، نو ددې تاریخي پیغور او شرم له امله درته نفرین  وایم  .

عیسی محمده !

تاسو هم زما غوندې په شاجوی کې زیږیدلي یاست ، او ددې وطن له آب او هوا نه مو نشو نما کړې ده ، په دې خو به پوهیږئ ، چې څوک له خپل قام او اولس نه یاغي شي ، نو دلوخې غوندې به یې سر په دریاب کې وچ وي ، او دا مو هم اوریدلي ، چې له رمې وتلی پسه  دلیوانو په نصیب وي .

که تاسو اوس  له شاجوی نه تښتیدلي یاست او په کابل کې مو دباچا ډالري شکرو  ته اړولي دي ، او دافکر کوئ ، چې په دې سره به ددنیا او اخرت عزت پیداکړئ ، نو دافکر باید له مغزه وباسئ ، ځکه عزت دخپل مسلمان اولس په منځ کې دی ، نه د ډالري اجیرانو په غیږ کې .

تاسو چې روزانه په ډالرو چارجیږئ ، او د ډالرو په  حق السوق باندې دخپل اولس په ادرس پیغورونه لیږئ ، خپلو مقدساتو ته ښکنځلې کوئ ، په خپلو ارزښتونو مسخرې کوئ ، دولس په  زخمونو مالګې دوړوئ ، دولس په اوږو  سپاره اربکیان  خپل اتلان بولئ ، او په دې توګه  ددغو وحشیانو په هغو ټولو ورځنیو جنایاتو ، قتلونو ، شوکو ،  بدنامیو ، بې ناموسویو  او بدو اعمالو کې ځان ورګډوئ ، دا هغه څه دي چې ستاسو په اړه  ولسي قضاوت ته  شکل ورکوي .

باید ووایم چې زما داخبرې یوازې تاته متوجه نه دي ، بلکې  هغو ټولو فراریانو ته متوجه دي ، چې  د مأمور ، رئیس ، خبریال ، نطاق ، لیکوال ، شاعر ، ژباړن  او یا په نورو نومونو  دیرغلګرو لپاره تبلیغاتي وظایف ترسره کوي ، او د څو ډالرو لپاره یې دخپل اولس دښمنۍ ته ملاتړلې ده .

ستاسو په مخ کې باید دکمونیستانو انجام دیوه مهم  درس په توګه  پروت وي ، آیا تاسو افغاني کمونیستان ونه لیدل ، چې دشوروي له تیښتې وروسته له څنګه ذلت سره  مخامخ شول ، آیا خلکو په زور  دوهم وار نکاحګانې ورباندې تازه نه کړې ، آیا په مړو یې سپرغې ډکې نه شوې ، که دې په بل چا باور نه وي ، له سلام راکټي نه دې پوښتنه وکړه ، چې دعبدالجبار قهرمان په کمونیستي اربکیانو  یې دسره غره  شیلې نه وې بدبویه کړې .

په دې سربیره دخپل بې دینه او دښمنانه کردار له امله  کمونیستان په اولس کې داسې سپک شول ، چې جنرال به یې  داولس یوې ماشومې نجلۍ ته  مخ نه درلود ، په هره لار  او مجلس کې ښکنځل کیدل ، توهین کیدل او دولس د پیغور ترعتاب لاندې وې ، چې دوی له زیړو سترګو او سرټیټۍ پرته بل هیڅ ځواب  او غبرګون هم نه درلود .

عیسی محمده !

که هرڅو د اوباما شکرې وخورې ، او دنورو  په موږي وغورځې ، خلک دې وباټوي ، او دښمن دې وپاروې ، مګر ستا او ستا دنورو  قلمي انډیوالانو په اړه به وروستۍ پریکړه داولس په محکمه کې کیږي ، ته که په کابل کې هرڅومره  پردۍ کاسې وڅټې ، خو اخر به دې هم مړی دشاجوی هدیرې ته راوړل کیږي ، که تا په خپل ژوند کې دشاجوی  دمؤمن  اولس حق نه وي اداء کړی ، داولس په حق کې دي جفاء کړي وي، داولس درنښت ته دې په سپکه کتلي وي ، او داولس دقاتلانو او عزت پایمالوونکو ننګه دې کړي وي ، نو بیا به ستا مړی  هم ستا دټوپکي اربکي ملګرو غوندې  له جنازې محروم وي ، لحد او شناخته به ونلري ، او یوازې به په یوه  کنده کې ترخاورو لاندې کیږي .

ستاجنازه  به بیا دکوم بل افغان دکټ غوندې  په درنښت  دولس په اوږو  سپره  نه بدرګه کیږي ، بلکې یوبوج او  پیغور به بلل کیږي ، او حتی دخپلې کورنۍ غړي به دې هم دقبر دورکولو هڅه کوي .

دشوروي او افغان جنګ په مهال په لکونو افغان کمونیستان  دشوروي په ننګه په جګړه کې ووژل شول ، مګر زه ټولو ته چیلنج ورکوم  چې ماته دې څوک دڅو تنو وژل شویو کمونیستانو مقبرې راپیدا کړي ، ددې لکونو انسانانو قبرونه ولې ورک شول ، دوی ولې  دتاریخي نسیان کندې ته وغورځول شول ، ځواب یې همدا دی ، چې دوی دخپل مؤمن اولس په وړاندې غدر کړی وو ، ددوی قبرونه په اصل کې دافغان وطن په وجود باندې دپیغور داغونه وو ، چې دولسي قهر څپو محو کړل ، زه اوسنیو دغرب غلامانو ته هم خبرداری ورکوم ، چې انجام به یې کټ مټ همداسې وي .

تاسو په دې مه خطا کیږئ ، چې سهار پتلون وکړئ ، د ډالرو  دپیدا کولو په تکل ووزئ ، چیرې عکسونه واخلئ ، فیسبوک کې یې نشر کړئ ، چیرې مشاعره جوړه کړئ یوه بل ته چکچکې وکړئ ، کومه ورځ لمانځنغونډه راوبلئ ، ترخپل منځ یوه بل ته  پټکي وروتړئ ، او دیوه بل ښه ډیر صفتونه وکړئ ، او په پای کې له ځانه سره ووایاست  چې والله  په ولسي کچه ډیر محترم  او عزتمن یم ، ځکه دادی وستایل شول ، ملي شخصیت وبلل شوم  او دستار راوتړل شو !!!

په دې باید پوه شئ ، چې ستاسو دغه په ځان راچورلیدونکي جریانونه یوازې  ستاسو خپل دي ، چې یوازې تاسو پتلون خېل په کې یوبل لمانځئ  ، ستاسو په غونډو کې تراوسه ما  د دستار سړی نه دی  لیدلی ، نوځکه مو دا غولوونکي مبارزه  ولسي منزلت نه شي تضمینولای ، ستاسو په منځ کې خو سلیمان لایق هم لوی شخصیت دی ، خو که داولس منځ ته ورشي شاید غوښې ترینه په  غاښونو وشکوي .

عیسی محمده !

ستا او ستا دقلمي انډیوالانو  له کړنو ښکاري ، چې کوښښ کوئ ، په غدر او چلبازۍ دخپل اولس استازیتوب وکړئ ، نوځکه خو  له  ملي ګټو ، وطن او اولس څخه  همیشه حکایت کوئ ، او غواړئ ځانونه ولسي معرفي کړئ .

خو په دې باید پوه شئ ، چې ستاسو ډالري  فراریانو  او اولس ترمنځ  فاصله  د بعدالمشرقین  په اندازه ده ، تاسو د ذلت  په ترټولو لویدلي طبقه کې ارږمي باسئ ، خو افغان اولس په نړیواله کچه دیوه بل دجال په ماتولو دسرلوړی  نوی منزل فتحه کړی دی ، تاسو دپیسو بندګان یاست ، چې کله  دروبلو و کله دکلدارو ، کله د تومانو او کله  د ډالرو  عبادت کوئ ، خو اولس دالله تعالی دبندګۍ ویاړ لري او یوازې یې هماغه ذات  ته سر ټیټ دی .

ستاسو د ژوند هدف یوازې  دخيټې ډک ساتل او دکولمو دفعالیت پالل دي ، مګر اولس  په ژوند د ژوند لپاره  شعار باور نلري ، بلکې ژوند دهدف لپاره  شعار پالي ، ستاسو هدف یوازې  دنیوي دی ، مګر د اولس هدف دنیوي عزت  او اخروي سرلوړي ده ، تاسو په هرڅه کې له اولس نه پردي یاست .

تاسو پتلون اغوندئ ، خو اولس پرتوګ اغوندي ، تاسو سرلوڅي ګرځئ ، خو اولس لنګوټې تړي ، تاسو بیلمازان یاست ، خو اولس پنځه وخته لمونځونه کوي ، تاسو دکافرو تنخوا خواره یاست ، خو اولس دکافرو تنخوا خواره  په مرګ محکوموي ، تاسو ځانونه هنرمندان بولئ ، خو اولس ستاسو کردار ته ډمتوب وایي ، او بې سیاله کردار یې بولي ، تاسو ښوی مخي یاست ، خو اولس ږیره دنارینه پسول بولي ، تاسو په امریکا باور لرئ ، خو اولس په الله تعالی باور لري ، تاسو دیرغل ملګري یاست ، خو اولس  دیرغل مخالف دی ، تاسو په امریکایي شکرو کوناټي وکړل ، خو اولس دامریکایانو دمرستې مواد په اور سوځوي ، تاسو دیرغلګرو په تیښته خپه یاست ، خو اولس ورته خوشاله دی ، تاسو دامریکا شکست  ناکامي بولئ ، خو اولس دغه ناکامي ستره فتحه بولي ، تاسو ځانونه مدني فعالان بولئ ، خو اولس تاسو ته  معاصر وحشیان  او دنوي جاهلیت پیروان وایي ، او په پای کې باید ووایم چې ستاسو  او اولس ترمنځ  لوی واټن له دې امله رامنځ ته شوی  ، چې تاسو (اربکیان ) یاست  او اولس (مجاهد )دی .

عیسی محمده !

د یرغلګرو  او ستا په شان دهغوی داجیرانولخوا رارسیدلي درد مې په زړه کې خورا ډیرې خبرې راغونډې کړي دي ، چې ټولې شاید په دې کاغذ کې ځای نه شي ، خو دا درته وایم ، چې زخمونه جوړیږي خو پرهرونه یې پاته کیږي ، تاریخ بې رحمه قاضي دی ، چې هیڅکله به هم  دصلیب ډول ته نڅیدونکي جارچیان ونه بښي .

داربکیانو لخوا زما او دکلاخیلو  دنورو سپین ږیرو په وجود جوړ شوي زخمونه به  کوشیر شي ، خو پرهرونه او علامې به یې دتل لپاره پاته وي ، زما د وریرو او دسدوزي  کاکو دلمسکیانو  جنازې به تر خاورو لاندې شي ، خو ددوی قبرونه  به  ددپردو دغلامانو دقبرو غوندې ورک نه شي ، بلکې دتل لپاره به  دکمکیو شهیدانو په نوم  دکلي په هدیره کې پراته وي ، او دعام اولس  زیارت ګاه به وي .

ددې کمکیو شهیدانو  شناختې او جنډې به په خپل رفرف کې دقیامت ترورځې ستا په شان په هغو خلکو لعنتونه وایي ، چې دخپل مظلوم اولس په وړاندې دکفر په صف کې دریدلي ، دډالرو لپاره دخپل اولس زامن وژني ، دډالرولپاره تبلیغاتي جنګ په مخ وړي ، او دکفر  په ننګه یې  داولس ددښمنۍ پیغور په تندي اخیستی دی .

ددې لنډو قبرونو  او کمکیو زیارتونو په لیدو به دتاریخ تر پایه دشاجوی اوسیدونکي سوال کوي چې ( بای ذنب قتلت ) په کومه ګناه وویشتل شوې ؟

،چا وویشتلې  ؟

اربکیانو

اربکیان څوک دي ؟

اربکیان دامریکایي یرغلګروهغه  تنخواخواره ټوپکیان  او قلموال ووچې دکفر لپاره یې خدمت کاوو ، او یوتن یې دپلاني اکا زوی  عیسی محمد وو .

عیسی محمده !

زما درژیدلي عزت پور دومره اسانه او مسخره مه  ګڼه ، دا یوازې زه نه یم ، بلکې دهیواد په ساره او اوږده کې دزرګونو  مظلومانو په وینو ستا اوستاسو  د ټوپکي انډیوالانو لاسونه ککړ دي .

دا اولس په مرګ  اووحشت نه محو کیږي ، چې دامریکا او روس توپونه  ورباندې ستړي شول ، خو محو یې نه کړو ، شاید ستا دچرسي اربکیانو کلاشینکوف یې هم محو نه کړي ، ددې ولس په وړاندې دښمني ستاسو ترټولو ستر حماقت دی ، چې دخپلې ګناه او جفا دبوج له درنولو پرته ترې بل هیڅ نه شئ ترلاسه کولئ .

که چیرې  د کفر له غلامۍ لاس وانه خلئ ، نو په یاد ولرئ چې دواړه مو بایللي دي ، په دنیا به مو دذلت  ، خړسترګۍ ، محکومیت  او ګمراهۍ ژوند په نصیب وي ، او په اخرت به دخپل مؤمن اولس په ځای  د ډیویډپیټرایس  او هالبروک په یهودي صف کې را ولاړیږئ .

حاجي شاباران

دشاجوی دکلاخیلو دکلي قومي مشر او سپین ږیری

۲۰۱۳/۷/۲۹  میلادي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x