fbpx

د ملي امنیت په لسم ریاست بریدګر پخوا په همدې ریاست کې بندیان وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۲مه ۱۳۹۵ل): د ملي امنیت اړوند د مهمو دولتي چارواکو د ساتونکو مرکز او په لسم ریاست برید کوونکي پخوا په همدغه ریاست کې بندیان و چې وروسته خوشې شوي وو.

طالبانو په ټولنیزو وېبپاڼو یوه ویډیو خپره کړې، چې دوه تنه په نظامي تمرین کولو لیدل کیږي. د ویډیو په وروستۍ ۴۲ ثانیو کې یو سرتېری بریدګر خبرې کوي.

دغه ویډیو چې ټولټال ۲.۲۶ دقېقې ده په کې یو سرتېری بریدګر وايي چې هغه صحنه به یې هېڅ هېر نشي چې د ملي امنیت کارکوونکو به «تنکي تنکي مجاهدینو» ته ډير ناوړه خبرې کولې.

نوموړی زیاتوي چې «که به دې ورته وویل چې په قران که ما دا کار کړی وي، دوی به ویل چې نه دې قران منم، نه دې خدای منم نه دې رسول منم». یاد بریدګر دغه صحنې هېڅ هېرېدونکي نه بولي: «دا خبرې به هېڅ زما له سوچ و فکره ونه ځي».

په عین حال کې دولتي سرچېنې وايي چې دغه دواړه بریدګر په باګرام کې بندیان و او د کرزي د واکمنۍ پر مهال له زندانه خوشې شوي وو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۴ز کال د جنورۍ په ۲۵مه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې بګرام د طالب جوړولو فابریکه ده. د کرزي په وینا بګرام کې بې ګناه خلک اچول کیږي او هغوی بیا د خپلې خاورې، وطن او دولت ضد ذهنیت پیدا کوي.

کرزي د یو شمېر لویدیځ پالو رسینو او چارواکو هغه ادعاوې رد کړې وې چې ګواکې باګرام څخه خوشې شوي کسان دې طالبانو سره یوځای شوي وي. هغه ویلي وو چې که دا کار ځېنو بندیانو کړی هم وي نو د باګرام په زندان کې د کړاوونو له امله یې کړی دی.

یاد طالب بریدګر هم د کرزي دغه خبره تاییدوي او وايي چې پخوا یې داسې څه نیت نه و خو چې د ملي امنیت په ریاست کې ورسره څه وشول، نو موقف یې سره بېخي بدل شو.

هغه وايي «کوم جیل چې ما تېر کړی، هغې سره زما عقيده نوره ټينګه شوه. کله چې بندي شوم، دغه حالات مې ولېدل نو نور مې جذبه راپورته شوه. چې را رایله شوم، کور ته نه یم تللی، د استشهاد صف ته راغلی یم».

یو شمېر نورو سرچېنو هم نن ټکی اسیا ته ویلي چې ډیری بندیان په زندانونو کې له دوی سره د شوي ظلم او مقدساتو ته توهین له کبله بېرته د طالبانو لیکو سره یوځای کیږي.

دوی وايي چې د امنیت په پټو زندانونو او په ځانګړي ډول، لسم، اوولسم او نویم ریاست کې له بندیانو سره د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف چلند کیږي او همدغه ناوړه سلوک، دیني مقدساتو ته توهین او د بندیانو شکنجې ډيری بندیانو کې د انتقام اور بلوي او د طالبانو له لیکو سره یې یوځای کوي.

دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت اړوند د مهمو چارواکو د ساتونکو په مرکز او لسم ریاست د طالبانو په برید کې ۶۵ کسان و وژل شول او ۳۲۷ نور ټپیان شول.

طالبانو په برید کې وژل شوي کسان ټول د ملي امنیت کارکوونکي وبلل. دوی د ملکي وګړو ټپي کېدنه رد نه کړه او په وینا يې ملکيان ډيری د شیشو له کبله ټپیان شوي او ټپونه یې سطحي دي.

د ماندګار په نوم یوې کابل مېشتې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې وویل چې په برید کې د ملي امنیت نېږدې ۴۰۰ تنه کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د