umar bin abdul aziz

د عمر بن عبدالعزيز ( رح ) زړه لړزوونکی نصيحت

ابوالمنظور عطشان

أبي فروة رحمه الله روايت کړی دی، چې عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د بني اُميه ؤ د يوې جنازې لپاره هديرې ته تللی وو. کله، چې پر مړو د جنازې لمونځ وسو او هغوی ښخ کړه سوه؛ نو خلک ولاړل او عمر بن عبدالعزيز رحمه الله په هديره کې له خلکو څخه پټ سو، تر څو هغوی دا ګمان وکړي، چې دی هم ولاړی. له ډېر ځنډ وروسته په داسي حال کې راغلی، چې سترګې يې په ډېره ژړا سرې او د غاړې رګونه يې پړسېدلي وه. کله، چې خلکو په داسي حال کې ولېدی؛ نو يې پوښتنه ځني وکړه، چې اې امېر المؤمنينه! ته په هديره کې ډېر وځنډېدې په څه شي مصروف وې؟. ده رحمه الله په جواب کې وويل: زه د خپلو دوستانو او تربرونو قبرونو ته ورغلم او سلام مي ورته ووايي؛ خو هغوی هيڅ جواب را نه کړی. کله، چې مي د بيرته تګ اراده وکړه؛ نو مځکې را ته وويل: اې عمره! د خپلو دوستانو پوښتنه را څخه نه کوې، چې پر څه حال دي؟. ما ورته وويل: راته ووايه! پر څه حال دي؟. مځکې راته وويل: کفنونه يې شوړېدلي او بدنونه يې خاورې سوي دي. زه ځني راروان سوم. کله، چې لږ نور هم را پر شاه سوم؛ نو بيا يې راباندې ږغ وکړی: اې عمره! د هغوی د سترګو پوښتنه را څخه نه کوې، چې څه په سوي؟. ما ورته وويل: راته ووايه! څه په سوي؟. مځکې وويل: سترګې يې وتلي او ګاټي يې خوړل سوي دي.

کله، چې لږ نور هم را پر شاه سوم؛ نو بيا يې راباندې ږغ وکړ: اې عمره! د هغوی د بدنونو پوښتنه را څخه وکړه، چې څه په سوي؟. ما ورته وويل: څه په سوي؟. مځکې وويل: ورغوي يې له لاسونو، لاسونه يې له مړونودونو. مړوندونه يې له لېڅو، لېڅې يې له څنګلو، څنکلې يې له اړخونو، اړخونه يې له ملاوو، ملاوي يې له کوناټو، کوناټي يې له پونډيو او پنډۍ يې له پښو څخه جلا سوي دي او ټوټې-ټوټې پراته دي.

کله، چې نور هم ځني را پر شاه سوم، بيا يې ږغ راباندې وکړ: اې عمره! ځان ته هغه کفنونه اماده کړه، چې هيڅ زړښت نه لري. ما ځني وپوښتل: هغه کوم کفنونه دي، چې نه زړېږي؟. راته ويې ويل: هغه د الله جل جلاله تقوی، پرهېزګاري او د هغه جل جلاله په اطاعت عمل کول دي. دا خبره يې په څو رواياتو رانقل کړه، چې ډېر تاکيد يې پکښې وکړی.

بيا حضرت عمر بن عبدالعزيز په ژړا سو او ويې ويل: خبر اوسئ! دا دنيا داسي چمبازه او فرېبکاره ده، چې پاته کېدل پکښې لږ دي، عزتمند پکښې ذليله او مالدار پکښې محتاج دي، ځوان سبا ته زوړ او ژوندی سبا ته مړ دی، تاسو بايد ستاسو پر خوا د دنيا منډه ونه غولوي، چې تاسو پوهېږی، چې له دنيا څخه تګ ډېر ژر راځي.تر ټولو دېر هغه څوک غولېدلی دی، چې په دنيا وغولېږي. د دنيا هغه اوسېدونکې، چې ښارونه يې جوړ کړي دي، ولې او نهرونه يې کيندلي دي او باغونه يې کرلي دي، څه سوه؟. يو څو ورځې په دنيا کې د اوسېدو لپاره پاته سول، په خپل صحت او روغتيا غره سول او د د نيا په خوشحاليو وغولېدل؛ نو په ګناهونو اخته سول. دوی په دنيا کې داسي وه، چې د مالونو په منعه کولو کې غبطه کول او د مالونو په جمعه کولو کې يې حسد کوی؛ نو خاورو د دوی په بدنونو څه وکړل!؟ د دوی په بدنونو څه ډول شګې ننوتلې او په هډوکو او بندونو يې څه ډول چنجي ننوتل. دوی په دنيا کې د خوشحاليو پر کټونو ناست او پر تازه فرشونو يې ژوند کوی. د دوی نوکرانو به د دوی خدمت کوی او د دوی په کورونو کې به د مزدورانو په توګه اوسېدل. د دوی ګاونډيان د دوی مرستندويان وه. اوس ورسئ ږغ ورته وکړئ د دوی لښکر او کورونو له نژدې څخه وګورئ. د دوی غنيان وګورئ، چې څومره مال ځني پاته سوی دی او د دوی فقيران وګورئ، چې څومره محتاجه او اړ وه. د دوی د هغو ژبو، چې په دنيا کې به يې په غرور سره خبرې په کولې پوښتنه وکړئ. د دوی هغه سترګې وپوښتئ، چې په دنيا کې به يې خلکو ته رډ-رډ او په تکبر کتل. د دوی هغه نرم پوست او نازک مخونه څه سول او د دوی هغه نازک بدنونه وپوښتئ، چې اوس چنجيان پر ګرځې. رنګونه يې له منځه تللي او غوښې يې خوړل سوي دي. مخونه يې په خاورو ککړ دي او هغه ښايست يې په بدرنګۍ بدل سوی دی. د ملا د تير فقرات يې مات سوي دي. اندامونه يې سره جلا-جلا سوي او بدنونه يې ټوټې-ټوټې سوې دي. هغه ماڼۍ او ګنبدي يې څه سوې؟. اوس يې خادمان او نوکران څه سول؟. هغه جمعه سوي مالونه يې څه سول؟. په الله جل جلاله قسم، چې بستره او تر سر لاندې بالښت هم نه لري. د دوی پر سر چا ونې هم نه دي کرلې او په لحد کې هم ارام نه دي پراته. ايا دوی په يوازې کورونو او صحراګانو کې نه دي؟. ايا پر دوی شپه او ورځ يو نه دي؟. ايا دوی په پوره تارکۍ کې نه دي پراته؟. د دوی او د دوی د کارونو تر منځ مرګ پرده ده. د خپلو دوستانو څخه جلا سوي دي. د ډېرو نازکو خلکو او ښځو مخونه وراسته سوي دي. جسدونه او غاړې يې سره جلا سوي دي. بندونه يې ټوټې سوي دي. د سترګو ګاټې يې پر اننګو پراته دي. خولې يې په وينو او زوو ډکې سوي دي. د مځکې چنجيان يې په بدنونو کې منډې وهي. د دوی اندامونه سره بېل سوي او هډوکې يې وراسته سوي دي. له خپلو باغونو څخه جلا سوي او په پراخه دنيا کې تر اوسېدو وروسته تنګ ځای ته سپارل سوي دي. ښځې يې نورو په نکاح کړي دي او اولادونه يې نور خلک په لارو او کوڅو کې ګرځوي. خپلوانو يې د دوی مالونه او جايدادونه په خپلو منځو کې سره وېشلي دي.

په الله جل جلاله قسم، چې په دوی کې ځيني داسي کسان هم سته، چې تنګ قبرونه يې پراخ سوي دي، چې ليرې-ليرې ګورې او د برزخ په لذتونو او خوندونو اخته دي. اې سبا ورځ په قبر کې اوسېدونکې! په دنيا څه شي غرّه کړی يې؟!. ايا ته په دې پوهېدلی يې، چې ته دنيا ته او دنيا تاته پاته کېږي؟!. ستا هغه پراخ کور څه سو؟. او هغه د ژمي او دوبي جامې دي، چې د بېلا بېلو موسمونو لپاره دي جوړي کړي وي څه سوې؟. تا ونه لېدل، چې کله د الله جل جلاله فيصله پر راغله؛ د ځان ژغورلو طاقت او قدرت ورسره نه وو، خولې پر بيېدلي تنده پر غالبه سوه او د ځکندن په تکليفونو کې اوښتل را اوښتل، له اسمانه ور باندې امر او فيصله راغله، قظا او قدر پر تطبيق سو. اجل يې راورسېدی او د ژغورل کېدو يې هيڅ ذريعه نه وه. افسوس! افسوس! هغه خلکو ته، چې خپل ورور، زوی، او پلار له لاسه ورکوي، غسل او کفن ورکوي، په قبر کې يې يوازې پرېږدي او دی ځني روان سي؛ خو بيا هم دی هيڅ پند او عبرت نه ځني اخلي. اې کاش، چې ته پوهېدلای، چې پر څومره سخته مځکه به پروت يې. اي کاش، چې ته پوهېدلای، چې ستا له کوم اننګي ( باړخو ) څخه به وروست والی شروع کېږي. اې د تباهيو څښتنه! اوس خو د مړو په ځای پاته سوې؛ خو کاش، چې ته پوهيدلای، چې ملک الموت به ستا سره په دغه ځای کې څه کوي، چې ته له دنيا څخه ووزې؟ د الله جل جلاله کوم پيغام به درته راځي؟.

او بيا يې لاندې بيتونه د استدلال لپاره ولوستل:

تسر بما يفني و تتشغل بالصبی کما غرّ باللذات في النوم حالم
نــهارک يا مغرور سـهو و غـفلة و ليليک نوم و الردی لک لازم
و تعمل فيما سـوف تکره غــبة کذالک في الدنيا تعيش البهائم

بيا بير ته راوګرځېدی او د همدې خطبې وروسته يوازې يوه اوونۍ پاته سو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د