ابو نصر فارابي خلک وخندول، ويي ژړول، او ویده یې کړل

قاري احسان

ابن خلکان وایي: په بغداد کي دابو نصر فارابي په نامه یو مشهور عالم و، همیشه به په علم او تحصیل کي مشغول و، تر دې پوري چي دلوی شهرت خاوند سو، یو ورځ دسیف الدولة په مجلس کي ډیر علما ناست و، که ګورم ابو نصر هم د ترکیانو په جامه کي مجلس ته را حاضر سو، ده به همیشه دترکیانو لباس اغوست، او ودريد، سیف الدولة ورته وویل: چي کښېنه، ابو نصر ورته کړه: چي د خپل حیثیت سره سم کښېنم، او که ستا د حیثیت په برابري؟ سیف الدولة ورته وویل: څونه چي دي حیثیت وي همداسي کښېنه، له دې سره دی دسیف الدولة پر خوا ورروان سو او دخلګو پر اوژو يي ګامونه ور واخستل، تر دې چي دسیف الدولة مسند ته ورسېد، او د سیف الدولة سره يي پر چوکۍ زورونه سول، سیف الدولة يي له چوکۍ نه را کوز کړ.

د سیف الدولة بیا یو څو غلامان و، دده سره به په داسي ژبه غږیدل چي نور څوک نه په پوهېدل، سیف الدولة په همدغه ژبه خپلو خادمانو ته وویل: چي دا سړی خو ډیر بې ادبه دی، زه یو څو پوښتني ځيني کوم، که يي سم ځواب رانکړ، بس ويي سوځوئ.

ابو نصر په دغه نابلده ژبه ورته وویل: چي امیر صاحبه لږ دصبر نه کار واخله، ځکه چي اعتبار خاتيمي لره دی، سیف الدولة هم حیران سو. ورته ويي ویل: ته په دغه ژبه هم پوهيږي؟ ده ځواب ورکړ، هوکي! زه په اویا ژبو ډیري ښي خبري کولای سم.

دلته نو يي د سیف الدولة په زړه کي ځای پیدا کړ، او ډیر ورته ګران سو.

بیا ابو نصر په مجلس کي له ناستو علماؤ سره بحث مباحثه پیل کړه، په هر فن کي چي به يي بحث ورسره وکړ، دده خبره به د علماؤ پر خبرو ډیره لوړه او قوي وه، تردې پوري چي ده یوازي خبري کولي او نور بلکل چوپ پاتي سول، بالآخر دغه علماؤ دده دخبرو په لیکلو پیل وکړ.

سیف الدولة د علماؤ نه را لري، کړ او ورته ويي ویل: چي ته څه خوري؟ ده ورته کړه، نه! بیا يي ورته وویل: چي څه چښې؟ ده بیا هغه د نه ځواب ورکړ، بیا يي ورته وویل: چي څه اورې؟ ده ورته وویل: چي هوکي.

سیف الدولة امر وکړ چي دساتیري او لهو لعب ټول پوهان له خپلو سامانونو سره را حاضر کړئ، دوی چي کله راغلو او هر یو به چي خپله اله وژغوله، ابو نصر فارابي به ورته ویل: چي هأ! دا ځای دي غلط کړ، سیف الدولة ورته کړه چي په دې فن کي ستا څه زده دي؟ فارابي ورته ویل: هوکي.

ابو نصر د ځان سره یوه اله راوړي وه، هغه يي سره برابره کړه، او ويي ژغوله، داسي يي وژغوله چي په مجلس کي ناست خلک ټول ورته په خندا سول، بیا يي د الي ترکیب ورته بدل کړ، ويي ژغوله، له دې سره بیا ټول مجلس وژړل، وروسته يي په بل ډول ترکیب وکړ، او ويي ژغوله، داسي خوند يي ورکړ چي ټول مجلس ورته وېده سو، ابو نصر هم همداسي وېده پرېښودل ترینه ولاړ.

ابو نصر به همیشه یوازي ناست و، له خلکو لري ګرزید، ډیر پرهیږګاره و، څه دونیوي کاروبار يي هم نه کاو، سیف الدولة به صرف څلور درهمه روزانه ورکول، ځکه چي دی دومره قانع او صابر انسان و، چي په همدې يي ګوزاره کوله.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کمال
میلمه

،وهمیات اوغیرممکنات دي غږولي دي، قاري ګله، له فارابي نه دي ټام ايڼډجیري کارټون جوړکړی، فارابي خپل کمالات لرل، تاورنه بل څه جوړکړی..ههههههههه

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه

ماته یی په قیصه کی څه ناڅه غلو او مبالغه پریښی ، قاری صاحب سره د مبالغی نشر کړی لمړی د خلکو په سر تیریدنه ، دوهم د اویا ژبو پوهیدنه ډریم د هغه موسیقی الی په داسی ډول ژغونه چه هم خلک وخندوی ، هم یی وزړوی او هم یی داسی ویده کړی چه هغه تری لاړ شی او دوی پوه نه شی دغه ټول یا ځینی راته ناسمه ښکاری